۱۳۹۵ آبان ۳۰, یکشنبه

په وزیر اکبرخان کښي د خرو شیدي پریمانه پیدا کیږي ./ له اشپزسره بانډار



لیکوال: امید فردا
نن له ډوډۍ وروسته اشپز را په څنګه شو ول پوهیږي شيدي د روغتیا لپاره څه ګټه لري ؟
مال د غوا شید ښیي اوکه د ماشوم لپاره د مورشیدي ؟ اوکه د خري شیدي ؟.
ول داته څه وایی دخري شیدي هم څوک خوري ؟



مال غوږشه :په امریکا کې طبي ویبپاڼې “Top10Homeremedies” تر سرلیک لاندې څیړنه خپره کړې ده او د خرو دشیدو په اړه یې داسې لس ګټې خپرې کړې دي، چې ډیری خلک یې نه پيژني.
۱- داسی ویل کیږي، چې دملکې کلیوباترا دسپین او تازه مخ راز دخرو په شیدو کې و.

کلیوباترا د دوولسم فرعون چي د وړوکي  ديونيسيوس  په نامه یاديده   مشره لور وه چي په ښایست کښی ډیره نوموتي وه
۲- په اروپا کې ګرانبیه شیده دخرو دي، چې یو لیتر یې په ۶۰ ډالره دی.
۳- دخرو شیدې په هند کې ډیرې کاریږي.
۴- دخره شیدې ویټامین B، B12 او C لري.
۵- ماشومان په ځانګړې توګه نوي زیږیدلي که چیرې دسالنډۍ او تنفسي ناروغۍ لري دخره شیدې ورته ګټورې دي.
۶- دمور دشیدو په پرتله ۶۰ ځلې زیات ویټامین C لري.
۷- کالسیوم ډیر لري، دتې رودونکو ماشومانو دهډوکو ودې ته ښه دي.
۸- هغه ماشومان، چې خپلې میندې یې له لاسه ورکړې وي، د دوی لپاره ښې دي ځکه ډیره کالري لري او ماشومان تر ډیره موړ ساتي.
۹- دغوا دشیدو له کبله راپیدا شوی حساسیت دخرو دشیدو له لارې له منځه ځي.
۱۰- دپروبیوتیک په نوم بکتیریا لري، چې دکولمو دروغتیا او پیاوړتیا لپاره ښې ګڼل شوې دي.
اشپزه خوله مسکه مسکه کړه ول په افغانستان کښي د خرو شیدي په بازار کښي پيدا کیږ؟
مال هو په کابل کښي دوزیر اکبر خان د سیمي پلورنځایونه پري ډک دي .
ول کابل ته به څوک نه ځي ؟
مال پام را وي نه غواړم د هر هغه حیوان غوښه چي حرام وي د هغو شیدي هم حرامي   دي  د خره د غوښې د حرمت په اړه د اسلام ستر پیشوا صلی الله علیه و آله وسلم فرمايی :ا ن الله ورسوله ينهيانكم عن لحوم الحمر الأهلية، ‏فإنها رجس من عمل الشيطان" رواه البخاري ومسلم.
خدای او دغه رسول تاسي ته د خره دغوښې له خوړلو څخه منعه کړي یاست ځکه د خره غوښه چټله او خوراک یی د شیطان له اعمالو څخه دی .
ول ښااااااااااا اوس می سر خلاص شو څه موده وړاندي یو شمیر پښتنو روڼ آندو دخره لپاره لمانځ غونډه جوړه کړي وه (خر: تصور اوحقیقت بی قدر خدمتګار) هغه یی په حقیقت کښي د خري د شیدو لپاره مار کیټنګ کاوو .
مال داهم د دیموکراسي زور دی .


سرچنی:
روهی ویب پاڼه
اسلام ویب
ویکیپیدیا





هیچ نظری موجود نیست: