۱۳۹۵ آبان ۲۵, سه‌شنبه

لعنت پردی ناولې دیموکراسي / له اشپزسره بانډار


لیکوال : امید فردا
ستړی ستومانه دفتر ته راغی په څیره یی دغربت ګردونه پراته وو په سترګو کښی دمایوسی او بي وسي نښي له ورایه ځلیدې لستوڼې یې ور بډ وهل د پیازو په ریزه کول یې پیل وکړ سوړ اسویلی یې و کیښ ول مامور صاب معاش مي کم دی مصارف مي لوړ دي ګزاره مې نه کیږي په دي ورځو کښي خدای یو لمسی را کړی مور یی له خپلو شیدو محروم کړی په هرو دوو ورځو کښي یو قوطی پودري شیدي په دری سوه افغانۍ ورته اخلم.
پلار بیچاره یی ایران ته په مزدورۍ پسي تللی د ایراني تومان ارزښت هم ډیري ټيټ دی ۱۰۰۰تومانه یوازي ۱۹ افغانۍ جوړه وي دومره ګټي چي ایله د کور کرایه کیږي .
مال ولي مور یی شیدي نه لري؟
سر یی ښکته وځړاوو یوه ښه شیبه په چورت کښي ډوب شو......
مور یی شیدې لري
مال ولي یی نه ورکوي ؟
ول څه درته ووایم خداي دي د غني بیخ وباسي لا له دي تلویزیونو سره دغو تلویزیونو خو ټولي ښځي سپین سترګي کړي نه طاعت شته نه عبادت نه د کور تنظیم شته نه د دیګ پخلی په سریال پسي سریال په سریال پسي سریال هغه هم ترکي سریالونه یاهم هندي سریالونه چي نه زمونږ له کلتور سره سمون خوري نه له دین او عقیدي سره هره شپه د تهجد له لمانځه ورسته وایم ( غني خداي دي د پوتین په مرض اخته کړه خداي دي رولا درته روغه لیونۍ کړي چي زمونږ له حاله خبر شې ).
مال د د یموکراسی زور خو به منې..
ول لعنت پردې ناولي دیموکراسي چي د سړي په کندو کښي د وړو ګرد نه وي نو دیموکراسی به سړی وخوري که به یې وا غوندي ؟
مال ته تل د نس غم اخیستی یې، راسه د د یموکراسۍ تر نس لاندي ګټي در وښیم .
په خوشحالی را وړاندي شو ول ښه ښه تر نس لاندي ګټي یې څه دي ؟
مال غوږ شه : د زابل ولایت د عدلیه ریس له خپل مامور څخه د ۵۰۰ کلدارو په بدل کښي د جنسی اړیکو غوښتنه وکړه بیه یی ټیټه وه مامور ته یی واره نه کوله سره جوړ نشول بالاخره خبره رسوا او رسنیزه شوه ولا که چا د عدلیه ریس ته لا چپ کتلی وي .
د زابل د عدلیی ریس
د پکتیا په ولایت کښی یو اربکی قومندان د ښوونځي یو زده کونکی د ټولو شاګردانو په مخي ته لوڅ لپړ کړ او بیا یې انځورونه ترې واخیستل دومره نر پیدا نشو چي تري و پوښتی دا ولي ؟.
په یو تازه خبر کښي می ولوستل چي د غزني ولایت د ولایتی شورا یو غړي یوه پیغله نجلۍ تښتولي د شپي یی په خپل دفتر کښی ساتلی او وروسته یی بیا خپل باډیګارته په زور نکا ح کړې داسي نر به پیدا سی چي چپ ورته وګوري ؟ .
تر دي وړاندي د کابل په ښار کښي . یوه ښځه په ډک بازار کې لوڅه لپړه وګرزیده اعلان یی وکړ ول دي ښځی دماغي توازن له لاسه ور کړي وو هغه په دي تیره کړه یوي بلي ښځی بیا خپلو سینو او خلفي حصي ته اوسپنیزه زغره ور واغوستله د دي پر ځاي چي پوښتنه تري وشي د خارج په سفر ونازول شوه .
زرغه واله میرمن
د کابل په شمول دهیواد په لویو ولایاتو کښي ډیر داسی ځایونه شته چي په رڼا ورځ انجونی او ځوانان بد اخلاقی ته پکښي هڅول کیږي دومره نر شته چي د ولي ؟ پوښتنه تري وکړي .
د جهادي او ملیشه قوماندانانو د هلکانو د نڅولو ویدیوګاني خو دي په خپلو سترګو ولیدې .
 دهلیکانو نڅول
سترګي یی له اوښکو را ډکی شوي ول
عجب صبری خدا دارد
اګر من جای اوبودم
هما یک لحظه اول
که اول ظلم را می دیدم از مخلوق بی وجدان
جهان را با همه زیبا یی وزیشتی
بر روی یک دیګر ویرانه میکردم
مال دا شعر ایراني سندر غاړی عبدالستار ډیر په خوند ويلي
ول هو د هغه آواز مي ډیر خوښیږي.
ابرانی سندرغاړی ستار
مال ګوره په خپلو ښیرا وو کښي دا نور د د یموکراسی سر سپارل سپاهیان له یاده مه باسه .
ول هغه بیا څوک دي ؟
مال دا لاندي کسان دي نو:
کرزی، شیرزی ، سیاف ، کشاف ، اسماعیل، دوستم، ربانی، دشمال نور لنډه غر، او پیر
یو دم یی هل کړل سترګي یی چپه او را سته کړي ول پیر ته مي په دواړو لاسو سلام دی خدایه په نیکي را ورسوي .
مال پریږده یاره له سیاسته را وو زه تر اوسه دي نږور ته د تي ورکول ګټی نه دي ویلي ؟
ول یا په خدای زه خو ړوند چرګ یم او هغي په کوم ترکي سریال کښي اوریدلي چي که مور ماشوم ته تی ورکړي بیا یی د اندام تناسب خرابیږي .
مال ګوره ډاکټران صایبان وايی چي ماشوم ته د مور شیدي ورکول هم ماشوم ته ګټور دي او هم یی مورته .
د مور د شیدو په واسطه ماشوم د مختلفو امراضو په مقابل کښي و قایه کيږي او له مرګونی ناروغیو څخه یی ساتي همدا راز د مور لپاره هم دا ګټي لري چي کله یوه مور خپل ماشوم ته شیدي ورکوي هغه مور هیڅکله د تي په سرطان نه اخته کیږي همدا راز ماشوم ته د تی ورکول د مور رحم بیرته خپل عادی حالت ته را ګرځوي تر څو په میاشتني عادت کښی له زیاتی خونریزی مخنیوی وشي.
اوبل داچي په قرآنکریم کې لوی خدای جل جلاله میندو ته امر کوي چي خپلو اولادونو ته پوره دوه کاله شیدي ورکړي لوی خدای جل جلاله په دي اړه فرمایی :
والْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّا آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُوا اللَّـهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٢٣٣﴾
او میندې دې خپل اولاد ته پوره دوه كاله تى وركوي، (دا حكم) د هغه چا لپاره دى چې د تي وركولو موده پوره كول غواړي او د چا لپاره چې بچى دى په هغه باندې د دغو (ښځو) نفقه ده او د دوى جامه ده په ښې طریقې سره، هیڅوك هم مكلف كولى نشي مګر د هغه د وَس سره سم۔، ضرر دې ونه رسول شي مور ته د هغې د بچي په وجه، او نه د بچې پلار ته د هغه د بچي په وجه ۔ او په وارث باندې د دې په مثل لازم دي۔، پس كه دواړه د خپل منځي رضامندۍ او مشورې سره له تي نه د پرېكولو اراده وكړي، نو په دې دواړه باندې هېڅ ګناه نشته۔ او كه تاسو خپل اولاد ته مُرضِعه (دائیه) نیول غواړئ بیا (هم) پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته، كله چې هغه (مال) سپارئ چې تاسو يې وركول غواړئ، په ښې طریقې سره، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله هغه څه لره ښه لېدونكى دى چې تاسو يې كوئ.

سترګي یی رډي رډي ونیولې ول مامور صاب پوه نشوم چي ته ملا یی ډاکتر یی اوکه مامور؟
دا خبري دي چیرته زده کړي ؟
مال په کتابو کښی
ول بیشکه کتابونه دریابونه دي .
نن چي راغی خوله یی له خندا نه سره ورتله ول نږور ته مي د تي ورکولو ګټی بیان کړي ډیره متاثره شوه ول نور پوډري شیدي مه اخله زه خپله ماشوم ته خپلي شیدي ورکوم .

هیچ نظری موجود نیست: