۱۳۹۵ آبان ۲۸, جمعه

استخباراتی شبکو شیطان شرمولی - اشپز سره بانډار


لیکوال: امید فردا
وېل ایراني اخوندانو خو بیا دنیا ولړله
ماوېل په څه ؟
وېل په لوڅو عکسونو.
ماوېل حجت الاسلام جعفر شجوني یادوې؟
وېل هوهو هغه یادوم
ماوېل تا چیرته ولیدل ؟
وېل تلویزونونه پرې ډک دي .
ماوېل اخوندان خو څه ملایکي نه دي چي ګناه به نه کوي ؟ او نه هم له نورو انسانانو سره توپیر لري ؟
وېل پریږده یاره دا ته څه وایی (مګر اخوندان له نور انسانانو سره توپیر نه لري؟) اخوندان ځانونه د پیغمبر وارثین ګڼي او تر نورانسانانو ځانونه خدای ته نیږدې او سپېڅلي ګڼي ته وګوره د ایران سیدعلی ته د امام زما ن د حکومت دعوه یی په لاره اچولی، بل لوري بیا ابوبکر بغدادي ته وګوره چی د اسلامی خلافت تر تور بیرغ لاندي یی په نیمه نړۍ خلک نا ارامه کړی شیخ هیبت الله اخندزاده .... ژرمي خبره په خوله کښي ور وچه کړه ماوېل بس بس اشپزه نورې دي خبري د اوریدو نه دي
زمونږ دواړو په ځوږ د دفتر مدیر را خبر شو چیغه یې کړه وېل داڅه حال دی ؟ دا رسمی شعبه ده که د ګل اغا شیرزی قیمار خانه؟ اخر لږ خو د اداری دیسیپلین مراعات کوئ.
اشپز په ورو ځان و کیښ وېل ځم چي د غرمي لپاره د دیګ غمه وخورم .
د غرمي له ډوډي وروسته بیا را په څنګ شو وېل مامور صاب د ایرانی اخوند کیسې ته مي ډیره تلوسه شوه .
زمونږ اشپز هم لیږ لیږ د شجوني په ناروغۍ اخته دی .
ماوېل غوږ ونیسه خو دخبرو منځ کښی به نه را لویږې،، وېل سمه ده .
ماوېل د شجونی اصلی نوم جعفر وو له نن نه ۸۴ کاله وړاندی په ۱۳۱۱ کال کښي دنیا ته راغلی وو کله چي په ایران کښی د رضا شاه پهلوي حکومت وو یو شمیر اخوندانو د شاه په وړاندي سیاسی مبارزه پیل کړه او د “فدایان اسلام” تر نامه لاندي یی یو ګوند جوړ کړی وو چې شجونی اخوند یې هم عضویت در لود .



دشجونی د وینا له مخې هغه د سیاسی فعالیتونو په جرم د شاه دحکومت له لوری بندي شوی او ځورول شوی هم دی .
خو کله چي په ایران کښی د ایات الله خمینی په مشرۍ انقلاب را منځته شو او د شاه حکومت یی دتل لپاره نسکور کړ شجونی ته یې د ایران په کرج ښار کښی د شمس پهلوي مانۍ مسولیت ور وسپاره.

شمس پهلوي چي اصلی نوم یی خدیجه وه د رضا شاه پهلوي لور اود محمد رضا پهلوي خور وه رضا شاه پهلوي زمونږ د امیر امان الله خان اود ترکیې دسیکولر مشر کمال اتاترک هم دوره وو .د شمس پهلوي ماڼۍ په ۱۳۴۵ کال کښي په ۱۱۱ هکتاره ځکمه کښی د۲۵۰۰ مترو زیر بناوو په در لودلو سره د یو مشهور امریکایی معمار او لیکوال فرانک لوید رات له لوري طراحي شوې وه .
د هغه مهال یو شمیر ایرانی رسنیو داسی عکسونه هم خپاره کړل چي ګواکي لدې ماڼۍ څخه شجونی تاریخي اثار لوټ او پلورلي دي خو شجونی دا تهمتونه رد ول او وېل یې چی کله زه امام خیمی د ماڼۍ تسلمیدو ته ور ولیږلم نو د ماڼی ټول وسایل او تاریخي اثار او د شمس پهلوي زېورات او قیمتي ګاڼی وار له مخې غلا شوي وو یوازی څو داني ګل دانونه او د کارګرانو لباس پاته وو .
له هغه وروسته شجونی د ایران په کرج ښار کښی د اسلامی شورا د لمړي دوري غړیتوب هم تر لاسه کړ ،، همدا راز یی په تهران کښي د واعظانو د ټولني مشري هم په لاس کې واخسته .
بالاخره د۱۳۹۵کال د چنګاښ په پنځلمسه یی د تل لپاره د ژوند دوسیه وتړل شوه او وفات شو .
په دي وخت کښي اشپز په ځیره راته کتل وېل ما د عکسونو په اړه مالومات در څخه وغوښتل تاسو په شجرو سر شوی .
ماوېل ته مي لږ تر داد پورې پریږده د عکسونو موضوع ته هم را ځم
وېل ښا د عکسونو کیسه څنګه وه ؟
ماوېل د ده مرحوم له مړینی یوه اونۍ وروسته یو شمیر تلویزیونو ده ته منسوب هغه عکسونه چي په هغو کښي دی له یوي میرمني سره په په اخلاقی فساد لګیا وو خپاره کړل د دي عکسونو په اړه ښاغلی شجوني په خپل ژوند کښی له یوې تلویزوني شبکې سره د مرکی په ترڅ د ان شاالله په ویلو سره دا عکسونه جعلي او د ایی د شاهی حکومت د استخباراتي اداری( ساواک) دسیسه وبلل .
بل لوري ته د شاهی نظام داستخباراتو (ساواک) رییس پرویز ثابتی له یادو تورونو څخه د (دردامگه حادثه ) په کتاب کښي داسي پرده پورته کوي “ساواک وپتیله چې د شاهي نظام د مخالفینو د فعالیت د مخنیوي په موخه د هغوي د بدنامولو دسیسه په کار واچوي هغه داسی چي یوې میرمنې ته مو دنده وسپارله تر څو د شجونی په ګډون ۵ تنه نور یاغی اخوندان د خپل دام په لومو کښي را ګیر او له هغوي سره د جنسي اړیکو مستند انخورونه تیار کړي، هماغه وو چي دې میرمنی د ده په اصطلاح خپل همت په کار واچاوو او د یوې شرعي خو پاروونکې پوښتنې په پلمه یی شجوني او پنڅوتنو نورو اخوندانو ته ځان نژدي کړ،، پوښتنه داسې وه چې که د یوي ځواني میرمنې خاوند دری څلور میاشتي په سفرتللی وي او د خپلی میرمنی جنسی غوښتنو ته په خپل وخت ځواب ور نکړي نو شرعا یی حل لاره څه ده ؟
دغې میرمني څو څو واري د همدا ډول پوښتنو په پلمه له دوي سره اړیکي جوړي کړې وې چي بالاخره وتوانیده چي یاغی اخوندان د خپل مکر په لومو کښي را ګیر او په خپل کور کښي د نامشروع اړیکو انځور ورڅخه ثبت کړي “
ثابتي وړاندې لیکي “مونږ دا موضوع له محمد رضا شاه سره شریکه کړه هغه وویل چې دې کارته ادامه ورکړئ تر څو له دا ډول انځورونو څخه په خپل وخت ګټه واخیستل شي “
د دي کیسی په اوریدو سره اشپز پړ مخي په ځمکه څملاست وېل خدایه توبه،، استخبارتي شبکو خو شیطانان شرمولي .
مال هو زنا ډیر بد عمل دی د دي ترڅنګ چي د انسان حیثیت داغداره کوي د ډیرو بدو ناروغیو د را منځته کیدو سبب هم ګرزي چي  د هغو له ډلي څخه د ایډز مشهوره ناروغۍ او یو شمیر نوري پوستي ناروغۍ شاملي دي .
خدای جل حلاله د زنا د قباحت په اړه داسی فرمایی: وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَىٰ ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا  
ژباړه : او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده

ماوېل بله واوره !
وېل هغه څنګه ؟
ماوېل د خمینی له انقلاب وروسته یو شمیر مخالفینو د اخوندي نظام په خلاف سیاسی
فعالیتونه پیل کړل په دغو سیاسی فعالینو کې یوه میرمن وه چي زیبا ناوک نومیږي او اوس هم ژوندۍ ده او د ایران له کمونست ګوند سره یی تړاوو درلود هغه وایي چی “مابه د طلا فروشي له بازاره طلاوي غلا کولي بیا به مي ګوند ته ورکولې تر څو د ګوند غړي خپل ماليستونزې پري حل کړي تر ټولو بده یی لا دا چې وېل د ګوند یو غړي ته به مي د اخوند لباس ور واغوست وروسته به مي ویدیو یی کامره نصبه کړه جنسی اړیکي به می ورسره ونیولي بیا به می هغه ویدیو د اخوندانو د بدنامولو په موخه د خلکو په منځ کښي خپروله .”
وېل لعنت په دا ډول ښخو په رښتیا چي ښځی هم د شیطان دامونه دي
ماوېل پریږده یاره د استثنی توری خو ورسره یادوه .
وېل زه دیته حیران یم چي ایراني اخوندانو دا سر کشه ایرانیان ډیر ژر مهار کړل خو طالبانو چی یو مذهبی حکومت را منځته کړي وو او دخلکو هم خوښ وو اوس یی هم افغانان په نیکي یاد وي ولې و نکړاي شول چي د خپل نظام ستنې ټینګې کړي ؟
ماوېل هو داخبره دی منم زما په نظرعلت یی دا کیدای شي چي طالبان په اقتصادي لحاظ ډیر کمزوري وو هغه عواید چي دوي له داخلی منابعو تر لاسه کول هغه یی بیرته د شر او فساد له ټلوالې سره په جګړو کښی مصرفول اضافه پیسي ورسره نه وي چي دوي یی د بیوزله افغانانو ته چي هم بهرنۍ جګړي ځپلي وو او هم داخلي جګړو د کار زمینه مساعده کړي ،، بل داچي طالبانو ته یوازي د افغانستان ګنډوالي ور په برخه شوي کله چي طالبان واک ته ورسیدل نو د افغانستان ټولي زیربناوي له منځه تللي وې .
خو ددې برعکس کله چي خمینی په ایران کې واک ته ورسید د ایران هرڅه په خپل ځای وو تولیدی تجارتي او زراعتي ماشین یی د پخوا په شان فعال وو او همدا راز ایران د نفتو کافي زیرمې لري خو افغانستان په وچه کې حصار هېواد او په اقتصادي لحاظ له پښو لوېدلی هېواد دی.
وېل مونږ نو څه بلا وهلی یو چي په ملا پټکی نه اچوو تمامه ورځ د سوال کچکول دهر خرس او خوګ په دروازه کښی ګر زوو .
مال هغه دي نه دي اوریدلي چي وایی :ما شیر هستیم شیر، شیر هر چند پیر و نحیف شود باز هم شیر است د زمری وظیفه دا ده چي د ځنګل په حیواناتو حکومت وکړي .
یوه لحظه په چرتونو کښي ډوب او په ورو راڅخه روان شو وېل ځم له ایران څخه مي زوی یو څو تومانو نه را لیږلي چي د کور څښتن ته یې په کرایه کښي ورکړم.
عمرجان پري راغږ کړل ول ځان ساته اشپزه چې له لاسه دې ډوډی خورو،،، دلته هم چې نن د جهادي او غیر جهادي څېرو توپیر ورک دی د خاد د هغو دېرش زرو ښځینه کارکوونکو د صابون زور دی چې د کابل له فتحې وروسته یې زمونږ په پخوانیو مجاهدینو باندې وهلی!!
اشپز ورته په غوصه شو ول دا ته څه وایی یاره .
عمر جان زمونږ د شعبي نوي همکار دی .

هیچ نظری موجود نیست: