۱۳۹۵ آذر ۳, چهارشنبه

نظر محمد مطمین یی له واسکــــــــــــټ سره نیولی / له اشپز سره بانډار



لیکوال: امید فردا
پرون بریښنا نه وه اشپزه ته مي ویل مال ولاړ شه نن له سماواره یو تریخ چای را وړه ول چشم .
هغه مي په چای پسي ولیږل زما مخته د وړوکي میز پر سر د عدلیي وزارت رسمی جریده پرته وه را وا می خیسته پاڼی مي واړه ولي لاندي توري په نظر را غلل :



د کشفی ارګانونو په واسطه ګرفتاري
یو اتیایمه ماده : پولیس او دملی امنیت موظف کولای شي په خپل واک په لاندي حالاتو کښي شخص ګرفتار کړي :
۱-د جنایت او جنحي دهغه مشهود جرم ارتکاب په صورت کښي چي جزا یی په قانون کښي متوسط حبس اټکل شوی وي .
۲-هغه شخص چي د جنایت د جرم د مرتکب په توګه پیژندل شوی یا معرفی شوي دی د تیښتی او غایبیدو احتمال متصور وي .
مشهود جرم:
۱- مرتکب د جرم د ارتکاب په مهال یالږ وروسته ولیدل شي یابی له ځنده د خلکو لخوا ونیول شي.
۲-مرتکب د جرم له ارتکاب وروسته وتښتي او بی له ځنډه دمجنی علیه پولیس یا خلکو لخوا وپیژندل شي یا بالفعل تعقیب شي.
۳-په هغه صورت کښي چي شخص دپیښي په ځای کښي له وسلي یا داسي شیانو سره ونیول شي چي موجوده وضعه د شخص پر فاعل والي او په ارتکاب شوي جرم کښي د نوموړو شیانو پر استعمال دلالت وکړي .
کتاب مي بیرته د دمیز په سر کیښوود څنګه ته یی بل کتاب ایښی وو چي نوم یی دی ( تحلیل و نقد قانون اساسی افغانستان ) دا کتاب  ښاغلي قانون پوه  محمد اشرف رسولي لیکلی په دغه کتاب کښی مي د بیان د آزادي په اړه   دا ولوستل  قانون اساسی افغانستان در ماده سي و چهارم به آزادی بیان و مطبوعات ذکر نموده است که : هر افغان  حق دارد فکر خود را به وسیله ګفتار ،  نوشتار ، تصویر و یا وسایل دیگر با رعایت احکام مندرج این قانون اساسی اظهار نماید .
هر افغان حق دارد مطابق به احکام قانون ، به طبع و نشر مطالب ، بدون ارائه قبلی آن به مقامات دولتی بپردازد .
( طوریکه ملا حظه میگردد قانون اساسی در پارگراف اول ماده فوق آزادی بیان را منحیث یک حق انسانی محترم شمرده ، آنرا از تعرض مصون و مورد حمایت قرار داده است .)
در پارگراف دوم به شهر وندان کشور حق داده شده تا فکر و اندیشه خودرا به وسایل مختلف گفتار ، نوشتار ، تصویر، یا سایر وسایل اظهار نمایند .
در پارگراف سوم سانسور قبلی منع و به شهروندان کشور حق داده شده است تا مطابق احکام قانون به طبع و نشر مطالب بپردازند .
په دي وخت  کښي د اشپز ستمی وو پزه یی پورته پورته  کشوله په زینو کښي را وخوت د ده له رارسید وسره سم  بریښنا هم را غله مال پل دي بختور دی ستا له راتګ سره سم بریښنا هم را غله ول دا خو زما د پیر کرامات دي .
خپلي مجازي نړۍ (فیسبوک ) ته چي اوس راته د حقیقی نړۍ حیثیت لري  مي مخه کړه  د پاڼی له خلاصیدوسره سم مي دا خبر تر سترګو شو : تازه خبر: نظرمحمد مطمین د ملي امنیت لخوا ونیول شو.
ژر مي ځان په کوچ کښي سره سم کړ د ځان له سمیدو سره سم یوه ډیره پخوانی خبره هم را یاده شوه ( .......صاحب په کوچ کښي منظم شه ).
د موضوع د تعقیب په موخه مي خبري پاڼي وپلټلې یوي ویب پاڼی په خپل لمړي مخ کښي لیکلي ول : نظر محمد مطمین له څلور ساعته بند وروسته آزاد شو.
 مال الهي شکر .
هسی مال ته را شه نن خو له دا منطقیانو یو امتحان واخلم هسی یی هم په نیمه نړۍ سترګه نه ډکیږي .
دا کومه منطقي قضیه ده ؟
مطمین ولي ونیول شو؟
ډیر لوي مجرم وو .
ولي له څلور ساعته بند وروسته خوشی شو ؟
د پولیس په لاس کښي هیڅ جرمي ثبوت او اسناد نه وو .
ښه نو
تیجه (....؟)
زمونږ اشپز د تلاشي په مهال پولیسو  لږ ځورولی وو د دوي له تریخ چلند څخه یی  شکایت در لود ول یو خو  زمونږ پولیس په خدای که په خپل قانون  خبر وي  .
مال هو پرون یی په کابل کښي یو لیکوال او شنونکی هم نیولی وو خو بیرته یی ژر خوشی کړی .
ول حتما به وسله مسله ورسره وه ؟
مال هغه بیچاره له وسلي دومره ویریږي چي ټوپک ووینی روح یی قبضه شي .
ول کیدای سی له چرسو مرسو سره یی نیولی وي ؟
مال یا وروره سړی انجینیر دی .
ول بیا یی له ګنیی او پرکار سره نیولی ؟
مال هغه هم ورسره نه وو .
ول بیانو کیدای سی له واسکټ سره یی نیولی وي ؟
مال هو واسکټ یی اغوست خو هغه واسکټ نه کوم چي ستا په ماغزو کښي در ګرزی.
ول نو رښتیا راته وویه له څه سره یی نیولی ؟
مال له ژبي سره یی نیولی .
وریځي یی سره کش کړي ول هو په خدای ژبه  تر ټولو خطرناکه وسله .
مال د هو مفکرینو په وطن کښی  .

هیچ نظری موجود نیست: