۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعه

د ولسی جرګې ناخبره استازی/ ډاکټر عبدالقیوم مومند

د ولسی جرګې ناخبره استازی/ ډاکټر عبدالقیوم مومند



پۀ
خبرونو کې می واوریدل چې پاکستان یوځل بیا د ستراتیژیک تړون د لاسلیک څخه
وروسته کونړ پۀ یوسل او پنځوسو توغندیو ویشتلی دی. د افغانستان نوی حکومت
هم د زاړه حکومت پر څیر غلی ناست دی او د دې تیری او یرغل ننداره کوی. دا
چې حکومت څۀ کولای شی او یا به څۀ وکړی او کۀ نۀ، هغه به پریږدو حکومت او
چارواکو ته. هغه څۀ چې د افسوس او ژړا وړ خبره ده، هغه د ولسی جرګې د هغو
غړو خبرې دی چې د شمشاد ټلویزون لۀ لارې خپرې شوې.


د ولسې جرګې څو استازو وویل چې د
ستراتیژیک تړون او پروتوکول پر اساس د امریکا متحده ولایتونه ژمن دی او
مسئولیت لری چې د افغانستان لۀ خاورې څخه دفاع وکړی. او کۀ دوی دفاع ونکړی
نو دا تړون زموږ لپاره د منلو وړ نۀ دی. د دې ناخبره استازو پۀ څیر به نور
ډیر د ولسی جرګې او مشرانو جرګې استازی، د حکومت او دولت کارکوونکی او عام
خلک هم د فیل پۀ غوږ کې اودۀ وی، لکه دوی چې اودۀ دی او د حال نه خبر نۀ
دی.


پۀ تیرو دوه و کلونو کې ما د
ستراتیژیک تړون پۀ هکله پۀ پښتو او انګریزی ژبو څو لیکنې کړی دی او د
بیلابیلو رسنیو لخوا خپرې شوې دی. همداراز د ۱۳۹۳ لمریز کال د دویمې دورې د
ټاکنو څخه لږه موده وړاندې مې پۀ کابل کې پۀ همدې هکله یو اوږود لکچر هم
ورکړ. پۀ دې ټولو کې د سترتیژیک تړون په هکله هراړخیزه څیړنې شوې دی. لۀ دې
کبله نۀ غواړم هغه ټولې خبرې دلته بیا تکرار کړم، مګر د ولسی جرګې لۀ دې
ناخبره استازو څخه پوښتنه کوم چې د تړون پۀ کومه ماده کې یې لیکلی دی چې د
امریکا متحده ولایتونه د بهرنی یرغل پۀ مقابل د افغانستان څخه د دفاع
ژمنتیا او مسئولیت لری.


همدارز د ولسې جرګې دې استازو وویل
چې کۀ امریکا د پاکستان پۀ مقابل کې زموږ د هیواد څخه دفاع ونکړی نو بیا
تړون زموږ لپاره د منلو وړ نۀ دی. د دوی څخه باید پوښتنه وشی چې کۀ امریکا د
افغانستان د حریم څخه دفاع ونکړی نو نوموړې بیا څۀ کولای شی او څۀ به
وکړی؟ آیا د افغانستان دولت، چې نوموړی یې غړې ده، کولای شی چې امریکا ته
ووایی چې لۀ افغانستان څخه ووځه. ایا نوموړو د تړون د فسخه کیدو شرایط
لوستلی دی؟ دوی، نورو استازو او د افغانستان هغو کسانو ته باید وویل شی چې
هیڅ هم نشئ کولای. نۀ څوک ویستلای شئ، نۀ چا ته ویلای شئ چې ووځئ او نۀ به
څوک ووځی.


لۀ دې کبله چې دا ناخبره استازی لږ
خبر شی د تړون څو ټکی راخلم. د دویمې مادې پۀ لومړی څپرکی کې لیکل شوی دی:
((د امریکا متحده ولایتونو پوځونه پۀ جګړه ایزو نظامی عملیاتو کې برخه نۀ
اخلی.)) د همدې مادې پۀ دریم څپرکې کې لیکل شوی دی: ((دواړه خواوې دا منی
چې د افغانستان دفاعی او امنیتی پوځونه د افغانستان د خلکو او ارضی تمامیت د
ساتنې او دفاع مسئولیت لری.)) وروسته بیا پۀ همدې څپرکی کې لیکل شوی دی:
((د غوښتنې پۀ وخت کې د امریکا متحده ولایتونه به پۀ عاجله توګه دا هوډ او
تکل وکړی چې د افغانستان دفاعی او امنیتی پوځونو سره کوم راز مرسته کولو ته
چمتو دی ترڅو د خطر پۀ مقابل کې ځواب ورکړل شی.)) د تړون د شپږمې مادې پۀ
څلورم څپرکی کې راغلی دی چې: ((کۀ پۀ افغانستان بهرنی یرغل وشی او یا
افغانستان د بهرنی یرغل د تهدید سره مخ شی، دواړه خواوې (د امریکا متحده
ولایتونه او افغانستان) به عاجله مشوره کوی چې صحیح ځواب جوړ او ورکړل شی،
چې د دواړو خواوو د موافقې څخه وروسته پۀ هغې کې سیاسی، دیپلوماتیک، نظامی
او اقتصادی تدابیر شمیرل کیدی شی.)) اوس نو تاسې محترم لوستونکی پخپله فکر
وکړئ چې د دې پورته خبرو مانا به څۀ وی؟ مګر یوه خبره ثابته ده چې د امریکا
متحده ولایتونو د افغانستان د خلکو د دفاع، د افغانستان د ارضی تمامیت د
ساتنې او پۀ افغانستان باندې د یرغل پۀ وخت کې د افغانستان څخه د دفاع او
یرغلګرو ته د نظامی ځواب ورکولو هیڅ ژمنتیا نۀ ده کړې.


الله سبحانه و تعالی دې پۀ دې ملت ورحمیږی.

لوی څښتن(ج) عالم او لارښود دی.

هیچ نظری موجود نیست: