۱۳۹۵ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د شهیدان غوښي ټولي جهادیانو وخوړي / له اشپز سره بانډار


لیکوال: امید فردا
ویل یاره مامور صاب خیر یوسي هغه د د جال کیسه مي بیګاه ټکي په ټکي ښځمنو ته وکړه زړې د زړه له تله ډیر دعاوي درته وکړي .
ماویل پریږده اشپز لالا په اصل کښي ما او تا خپل دین له غاړي واړا و .
ویل څه ؟
ماویل دین .
ویل ښه یوه پوښتنه راسره پیدا شوه .
ماویل هغه څنګه؟
 ویل زړې خپله نږور سینګارتون ته بیولي وه  هلته یی سینګار ګري ته ویل و چي زما وریځي شیطانکي راته جوړي کړه دا شیطانکي موډونه بیا له کومي خوا شول ؟ ماویل یاره داهم لکه د دجال سترګه اوږد داستان لري .ویل ځه خیر دی سر سري مي پوه کړه .


ما ویل زمونږ او ستاسي په شاو خوا کښي ډیري دا سي نښي او سمبولونه لیدل کیږي چي د دجال پرستانو او شیطان پرستانو له لوري په شعوري ډول زمونږ اسلامي ټولني را داخل شوي او زمونږ د ټولني وګړي یی په غیر شعوري ډول استعماله وي د مثال په ډول زمونږ د ملي پولیسو په نښان کښي د سترګي سمبول ځاي پرځاي شوی دا  یو دجالي سمبول دی او شیطان پرستان یی هم کاره وي همداراز د سترګي غاړه کۍ چي تاسي ورته ( مهره چشمک ) وایاست او وړو ماشومانو ته یی د دي لپاره ور په غاړه کوئ چي نظر نشي داهم د دجال سمبول دی او هم شیطان پرستان تري ګټه اخلي یا داچي په سنیګار تونو کښي ښځي خپلي وریځی د وزې د ښکرانو په شکل جوړه وي او شیطانکي سټایل نوم یی ورته غوره کړي داهم د شیطان پرستان سمبول دی  دا ډول سمبولونه هر یو یی ځانته معني او مفهوم لري  .




ویل لعنت پر دي بی وجدانه وجدانونو دا موایلونه او انټرګيټ ډیر خطرناک شیان دي  دا ټول فساد له همدي لاري زمونږ ټولنی ته راغلی .
ماویل پریږده یاره له لعنت ویلودي  بل کار نشته  راځه چي  په لمړي سر کښي شیطان..... وپیژنو شیطان له شطن څخه اخستل شوی معنی یی ده  ( خبیث اوپلید) اوهمدا راز  یی  په ټولو سر کښو او متمردو موجوداتو اطلاق کیږي او هم یی له حق لری په شریرو ارواحو اطلاق کیږي.
یا په بل عبارت د شیطان اطلاق په هر هغه موجود کیدای سی چی منحرف کونکی او سرغړه وونکی وی .
ژر ژریی  اعوذباالله وویله ول خدايه د شیطان له مکره مو وساتی .
ماویل  آمین
ماویل تر  دغه ځایه مو په  لنډو ټکو کښي شیطان وپيژندل اوس به را شو شیطان پرستانو ته شیطان پرستان اوږد  تاریخ لری او د مختلفو عقایدو ډلي لري ځنی یی عقیده لري  چي شیطان خارجی وجود نلری بلکی د هر انسان په وجود او طبیعت  کښی موجود دی .
دا ډله شیطان پرستان یوه عجیبه عقیده دا هم لري وایی: ټول موجودات د انسان  د تناسلي غړی پوره وړي دي دوي داهم وایی هغه کسان چي جنسی اشباع ته نه وي رسیدلي له مرګه وروسته یی ارواح بیرته دنیا ته را ستنیږي ترڅو خپل جنسی غرایز اشباع کړي.
په مجموع کښی دا ډول شیطان پرستان د انسانانو د اخلاقي انحرافاتو په لارو چارو فکر کوي .
ویل تفففففففف لعنت په شیطان نر او ښځي یی ټول را  بی لاري  کړل هسي په ځانو نه پوهیږو .
ماویل غوږ شه بله ډله یی در وپیژنم .
ویل غوږیم
بله ډله شیطان پرستان عقیده لری چي خدای وجود نه لری  هر انسان د خپل ځان خدای دی .
دا ډول شیطان پرستان زمونږ اوستاسی په ښار کښی هم ډیر ګرزي را ګرزی.
یوی  بلی ډلی   شیطان پرستانو بیا شیطان په خدایی نیولی اوهغه  د هرڅه حقیقی مالک بولي عبادت ورته کوي مرسته تری غواړي اوپه  نامه یی په  کال کښی یو ځل  یوه ښایسته پیغله د معبد مخي  ته ذبحه کوي وینه یی د تبرک په نیت په خپلو منځو کښی سره  ویشي او هغه څښي  غوښي یی له ټوټه کیدا وروسته ځاي پرځاي پریږدي  تر څو د معبد مخي ته ورستي او  وشړیږي .



ویل دا خبره دي ده رښتیا ده زه تر دي مخکي په یو بل دفتر کښي اشپز وم زمونږ د دفتر یو کامپیوتر کار و ږیره به یی داسی  جوړه وله لکه د څپلۍ بند د سر ویښتان به یی ځځغ ځځغ و د غوایی د ښکارانو غاړه کۍ به یی هم په غاړه وه د چپ لاس د وړي ګوتي نوک یی دراز پریښي و یوه ورځ د کامپیوتر مخي ته ناست و له ځان سره ویل ( یا شیطانه مرسته ) .
ماویل پریږده یاره  پرازیټ مه خپره وه غوږشه
ویل څه
ماویل پرازیټ
ویل غوږیم
مال یوه  بله ډله شیطان پرستان دي  چي هم دا مهال د عراق په کردستان کښی اوسی او د ایزدیانو په نامه یادیږی دا ډله شیطان پرستان عقیده لري چي لمړنی موجود چي خداي پیدا کړ هغه طاووس( شیطان) و دوي عقیده لري چي د خداي ذات د طاوس(شیطان)  په ذات کښی دي  .
دوي هیڅکله پر شیطان لعنت نه وايي دوی عقیده لري چي شیطان په اخرزمان کښی بښل کیږی .
دوي دا عقیده هم لری چي کله یو نیک انسان ومری روح یی د یو ماشوم په قالب کښي بیرته دنیا ته را ځي او کله چي یو بد کاره انسان ومری روح یی د درنده حیواناتو  په قالب کښي دنیا ته را ځي.
د دی ډلي شیطان پرستانو ځني مذهبی احکام په لاندی ډول دي :

هر هغه سبزیجات او حبوبات چي له انساني سري تغذیه شوي وي  خوړل یی حرام دي .
د ماهی خوک او هوسۍ غوښي حرامي دي.
د دوي د مذهبی شخصیتونو لپاره د چرګ غوښه حرامه ده دا ځکه چي چرګ د طاووس په شکل دی.
د مسلمانانو مساجدو ته ور تګ حرام دی
په ځمکه د ناړو توکل حرام دي ځکه دا طاووس ته بی احترامی ده
د شنه رنګ لباس اغوستل حرام دي .

یوه بله ډله شیطان پرستان په مصر کښي دي  په دغه ډله شیطان پرستانو کښی زیاتره بډایه او اهل فن خلک شامل دي  لکه ژورنالستان هنرمندان او  ځینی سیاست مداران دا ډله شیطان پرستان ډیر افراطی شیطان پرستان دي ډیر خشین اعمال تر سره کوي .
ویل دا سیسی که څه بلا دی دا خوبه شیطان پرست نه وي ؟
ماویل که شیطان پرست هم نه وی خو اعمال یی ټول د شیطان پرستانو په څیر دي .
ویل دوي څه  عقیده لری؟
مایل دوی وایی  چي خدای د شیطان په حق کښی ظلم کړی( العیاذبالله) بی له دي څخه چي شیطان ته له خپل ځان څخه د دفاع حق ورکړي هغه یی له جنت څخه اخراج کړ  شیطان د خداي په وړاندي په میړانه ودرید نو ځکه دعبادت لایق دی.
ویل  دا نو  بیا تر ټول بی عقل شیطان پرستان دي .
یوه ښه لحظه په جرت کښي ولاړ سر یی را پورته کړ ویل مامور صاب هغه کسان چي دا لاندي اعمال ترسره کوي هغوي په شیطانو پرستانو کښي شامیليږي که په دجالي ډلو کښي ؟ .
مثلا
۱- ناحقه وژنی کوي
۲-غلاوي کوي
۳-اختطاف کوي
۴-بیوزله خلک زندانو ته اچوي
۴په نیمو شپو دخلکو په شخصی حریم تیری کوی
۵-دخلکو جایدادونه غصبه وي
۶-رشوت خوري
۷-سودخوري
۸-فحشا ته وده ورکوي
۹-شرابو خوري
۱۰دمخدره توکو قاچاق او تجارت کوي
۱۱-دخلکو ترمنځ قومی او ژبنی نفرتونه زیږه وي
۱۲-دمسلمانانو صف ماتوي
۱۳دعلماوو له پریکړو بغاوت کوي
۱۴-دخلکوحقوق تر پښو لاندي کوي
۱۵-حقیقت پټوي  او بر عکس یی خلکو ته ښښي
۱۶-مظلوم ظالم معرفي کوی او ظالم مظلوم.
۱۷-داکثریت حق اقلیت ته ورکوي
ماویل بد بختانه دا د شیطان پرستانو پر مختللي ویرژنونه دي .
ویل څه ؟
ماویل ویرژنونه .
ویل داهم د شیطان پرستانو یو ډول دی ؟
ماویل پریږده یاره ستړی دي کړم ورشه نن غرمه د چرګه غوښه پخه کړه .
ویل د شهیدا نو غوښه ( د بهرنیو چرګانو غوښه ) ؟
مال نه یاره د شهیدانو غوښي ټولي جهاديانو وخوړي .




هیچ نظری موجود نیست: