۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

اې ملا! نه پوهیږم چې نن زه ستا څنګه غندنه وکړم؟/ لیکوال: صدیق روشان

 چا راته اوویل چې دپیښور عثمانیه مدرسه ډیره ښه مدرسه ده دهلکانو دتربیت او زده کړې لپاره ډیرښه اصول لري نو عزم مې وکړ چې خپل زوی دې مدرسې ورولم او داخل یې کړم.
زوی ته مې وویل چې زویه ښه استعدادلری ته مې دالله ددین دعلم دپاره وقف کړی یې ترڅو چې زماپه وجود کې توان وي مزدوري به کوم خو په تا به ترپایه خرچه کوم هرکال به دټول کال فیس په یوځای ورکوم. زوی مې سهاروختي دنوموړي مدرسې به لوري روان کړو.
مدرسې ته ډیروخلکوخپل زامن راوستلی وه خوټولوسفارش لرلو ماته مې زوی وویل چې مونږبه هم څوک واسطه کړو؟ ورته کړه مې زما لپاره خدای کافي دی ځکه چې تا زه دالله درضالپاره پدې لاره کې وقف کوم خو ګوره چې به امتحان کې ناکام نشې.
زوی مې امتحان ورکړو په سلوکې یې سل نمرې واخیستې دنمرو داعلان وروسته دداخلې خبرې راغلې نو هغه کسان یې داخل کړل چاچې شپیته یازیاتو نه زیاتې اویانمرې اخیستې وې. زما زوی چې پوره سل نمرې اخیستې وې او دټول کال فیس مې په جیب کې ورته راوړی وه داخل یې نکړو، د زوی په سترګو کې مې غټې اوښکې جمع او مړې مړې یې په مخ راتویې شوې زړه یې ډک ډک کیده په غریونیولي غږ راته وویل: پلاره! ما خوپه ناظره حفظ ریاضي (ضرب ،جمع ،تقسیم) کې تول سوالونه حل کړل ولې یې داخل نکړم؟!




دمدرسې مهتمم ته مې وویل چې زه غریب سړی یم زوی مې په مکتب کې اول نمبر دی دمکتب مدیر دده دلیاقت له امله دفیس نه معاف کړیدی، خو زه غواړم چې زوی مې دیني علم وکړي. ما او زمونږ کورنۍ ټول عمر ددیني علماؤ خدمت کړیدی، تاسې زمونږ پیشوایان یاستی، لتاسو نه دخیر تمه لرو، تاسې ددخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وارثان یاستی زه تاسې ته صرف الله پاک واسطه کوم. خو مهتمم کوم مثبت ځواب رانکړو.
دمدرسې ناظم او مهتمم په خدای باندې بندګانوته ترچیح ورکړه شفارشیان یې داخل کړل. زه او زما زوی نا امیده خپل کورته راستانه شو.کفر که ازکعبه برخیزدکجا ماندمسلماني. زما دزړه دزړه ټوټې په ټوله لاره وړې وړې سلګۍ کولې په بس کې ناست وم په ټوله لاره دسوچونو په سمندر کې لاهو وم. کورته په رسیدو مې پخپل ځای کې ډډه ووهله، له ډیرخفګانه مې ډوډۍ هم ونه خوړه، زوی مې دخپلې مور په غیږه کې په بړق بړق وژړل په ژړا ژړا کې یې ورته ویل مورجانې په امتحان کې کامیاب شوم بیاهم امتحان ته تیاریم دزرو کسانو په وړاندې به امتحان ورکړم خو شیخ صیب زه داخل نکړم .
موریې دده دلاسا کولو کوشش وکړ ورته ویې ویل: زویه!زه به خپله طلا(پسول ـ ګیڼه)خرڅه کړم تابه په ښه مکتب کې داخل کړم ته به ښه ډاکتر شې دخلکو علاجونه به کوې هم پیسې وګټې هم دخلکوخدمت وکړي الله به درنه راضي شي. خو احمدرشید بیا بیا ویل چې نا، زه غواړم دقرآن او حدیثو تعلیم وکړم او بیا یې نورو ته وښیم دا مې دپلار ارمان هم دی. څومره خوند به کوي چې زه خلکو ته دقرآنکریم درس ورکوم؟! مور یې هم زړه تکیه نکړ کوټې ته ننوته او په چیغو چیغو یې وژړل دالله داسرې پرته بل څه ورته پاتې نشول.
آه آه داحمدرشیدداخبرې مې دغشي په څیر په زړه پورې هورې ووتې.
دماذدیګر اذان وشو جومات ته لاړم دلمانځه وروسته دلیسې مدیرصیب رانږدې شو ویل یې صدیقه! نن دې موډ بدل دی خیریت خوبه وي؟!
مال الله دې پکې خیر واچوي ټوله کیسه مې ورته بیان کړه دمدیرصیب هم حالت بدل شو په سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې او په غریو نیولي غږ یې راته کړه ماخو تاته څوڅوځله وویل: دلویو مدرسو ملایان تجارتیان دي دچا په سپینوکالیو غوړه ږیره مه غولیږه. زمونږ به لیسه کې دیني مضامین شته چې فقه تفسیر حدیث او تجویدبکې دي، ستا له زوی (رشیدجان) نه به تردولسم ټولګي پورې څوک یوه روپۍ فیس هم وانخلي شپږګاله وروسته که ژوند و دکابل پوهنتون ته بې ولیږو خدای مهربان دی ښه چانس به ورته برابرشي.
اې دمدرسو ملایانو! زما زوی چې فیس یې هم درکوم ښه استعداد هم لري عمر یې هم ډیر ندی په ټول مکتب کې دښواخلاقو نمونه ده پنځه وخت لمونځ په جماعت سره اداء کوي مونږ ټولو دده لپاره ددیني علوموزده کړه مناسبه وبلله ځکه چې ډیر لوړ استعداد او نیک اخلاق لري مونږ خو دالله په لاره کې وقف کړ خو تاسې دده مخه ونیوله زه به پخپل ژوند اعتبار نکړم ما غوښتل چې زما زوی داحنافو په مدرسه کې زده کړه وکړي خوتاسې؟! هغه څه وکړل زه مو خفه کړم ډیر مو پښیمانه کړم ستاسو نه مې تمه وشکیده تاسې دیهودو دعلماؤ په شان یاست هغوی به هم دخدای پراحکامو وخپلو جوړو کړیو احکاموته ترجیح ورکوله تاسې هم نن دخدای په رضا باندې دبنده ګانو رضاته ترجیح ورکړه. اوس مې اراده ده چې دعبدالسلام ضعیف دمدرسې داصولو پوښتنه وکړم که هغه مې هم خوښ نشو نو مجبور یم په همدې لیسه کې به درسونه وایي.
اې ملایانو! له دې وروسته به زه ستاسو په خبروباور ونکړم تاسې یوازې ځانونه داسې جوړکړي دي چې سړی فکر کوي دا به جنتي وي خو تاسې سخت ظالمان یاستی، تاسې خپل ملت ته په سپینه جامه، قال الله او قال الرسول فریب او دوکه ورکوئ!
اې ملایانو! نه پوهیږم چې نن زه ستاسو څنګه غندنه وکړم؟ تاسې زما په خیال هغه ملایان نه یاستی دکومو عالمانو چې الله تعالی فضیلت بیان کړیدی (انمایخشی الله من عباده العلماء)ّ( هل یستوی الذین یعلمونه الخ)
زه به دآخرت په ورځ دخپل لس کلن زوی هغه غټې غټې اوښکې الله تعالی ته وړاندې کړم چې دخپل لیاقت سره سره یې ستا دین د زده کړې لپاره دنه داخلولو په وجه تویولې او الله تعالی ته به وایم دغو ملایانو ستا درضا لپاره زما زوی په مدرسه کې نه داخلولو سره ددې چې ما یې له نورو ټولو هلکانونه دډیر فیس ورکولو تکل کړی و.
اې ملایانو! له نن ورځې وروسته به زه ستاسو نه خپله لاره بیله کړم ته هغه ملا نه یې چې دامت داصلاح غم ورسره وي، ددین داشاعت احساس او جذبه ولري او دالله تعالی درضاحاصلولو لپاره ګام په ګام لاس په کار وي.
په پای کې دالله په دربارکې سوال کوم چې اې الله که ما داخپل زوی ستا درضالپاره مدرسې ته بیولی وه او له هرې نګانه ددې وړ و چې په مدرسه کې داخله ورکړي خو هغوی داخل نکړو پاکه ربه ذوالجلاله داسې ملایان په دنیا او آخرت تباه کړه
یا الله مونږ نور ددغو ملایانو نه پخیر سره خلاص کړه خدایه ته مونږ داسې ملایان راکړه چې په رښتیاسره دمسلم امت دنجات اوفلاح او ستادرضالپاره کار کوي!

هیچ نظری موجود نیست: