۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

افغان سیاست پوه حاجی سید داوود:سولې ته د طالبانو د تحریک کېنول د پاکستان له وسې پوره نه دی


ګرانو لوستونکو
د افغانستان دروانو حالاتو او پیچلی سیاست په اړه ژمن ویب پاڼی له وتلی سیاست پوه  دسیمه یزو چارو له شنونکی او د افغان نشراتی مرکز له ریس  ښاغلی حاجی سید داوود سره دهیواد د روانو حالاتو په باب مرکه کړی چی مونږ یی به پوره امانت داری او بی له کومی لاس وهنی له ژمن ویب سایت څخه په مننه را اخلو اوله  تاسو سره یی شریکه وو هیله ده چی تر پایه یی ولولی او دهیواد د روانو کړکیچونو په باب  خپل مالومات  لا بډایه کړی مننه
دحقیقت نیوز-ګزارش نامه ازاد
اداره


حاجی سیدداوود:- له ټولو د مخه تاسو ته او ستاسو درنو لوستونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم، زما په اند باندې له بده مرغه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته افغانستان یو ځل بیا د نړیوال کشمکش سره مخ شو، نړیواله ټولنه سره له خپل ټول نظامی ځواکه افغانستان ته راغله او ځینو نورو کورنیو او سیمه ییزو  ډلګیو هم زور واخست، له نړیوالو ټولنې سره په خوا کې اکثره چې ځانونه یې ملی ګرایان بلل د کرزی صیب په خوا کې ودرېدل، نو د سپټمبر له پېښې وروسته درې قوی ډلې په افغانستان کې په جنګ بوختې شوې، چې د کرزی ډله یا تکنوکراتان ، طالبان او نړیواله ټولنه.
روانو حالاتو په کتو سره د افغانستان اوسنی وضعیت څنګه ارزوئ؟
همدارنګه له دغې پېښې وروسته یو کم پنځوس هېوادونه افغانستان ته راغلل او د احصائیو له مخې تریلیون ډالره یې مصرف کړل، خو د دغو ټولو کارونو پایله هغه وه چې خپله کرزی صیب ورته اشاره وکړه، نوموړی څه موده وړاندې وویل چې افغانان دې نور له امریکا او پاکستان سره په هر څه کې له احتیاطه کار واخلی. یعنې دوی چې کومې ډلګۍ په دننه حکومت کې جوړې کړې وې هغوی یې هم په خپلو منځو کې سره واچول، تاسو وګورئ چې د حمل د شپاړلسمې د ولسمشرۍ ټاکنې یې څومره بحرانی کړې، تر دې چې د ملی وحدت حکومت په نامه یې افغانانو ته یو سردردی جوړ کړ،  د دغو دواړو ټیمونو اعتبار یې په ولس کې هېڅ کړ، دوی چې خلکو ته کومې وعدې ورکړې وې یوه یې هم لا تر اوسه پوره کړې نه ده، په داسې حال کې له شپږو میاشتو زیاته موده یې تېرېږی،  یعنې دغه حکومت هم د دیارلس- څوارلس کالو د بدمرغیو یوه زېږنده ده، د دوی هغه شعار چې په افغانستان کې دموکراسی، د بشر حقوق او همدارنګه د بیان ازادی ته کار کوی، په حقیقت کې هر څه دروغ راوختل، یعنې دوی لوټه ایښې پرې تېر شوی وو، ښه بېلګه یې دا ځل د ولسمشرۍ له ټاکنو معلومېدله.
اوس فعلاً چاره هم نشته، په لومړیو کلونو کې افغان حکومت او امریکا فکر کاوه چې سوله به د جنګ له لارې راولو، د وهلو، ټکولو او ځورولو له لارې به یې راولو، اما متاسفانه دوی په دې کار کې ناکامه شول، خو کله چې دغو حالات د ملی وحدت حکومت په نامه یو حکومت جوړ کړ، یعنې نړیواله ټولنه په راس امریکا، جان کیری کله چې د دغو دواړو ټیمونو د مشرانو تر منځ توافق لاسلیک کړ، د امریکا غټ هدف دا و چې دوی له افغانانو څخه نور ډارېدل، یعنې دوی ویل چې هغه کرزی چې د کویټې له کوڅو مو راوست اروزګان ته او  بیا کابل ته. هغه نن موږ پسې اوچتېږی او زموږ مخالفت کوی، نو هغه کس چې پینځه میلیونه رایې یوسی او هغه په افغان ولس کې محبوبیت پیدا کړی، هغه به چېرته بیا زموږ خبره ومنی، نو بهتره خبره دا ده چې د یوه تن څخه دوه او درې کسان ښه دی او دا دی د ملی وحدت د حکومت په نامه یې یو دوه سری حکومت جوړ کړ.

همدارنګه کرزی ځان ته اجنډا درلوده، نوموړی غوښتل چې تر ۲۰۲۴ یا تر ۲۰۱۷ پورې په واک کې پاتې شی،  خو هغه هم ونه شول، بیا یې هڅه وکړه چې خپل ورور رامخ ته کړی، خو هغه هم ونه شو، بیا یې هڅه وکړه چې زلمی رسول رامخ ته کړی خو هغه هم ونه شو، خو کرزی هم د خپلو شخصی غوښتنو له پاره بدمرغیو ته لمن ووهله او بالاخره دغسې یوه اداره رامنځته شوه، فعلاً دغه اداره چې دوه کسان یې په رأس کې دی، دوی باید اوس په خپل منځ کې سره تفاهم ولری، بهرنۍ او کورنۍ کړنلارې ته ښه متوجه شی، ستونزې خو دا ۳۶ کاله کېږی چې د افغانانو په سرونوپرتې دی، خوخلک نور ستړی دی، دوی جنګ نه غواړی، ژوند کول غواړی، سوله غواړی او اصلی خبره هم دا ده چې دغه دواړه مشران به څنګه وکولای شی چې نور جنګ ته  د پای ټکی کېږی او له مقابل لوری سره تفاهم ته ورسېږی؟
د کرزی د حکومت په وخت کې د پاکستان او افغانستان سیاسی وضعیت خورا ډېر ترینګلی و، د نوی حکومت په جوړېدو سره، د دغو حکومت مشرانو پاکستان ته څه امتیازات ورکړل، چې پاکستان خپلې بهرنۍ پالیسی ته د افغانستان په مقابل کې تغییر وکړ؟
حاجی صاحب سیدداوود:- زما د معلومات له مخې، لومړی باید دا درته ووایم چې  د بن په غونډه کې استاد سیرت رایې ډېرې وړې وې، خلیلزاد لاړ او سیرت ته یې وویل چې پاکستان تا نه منی او کرزی منی او همدارنګه مشرف موږ  ته ویلی دی چې کرزی منو خو سیرت نه منو، دغه خبره خپله خلیلزاد او استاد سیرت هم ما ته کړې ده، له هغه وخته تر ۲۰۱۱ کاله پورې د کرزی صیب روابط له پاکستان سره ډېر حسنه و، مثلاً په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان پر ګوشتې یرغل وکړ، ټولو خلکو په ننګرهار کې غږونه جګ کړل خو کرزی صیب پرې غوږونه ګاڼه کړل، متاسفانه د ۲۰۱۱ تر پایه پورې هر څه چې پاکستان ویل کرزی صیب یې په مقابل کې سخت دریځ نه نیوه، له ۲۰۱۱ کال د اسامه بن لادن له وژلو وروسته کله چې پاکستان له امریکایانو سره بیا روابط ښه ټینګ کړل، نو بیا د کرزی او پاکستان تر منځ وضعیت ترینګلی شو او دغه وضعیت تر نوی حکومت پورې دوام وکړ.
زه فکر کوم چې یو څه مشکلات او ستونزې اوس خپله په پاکستان کې هم موجودی دی او ډېری پاکستانیان لکه د افغانانو غوندې په دې اند دی چې تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رانشی په پاکستان کې امن نه شی ټینګېدای، بله خبره دا ده چې نواز شریف هم په ډېر کش او فش کې خلکو ته وعدې ورکړې وې، خو دا دی د هغه د واک له مودې هم دوه کاله تېرېږی، هېڅ وعده یې عملی شوې نه ده، او د پاکستان حالاتو ته په کتو او د ځینو پاکستانی شنونکو او سیاسی چارواکو په اند د پاکستان بهرنۍ پالیسی دې د افغانستان په مقابل کې تغییر ومومی او له ټولو نه مهمه خبره داده، کله چې په دې اخرو وختو کې د کرزی صیب اړیکې له پاکستان سره ډېرې خرابې شوې، نو پاکستان کې داسې اوازې شوې چې دا غلطی زموږ ده، په دې چې موږ په زوره افغانستان له لاسه ورکړ او هندوستان ته مو په غېږ کې واچوه، خو کله چې نوې اداره د ملی وحدت د حکومت په نامه رامنځته شوه، نو داسې هم نه ده چې دا اړیکې دې یو دم ښې شوی وی او یا دې د کوم امتیاز خبره شوی وی، خو دومره ده چې د هر چا د خپل مجبوریت خبره ده، مثلاً د پاکستان هغه مجبوریت و چې ما تاسو ته وویل، د پاکستان په کراچۍ، راولپنډۍ، وزیرستانونو او  پېښور ښار کې وضعیت ډېر خراب دی او دغه وضعیت د پاکستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه کړې، څوارلس کاله وړاندې پاکستان او هندوستان موازی روان وو، خو اوس هندوستان څلورم نړیوال ځواک دی او پاکستان حتی برق نه لری، لکه د افغانستان غوندې مخ په ښکته روان دی، نو دا یو غټ مجبوریت دی چې پاکستان یې دې ته اړ کړی چې نور په اخلاص او صداقت سره د افغانستان په مقابل کې ګامونه پورته کړی.
پر دې سربیره یوه بله مهمه او اساسی مساله د امریکا ده، امریکا په ډېر غرور په خپل ټول نظامی قوت سره افغانستان ته راغله، دوی ویل چې موږ به دغه خړه کی افغان وتړو، وبه یې ځپو، دا به وکړو، هغه به وکړو، چې هر څومره یې عسکر زیاتول، همغومره ورسره جنګ قوت مونده، کله چې اوباما واکمن شو، نو د عسکرو د کمولو خبره یې وکړه، چې دا دی اوس یې د لس- دوولسو زرو عسکرو د پرېښودو خبره هم وکړه، اوس اصولاً که دلته ډز کېږی نو ملامته امریکا ده، که امریکا شتون ولری او نه. پدې چې دلته د سپټمبر له پېښې وړاندې ۸۰-۹۰ فیصده امن و، امریکا راغله خلک یې جنګ ته مجبور کړل، امریکا راغله یوه اداره یې ړنګه کړه، امریکا پر طالبانو تور پورې کړ چې تا القاعده ته  پناه ورکړې، خو متاسفانه چې اسناد او ثبوتونه یې په بل ځای کې ووتل، نو په امریکا کې هم ځینې سیاسی چارواکی پر دغه خبره قناعت کوی او پر دې ښه پوهېږی، خوشبختانه هغوی په دې اند دی چې دا د امریکا یو ستر تیری و، دا یوه ناروا وه، خو اوس د عراق وضعیت ته  په کتو سره امریکا هم غواړی چې په هر قیمت وی باید په افغانستان کې سوله راشی.
نو له پاکستان سره تر اوسه کومه معامله نه ده شوې او معامله هغه وخت کېږی چې کله یوې نتیجې ته سره ورسیږی، یعنې اوس خبره ټوله د پوهاوی ده، چې ته وایې زه یې کومه، زه وایم زه یې مرسته کومه، نو اوس خبره په دغه معیار کې ده، خو کله چې دغه پروسه لږ څه نوره هم روښانه شی بیا به خپله اصلی خبره معلومه شی چې هدف څه و او غوښتنه څه شوې ده؟خو اوس سولې ته ډېره اړتیا لیدل کېږی، امریکا او نړیواله ټولنه اوس خپلو ولسونو ته بې ځوابه ده، دوی ترې پوښتی چې تاسو لاړئ ۱۴ کاله مو په افغانستان کې جنګ وکړ، مصرفونه مو وکړل، تلفات مو ورکړل، نتیجه یې څه وه؟ او څه مو لاس ته راوړل؟
همدارنګه پاکستان هم فکر کوی چې دا ۳۶ کاله په افغانستان کې لاسوهنې کوو، نتیجه یې څه شوه او ولې؟
بلخوا افغانان هم وایی چې موږ ولې د دغه جنګ خاشاک یو، پر موږ دا جنګ تپل شوی، موږ جنګ نه غواړو، موږ ژوند کول غواړو. نو اوس درې واړه طرفونه دې نتیجې ته سره رسیدلی چې خپل منځی تفاهم ته سره لاره هواره کړی، مقابل لوری هم نور له جنګ نه ستړی دی، هغوی هم جنګ نه غواړی، د هغوی منطق هم دا دی چې دا جنګ پر موږ تپل شوی دی، موږ خو چېرته جنګ پسې نه یو تللی، موږ خو چېرته خپل کسان نه دی لېږلی، خو دوی موږ  پسې دلته راغلل، زموږ اداره او نظام یې را ړنګ کړ. همدارنګه دغه لوری له پاکستان نه هم ښه زړه نه لری، هلته هم پاکستانی چارواکو د دوی پر سرونو معاملې کړی دی، نیول شوی دی، وهل شوی، ځپل شوی دی او همدارنګه تورن او تحقیر شوی دی، نو طبیعی خبره ده چې دغه لوری به هم شاید شرایط ولری خو دوی داسې وایی چې دا جنګ پر موږ تپل شوی دی. نو دا هغه لوی لوری دی چې د سولې په اړه سره نږدې شوی دی، هغه نور لوری، ایران، روسیه، ترکیه، امارات، سعودی عربستان خو به پرېږدو چې بیا مو بحث اوږدېږی.
 آیا پاکستان کولای شی چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوی؟
حاجی صاحب سیدداوود:- ما شل کاله په پاکستان کې تېر کړی دی، تر کومه حده چې زه پاکستان پیژنم او تنظیمی مشران هم پېژنم، زما په اند پاکستان به د طالبانو په منځ کې یوه ډله خلک پیدا کړی او هغوی به مذاکراتو ته وهڅوی چې کېنئ خبرې وکړئ اما که دا پوښتنه داسې وکړو چې آیا پاکستان به دا قدرت ولری چې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو ټول تحریک د سولې خبرو ته کېنوی؟ زه فکر نه کوم او دا کار د پاکستان له وسې پوره نه دی.
تاسو وګورئ معتصم اغا  جان په ترکیه کې لګیا دی، ملا صاحب جلیل اخوند هغه هم لګیا دی او ځینې نور کسان هم لګیا دی. زه به د ژنیف د مذاکراتو خبره تاسو ته وکړمه، د ژنیف په مذاکراتو کې د ګوندونو تر منځ درز پیدا شو، د ځینو ګوندونو مشرانو سخت دریځ درلود، د حزب اسلامی مشر حکمتیار صیب د دریځ له کبله د هغه له ګوند څخه څه کسان بیل شول، لکه انجنیر صاحب عبیدالله، ډاکټر صاحب انور او ځینې نور هغوی د حکمتیار صاحب دریځ نه تائیداوه، کېدای شی طالبان هم همداسې وی او ټول پر یوه خوله نه وی، یو څو کسان پکې شاید د پاکستان خبرو ته غوږ کېږدی، اما که پاکستان دغسې ذمه واری اخلی چې موږ هر څه وایو هغه به طالبان کوی، خو دا خبره غلطه ده او دا هېڅکله هم شونی نه ده.
د افغان حکومت او طالبانو تر منڅ د سولې د خبرو د پیلېدو له پاره د کوم هېواد منځګړتوب اړین بولئ؟
حاجی صاحب سیدداوود:- اوس خو د دې پروسې زیاتره ابتکار چین په لاس کې اخیستی، همدارنګه سعودی عربستان هم ډاکتر صاحب اشرف غنی ته وعده ورکړې، خو زما په اند که طالبان خپله له امریکا سره خپل مشکل حل نه کړی، امریکا له پاکستان سره ښې رڼې خبرې ونه کړی، بیا هم زه دا توان په چین او سعودی عربستان کې نه وینم چې دا مساله دې حل کړی. خو که امریکا په حقیقی ډول راودانګل، ځکه دا مساله د امریکا او طالبانو تر منځ ده، امریکا وه چې د طالبانو اداره او نظام یې ړنګ کړ، په هغه وخت کې پاکستان هم له امریکا سره ودرېده، نو کېدای شی چې طالبان او امریکا یوې نتیجې ته سره ورسېږی او زمینه یو څه نورو مرحلو ته برابره کړی او د ځینو افغان او سیمه ییزه چارواکو هغه اوازې چې وایی دا دی نن دی او سبا دی سوله راولو، زه فکر نه کوم چې د دغو چارواکو په وسه پوره وی، او له دغې سولې به هم د ژنیف مذاکرات جوړ شی چې کلونه کلونه نور وخت به هم واخلی.
 طالبانو د سولې له پاره یو شرط د بهرنیو ځواکونو وتل ایښی، تاسو څه فکر کوئ آیا طالبان به د بهرنیو په شتون کې سولې ته غاړه کېږدئ؟
حاجی صاحب سیدداوود:- دلته د بهرنیو حضور ډول ډول تعبیرېږی، یو خو هغه ۱۵۰۰۰۰ بهرنیان  وو، چې په جنګی تجهیزاتو سنبال و او د جنګ او  جګړې په میدان کې په جنګ بوخت و، د امریکا ولسمشر اوباما خپله اعلان وکړ چې ۲۰۱۴ کال د افغان جګړې د پای کال دی او نور جنګ نه کوو، دغه څه کسان چې د دوی دلته پاتې کېږی دا به د ښوونې او روزنې په برخه کې، د مشورې ورکولو په برخه کې، د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې او همدارنګه د بیارغونې په برخه کې کار کوی.
اوس خبره دا ده چې دغه مساله هم د امریکا او طالبانو تر منځ روښانه کېدای شی، یعنې کله که مذاکرات پیل شی او طالبان او امریکا یو تفاهم ته سره ورسیږی، نو بیا خو موږ د ښوونې او روزنې له پاره ضرورت لرو، د بیارغونې له پاره یو سم ټیم ته ضرورت لرو، د ظرفیتونو د لوړولو  له پاره تکړه کسانو ته ضرورت لرو، د مشورو له پاره کسانو ته ضرورت لرو.
همدارنګه که اوس وګورو د امنیتی ځواکونو مالی ستونزه دا هېواد په خپل ځان نه شی هوارولای او زما په اند طالبان هم دا نه غواړی چې دا پوځ دې بیخې له منځه ولاړ شی، طالبان هم دا نه غواړی چې دا څه چې شوی دی دې ته دې اور واچول شی، بلکې طالبان هم د دې ملک بچیان دی، دا سړکونه چې جوړ شوی دی دا نه غواړی چې دا خراب شی او هر څه دې له صفره شروع کړی. همدارنګه دامریکا بهرنۍ پالیسی هم د طالبانو په مقابل کې تغییر شوې ده، پخوا به امریکا ویل چې سږکال به دا کوو، بل کال به دا کوو، خو اوس ګورو چې خپله اوباما وایی چې نور جنګ بس دی او نور جنګ نه غواړی، خو په دې اړه باید له صداقت او اخلاصه ډک ګامونه  پورته شی.
 څو میاشتې کېږی چې د ناټو جګړه ییز ماموریت هم پای ته ورسېد آیا افغان ملی اردو به د بهرنیو عسکرو په نه شتون کې له طالبانو سره د مقابلې توان ولری؟
حاجی صاحب سیدداوود:- دلته بیا هم تېر تاریخ ته په کتو سره زما تحلیل دا دی چې کله استاد ربانی په ۱۹۹۱ کې لاړه مسکو ته، نو دلته نجیب اعلان وکړ چې  د روسانو د وتو ورځ د افغانستان د نجات ورځ ده، او نور څه یې چې په خوله راغلل روسانو ته یې وویل. روسانو خپلې مرستې پرې ودرولې، که نجیب ته امکانات وای، که پر نجیب خپلو خلکو کودتا نه کوله، آسانه خبره نه وه، زه خپله هم په جنګ کې شامل سړی وم او د هغو صحنو شاهد یم، یعنې ما ته هم د مجاهدینو او هم د حکومت قوت معلوم و،  زه اوس په دې نه غږېږم، خو تاسو ته به معلومه وی چې هغه وخت کې افغان حکومت څومره جنګی تجهیزات لرل؟ څومره پوځ او څومره ملیشې یې درلودې؟ کومو کومو ځایونو کې دوی واک و؟ د کابل کمربند، د جلال اباد کمربند څنګه و؟ د هرات کمربند څنګه و؟ خو دغو ټولو ځایونو ته زه تللی یم او دا مې له نږدې نه لیدلی دی، اما کله چې امکانات پرې قطعه شول، همغه اردو چې په منطقه کې حساب پرې کېده، په خپلو کې سره ونښتل او بالاخره له منځه ولاړه.

هغه اردو خو فکر وکړه چې په ۱۸۷۶ کال کې د امیر شیر علی خان په وخت کې یې تاداو ایښودل شوی و، د هغې اردو تاریخ له سلو کالو زیات و، یعنې د امیر شیر علی خان  دوخت اردو وه او دا اردو خو ډېره ځوانه اردو ده، دا خو زموږ او ستاسو په مخ کې جوړه شوه، په کور دننه او سیمه ییزه ستونزو ته په کتو سره به زما په اند دا اردو د دې توان ونه لری چې له کوم مقابل لوری سره دې جګړهوکړی. خو زما په اند باید دا اردو ښه ورزول شی، امکانات ورته ښه برابر شی او ملاتړ ترې وشی.  تر هغې چې دا د پخوالی مرحلې ته ورسېږی، نو طبیعی خبره ده چې افغانان دا امکانات نه لری، موږ هغه صاحب منصبان چې حربی ښوونځی یې لوستی دی یا لوړې پوځې زده کړې یې کړې وې هغوی یا مړه شوی دی یا تقاعد شوی دی، یا هم له هېواده وتلی دی.
خو بیا هم وایم چې د بهرنیو په نه شتون کې به دا اردو د هېڅ مقابل لوری د جګړې توان ونه لری، ځکه د تېر کال له تلفاتو څخه څرګنده شوه چې څومره تلفات ملی اردو ورکړل، خو زه ډېر خواشینی په دې یم چې دواړو لورو ته افغانان مری، د دواړو لورو خلک د دې هېواد بچیان دی، که هاخوا مری هم افغان دی او که دې خوا مری هم افغان دی. که د طالبانو یو وړوکی ګروپ هم وی ملی اردو ته څه کوې چې ټول حکومت ته یو سردردی جوړولای شی.
 روانو بحرانونو ته په کتو سره به دغه نوی حکومت خپله دوره پوره کړای شی؟
حاجی صاحب سیدداوود:- بدبختانه بدبختانه بیا هم درته وایم چې دا دواړه کسان لکه دا تېرو تجربو او دا تېر تاریخ ته په کتو، همېشه د افغانستان په داخل کې ستونزې پیدا کېږی، داود خان په ظاهر شاه باندې کودتاه وکړه، تره کی جګ شو پرچمیان یې وشړل، بیا امین جګ شو تره کی یې مړه کړ، بیا پرچمیانو روسان له خلقیانو پسې راوستل، بیا دا نور پرچمی جنرالان جګ شول نجیب یې چپه کړ،  همدارنګه د ګوندونو خبره هم همداسې وه، خو زه پرې دې نه غږېږم چې بحث مو اوږدیږی، خو دومره درته ویلی شم چې کله د استاد ربانی به وخت کې دوی کابل تخلیه کاوه، ما د دوی له  ډېر یوه غټ سړی څخه پوښتنه وکړه، چې ولې تاسو طالبانو ته کابل پرېښود؟ ویل یې چې زموږ په صفوفو کې ډېرې ستونزې وې، د یوه سړی نوم یې واخیسته اوس مړ دی، ویل یې هغه خپلې ډلې سره تللی، حزب اسلامی چې له موږ سره یو ځای شوی و له هغوى څخه هم موږ ډارېدو، مخکې له دې نه چې طالبان له موږ سره دلته په جنګ شی داسې امکانات و چې زموږ  یو ډله دوه ډلې به طالبانو سره یو ځای کېږی، نو موږ مجبور شو چې عقب نشینی مو وکړه.
اوس راځمه ستاسو پوښتنې ته، ښه خبره دا وه چې د نوی حکومت مشرانو باید کورنیو ستونزو ته توجه کړې وه، ولسوال د کرزی صیب دی، څارنوال د کرزی صیب دی، قاضی د کرزی صیب دی، د سترې محکمې مشر، والیان، وزیران او همدارنګه رئیسان ټول د کرزی صیب خلک دی، دوی پر دې شپږو میاشتو کې د کابینې په جوړو سره یوه خوله نه شول، که حالات همداسې دوام وکړی فکر نه کوم چې دوی دې دغه دوره پوره کړای شی.
همدارنګه اوس هغه پخوانی امکانات هم نشته، هغه کسان چې امریکا په دې ۱۴ کالو کې د هغوی جیبونه ډک کړل، هغه کسان چې څلوارلس کاله وړاندې به دې پرې زړه درد کاوه، خو اوس د میلیونونو میلیونونو ډالرو خبرې کوی، دا به ډاکتر اشرف غنی او ډاکتر عبدالله ته ډېره مشکله وی چې دوی دا کسان له قدرت څخه وغورځوی. یا دا چې امریکا به د همدغو خلکو بانکی اکونټونه قفل کوی او بله خبره دا ده چې د نوی حکومت مشران هم دوی ته حوصله نه کوی، خو زما په اند اوس هم د زیاتو کارونو ریموټ د کرزی صیب په لاس کې دی او پر دې ټول افغان ښه پوهېږی، خو بدبختانه چې دغه دواړه مشران لا تر اوسه په کور دننه ستونزې نه دی حل کړی او د سولې چیغې یې ټوله دنیا ونیوه، که دوی داسې فکر کوی چې سوله به راشی او طالبان به زموږ په خوا کې ودرېږی، دا آسانه خبره نه ده، خو زه په دې اند یم چې سوله به وخت ونیسی او  په کور دننه به خدای مه کړه ستونزې نورې هم زیاتې شی.
 د افغانستان او سیمې کړکیچن وضعیت ته په کتو سره به داعش په افغانستان کې فعالیت وکړای شی؟
حاجی صاحب سیدداوود:- که موږ ځمکنی واقعیتونو ته په کتو سره خبرې وکړو، افغانستان عراق نه دی، افغانستان سوریه نه ده او طالبان هم پردی خلک نه دی، د دې ملک خلک دی، د دې ملک بچیان دی، دلته پیدا شوی دی دلته یې جهاد کړی دی، لکه دا نور خلک چې دعوې کوې چې موږ جهاد کړی دوی هم مجاهدین دی، دوی هم جهاد کړی، که سړی واقعیت ته وګوری طالبانو له هر چا نه ښه جهاد کړی، لاسونه، پښې او سترګې یې له لاسه ورکړی، کورنۍ یې له منځه وړل شوی دی، نو داعش چې کله په عراق او سوریه کې رامنځته کېږی، بېل شرایط دی، زه نه غواړم چې پر هغې باندې تبصره وکړم، خو دومره درته ویلای شم چې د طالبانو په وړاندې زه فکر نه کوم، چې داعش دې دا ځواک پیدا کړی چې طالبانو سره دې مقابله وکړی، خو د دې وطن تېر تاریخ ته په کتو سره لکه ما چې مخکې هم یادونه وکړه امین جګ شو تره کی یې وواژه، پرچمیانو روسان ورپسې راوستل، دا اوس هم زموږ په کلو او بانډو کې یو تربور چې بل تربور ځپی، هغه ځی له بل سړی نه وسله راوړی، نو داسې کېدای شی چې ځینې خلک که ولسی وی یا طالبان او یا هم ملیشې چې ناراضه شی شاید چې د داعش بیرغ پورته کړی او وایی چې زه داعش ته کار کوم، یعنې افغان زر عقده نیسی، دا کار کېدای شی، اما د طالبانو او داعش تر منځ ډېر زیات فرقونه دی، د طالبانو داعش غوښتنې د افغانستان په اړه او د نړۍ په اړه ډېر تفاوت سره لری، دغو تفاوتونو ته که ځیر شو نو طالب اوس هم یو قوی قوت دی، اما داعش کېدای شی چې یو چا ته څه وسله وکړی او یا یو ډله خلکو ته پیسې ورکړی چې دوی ته کار وکړی، یا مثلاً زه داسې هم درته ویلای شم چې دا اوس یو شمېر خلک د چوکیو په تمه دی، که چېرې دوی ته هم چوکۍ ونه رسېږی شاید دوی هم تور بیرغ پورته کړی، نو د دې تضمین په دې هېواد کې نه شی کېدای.
 که حالات همداسې دوام ومومی نو د افغانستان د ستونزو منطقی حل په څه کې وینئ؟
حاجی صاحب سیدداوود:- دا حل څو بعدونه لری،کورنی، سیمه ییزه، نړیوال، یعنې داسې هم نه ده چې زموږ په کور دننه مشکلات زموږ د هېواد وضعیت خراب کړی دی، څه سیمه ییزه او څه نړیوالې ستونزې هم شته، د ایران له خوا، د پاکستان او سعودی عربستان له خوا، خو هر چا په خپله خوښه څه ناڅه سرمایه ګذاری پر افغانانو کړې ده، حتی د دغې سرمایه ګذاری ۳۶ کاله کېږی، د ثور کودتاه، د داود خان جمهوریت او له هغې را وروسته تر اوسه پورې. خو دا داسې مساله نه ده چې یوه میاشت کې یا په یوه کال کې حل و فصل شی.
د حل لار یې زما په اند په دې کې ده چې لومړی خپل دغه اداره پرته له دې نه چې دوى ډېر حساب پر امریکا، ایران، پاکستان، چین، سعودی او نورو هېوادونو وکړو، را دې شیاو دغه مذاکرات دې افغانی کړی، او وه دې وایی چې راځئ چې له خپلو ناراضه ورونو سره کېنو، راځئ چې عقدې او شخصی اغراض شاته کړو او د هېوادنیو ارزښتونو په اړه سره په ګډه یو ملی فکر وکړو، که موږ قدم په قدم وړاندې لاړ شو او بیا هر چېرته چې مشکل پیدا شی هغه مشکل ته د حل لاره جوړه کړو او داسې فکر  هم ونه کړو چې خپل ټول خلک له یاده وباسو او د سیمې هېوادونو په تمه کېنو چې د سیمې هېوادونه موږ ته ناراضه خلک لاس تړلی او پښې تړلی سپاری زه فکر نه کومه چې دا وړۍ به دوی شړۍ کړی، که د امریکا تېرو ۱۴ کلونو کړنو ته وګورو، دوی څه ونه کړل، که په ظلم او زور سره د افغانستان مساله حل کېدای شوه، خو دوی هغه څه هم دلته وکړل چې انسانیت پرې شرمېږی، که ځپلو سره د افغانستان ستونزه حل کېدای شوه نو د ولسی خلکو بشپړې کورنۍ یې له منځه یوړې، که په وهلو، ټکولو سره د افغانستان ستونزه حل کېدای شوه نو اوس به هر څه ګل و ګلزار و.
خو نه! امریکا د دموکراسۍ د پیاده کولو له پاره ۱۴ کاله د افغان ولس پر سر چپه میچنې وګرځولې، د ۱۴ کلنو نتیجه یې موږ د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال ولېدې، نو زما په اند د افغانستان د حل منطقی لاره په دې کې ده چې موږ افغانان باید په پردیو باندې ډېر حساب ونه کړو، موږ ټول باید ملی ګټو پر وړاندې د ګذشت نه کار واخلو، او خپله له ځان سره حساب وکړو، او دا حساب هم هغه وخت کېداى شی چې صداقت او اخلاص وی، که موږ د کرزی دورې ته وګورو، کرزی به په هغه وخت کې ویل چې وسله وال مخالفین دې موږ ته تسلیم شی، وسلې دې کېږدی، موږ به ورته وزارت ورکړو، ریاست به ورکړو او همداسې نور، خو زما په اند عقیدتی او ملی مسایلو ته دا ډېرې بابیزه خبرې دی چې کرزی صیب به کولې، هغه څوک چې په عقیدتی لحاظ له یوه چا سره ولاړ وی باید له هغه سره عقیدتی دریځ ونیول شی او هغه څوک چې  په ملی دریځ له یوه چا سره ولاړ وی، هغه سره باید په ملی دریځ ستونزې هواری کړاى شی، خو دا ډول خبرې چې نن- سبا یې موږ او تاسو د رسنیو له لارې اورو، چې دا دى افغان حکومت مخالفینو ته وزارتونه ورکوی، دا دى مخالفینو ته ریاستونه او یا هم نورې چوکۍ پیشنهاد شوی دی، دا یو بابیزه پروپاګند دى او هېڅ نتیجه هم نه ورکوی او سوله هم پرې نه راځی.
خو که افغان حکومت په ریښتینی ډول او په پوره صداقت سره د سولې د خبرو د پیلیدو هلې ځلې وکړی او د اقتدار چارواکی له خپل شخصی ګټو تیر شی، نو زه مطمئن یم چې مقابل لورى یې هم ورسره منی، ځکه چې مقابل لورى لکه څرنګه چې ما مخکې وویل هغوى هم له جنګ نه نور ستړی دی، هغوى هم ژوند غواړی، هغوى هم لور لری، خور لری، مور لری، اولاد لری، تر څو پورې به د څمڅو لاندې ژوند کوی، لکه څرنګه چې پر موږ دا خاوره ګرانه ده، له موږ ډېره پر دوى هم دا خاوره ګرانه ده، نو خبره دا ده چې موږ ووایو چې دوى دې راشی او افغان دولت ته دې تسلیم شی، زموږ اوامر دې ومنی، موږ به هغو ته اپراتیفی پیسو ورکړو، موږ به چوکۍ ورکړو، زما په اند دا نو د افغانستان د ستونزو منطقی حل نه دى، ښه او منلې خبره همدا ده چې څوک په رأس د قدرت کې دى یعنې ډاکتر اشرف غنی او ډاکتر عبدالله باید د داوود خان د جمهوری څخه راپدېخوا دغه واقعیتونو په پام کې ونیسی، او له مقابل لوری سره د واقعیتونو په پام کې نیولو سره مفاهمه او مذاکره پیل کړی، که چېرې بیا په دې کې خنډ رامنځته کېږی نو پاکستان، چین، سعودی عربستان، امریکا او ځینې نور هېوادونه هم مرسته کولاى شی او که چېرې د کرزی صیب غوندې دوى هم په امریکا متکی وی او دا وایی چې والله امریکا له موږ پسې تر شا ولاړه ده، اخر هماغه امریکا پسې دى خپله جګ شو او د هغو د کړنو په اړه یې غبرګون وښود، نو زه وایم چې بیا به دغه پروسه همداسې نېمګړې او نیمه خوا پاتې شی.
 په پاى کې د نوی افغان حکومت مشرانو (ډاکتر اشرف غنی او ډاکتر عبدالله) ته څه توصیه لرئ ترڅو افغانستان او افغانان له روانو بحرانونو راوباسی؟
حاجی صاحب سید داود:- زه خپله ډاکتر صاحب اشرف غنی څلویښت کاله کېږی چې پیژنم، د پوهنتون د استادۍ او همدارنګه د جهاد له وخته زه له اشرف غنی سره ډېر نږدې پاتې شوى یم، زه په کابل پوهنتون کې محصل وم، دى نوى راغلى و، په ادبیاتو کې له مجروح صاحب سره مرستیال و، د جهاد په وختو کې به نوموړى کله کله سیمینارو ته راته، ډېر بحثونه مو له نږدې سره کړی دی، خبرې مو سره کړی دی، همدارنګه ډاکتر صاحب عبدالله کله چې پنجشیر ته راغى، نوموړی هلته په یوه کلنیک کې کار کاوه، موږ چې کله د جهاد یو ټیم پنجشیر ته ولاړ، له ډاکتر صاحب سره زموږ اړیکې له ډېر نږدې څخه وې، یعنې دا چې پیژندګلوی مو له ډېر نږدې څخه وه او په دې معنې چې موږ ویل دا سړی له مسعود سره په جبهه کې دى او له مسعود سره کار کوی.
زه په دې نظر یم چې ډاکتر صاحب عبدالله ته هم ډېر واقعیتونه معلوم دی، پدې چې دى له مسعود سره ډېر نږدې پاتې شوى دى او په یوه ګوند کې پاتې شوى دى او دغه ګوند هم مطرح ګوند و، هم په جهاد کې، هم وروسته له جهاده او هم تر دا ننه پورې.
که چېرته ډاکتر صاحب عبدالله دغومره احترام چې خپلو خلکو ته یې لری مقابل لوری ته یې هم ولری او باید ویې لری هم، چاره هم نه لری، نو کېداى شی چې مقابل لورى هم ورسره دا ومنی چې ده ته احترام وکړی او د ډاکتر صاحب اشرف غنی په ارتباط زه دا وایم چې ډاکتر صاحب باید ډېر زیات حساب پر خپلو خلکو وکړی، یعنې که ډاکتر صاحب په ټیم کې اصلاحات رانه وړی، په خپل حکومت کې اصلاحات رانه وړی او مخالفینو سره یو تفاهم ته ونه رسېږی، او یا هم ټول توقعات یې له نړیوالې ټولنې څخه واوسی چې هغوى به له ما سره مرسته وکړی، زه فکر نه کوم چې دا مرسته دې ډېره دوام وکړی، که ډېره مرسته دوى نوره هم وکړی شاید تر دوو کالو پورې وی، دوه کاله وروسته به همدا افغانستان وی او همدا خلک به وی، زما دواړو ته دا وړاندیزونه دی چې لکه څرنګه چې ډاکتر صاحب عبدالله غواړی چې د ده پلویان په قدرت کې پاتې شی او یو ملی او اسلامی حیثیت هم ولری، مقابل لوری ته هم باید احترام وکړی، پرته له دې چې دوى داسې فکر وکړی چې مقابل لورى به دوى ته راشی او دوى ته به تسلیم شی، نو زه فکر کوم چې ډاکتر صاحب عبدالله په دې ښه پوهېږی، د کابل په جنګونو کې دى و، له هغه وروسته هم دى و، په ټولو مسایلو کې دى و او ده ته د هر څه معلومات شته، نو دا مساله په دې نه سره حل کېږی چې ګواکی مقابل لورى دې دوى ته تسلیم شی، زما په اند هغوى هېڅکله هم نه تسلیمیږی او دغسې ډاکتر صاحب اشرف غنی که وایی چې زه باید له بهرنیو خواوو څخه فشارونه زیات کړم، ټول مسایل به راته حل کړی، دا هم امکان نه لری، نو پر ځاى د دې چې دوى باید کورنیو مسایلو ته ډېره توجه کړې وه خو متاسفانه چې دوى دا کار نه دى کړى، یعنې دوى هغه وعدې چې ټاکنو په ورځو کې کولې په شپږو میاشتو کې یوه هم تر سره نه کړاى شوه، دوى حتى لا خپل ټیمونه د کابینې له پاره نه دی جوړ کړی، د سفارتونو  او ولایتونو لپاره یې لا تر اوسه څوک نه دی معرفی کړی، زما په اند دغه کار هم د خلکو په روحیه ډېره بده اغیزه کړې ده او هره ورځ چې تېرېږی د دوى اعتبار نور هم خرابېږی، نو لومړى باید دوى دې خپلو کورنیو ستونزو ته وګوری او دا حل کړی، ځکه ولس دوى ته منتظر دى چې دوى څنګه کسان معرفی کوی. دلته چې هر نوى حکومت راغلى نو ولس په لومړیو ورځو کې د دوى کارونو ته په کتو سره وایی چې دا خلک حکومت کولاى شی که نه؟ اما ستاسو د پوښتنې په اساس زه خپله هم دا قضاوت نه شم کولاى.
خو که چېرته دوى غوره او با استعداده اشخاص وګوماری، چې هغه په ځان مین نه وی، په ګوند مین نه وی، په ژبه، قوم او سمت مین نه وی، نو طبیعی خبره ده، ډېر پرمختګ به راشی او بله خبره د سیمې او نړیوالو سره ده. په دې کې باید دوى ډېر محتاط واوسی، یعنې په دې معنى چې دوى د خپلو خلکو ملاتړ ونه لری نه به په سیمه او نه به هم په نړیواله  سطحه دوى پرمختګ وکړاى شی، نو هر قدم چې اوچتوی باید له ولس سره خبره شریکه کړی او له ولس نه مشوره واخلی، نو په دې سره به افغانستان یو څه ناڅه وژغولاى شی.

حاجی سید داوود سره د مرکې PDF بڼه

هیچ نظری موجود نیست: