۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

له تپل شوي حکومت سره د سولې د خبرو حقوقي او سیاسي پایلې/ ډاکتر م ، عثمان تره کی

 د بهرنیو یرغلګرو په قومانده له ولس سره د حکومتي چارواکو اوږد مهاله جګړه د سولې په پروسې باندې ناوړه اغیز اچولی دی. تر اوسه پورې د وسله وال مقاومت او غیر حکومتي او شبه حکومتي کړیو تر منځ د غیر رسمي مذاکراتو بهیر مثبت ارزول شوی. خو د هغه دوام مقاومت د یو ستر چلنج سره مخ کړی : د کابل حکومت د مستقیمو خبرو اترو لیوالتیا لري. وسله والو مخالفینو د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې د سولې او جګړې اصلي اړخ بهرنیان دي او یرغلګر ، کابل تحت الحمایه حکومت ته یوازې د جګړې صلاحیت وربښلی نه د سولې واک ، تر دې دمه له کابل ادارې سره د مستقیمو خبرو نه ډډه کړې وه. خو د تازه خبرونو له مخي په راتلونکو ورځو کي د کابل حکومت یو پلاوي ناروي ته تلونکی دی تر څو له وسله والو مخالفینو سره په نیغه رسمې خبرې وکړي.
د مقاومت او کابل ادارې تر منځ مخامخ خبرې د پام وړ حقوقي او سیاسي پایلې درلودلای شي.
مستقیمې خبرې اترې د وسله وال مقاومت په مخکني اصولي دریز باندي ، لاندې ناوړه حقوقي اغیزي لري.
د کابل ادارې سره په نیغه خبرې دا معنا ورکوې چې وسله وال مقاومت :
۱ ــ پاراشوته شوی حکومت په رسمیت پېژني او ورته اصولیت وربښي. د حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یا یې باطل اعلانوي.
۲ ــ د افغانستان اشغال د توجیه وړ بولي او په ضمني توګه دهغه د دوام سره موافق دریز نیسي . د بهرنیانو ناقانونه حضور منې او هغه د ملي واکمني سره په ټکر کي نه ګني .
۳ ــ ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي ، حقوقي او اصولي بڼه وربښي. د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمېري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت ... منې.
۴ ــ د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي. د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د ودې طبعي پروسه ګني.
د وسله والو مخالفینو او حکومتي چارواکو ترمنځ مستقیمې خبري دالاندې سیاسي پایلې لري :
۱ ــ د حکومت په د ننه جګړه ماران ، د کورنۍ جګړې توپک سالاران او د بشري حقونو ناقضین په هغه راتلونکي سیاسې نظام کي چې د سولې د پروسې په نتېجه کې رامنځته کیږي د برخه اخیستلو دعوآ مطرح کوي. د تېر په څېر د بهرنیو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د جګړه مارانو « فدراسیون » جوړیږي او ورته د حکومت نوم ایښودل کیږي. عدل ، حق ، انصاف او قانون د سیاست قرباني کیږي.
۲ ــ د ائتلافې حکومت په د ننه ټکرونه واکمنې کمزورې کوي. د څوارلسو کلونو په څېر ، کمزوری حکومت د بهرنیانو له خوآ د افغانستان د ملي ګتو په ضد استعمالیږي. نا امني او جګړه دوام مومي.
د افغانستان دېرش کلنه جګړه او ورسره بهرنۍ لاسوهنه باید پای ته ورسیږي. خو که د حکومتي جګړه مارانو او لوټمارانو سره سوله د اوسني ناوړه حالت دوام وي وسله والو مخالفینو ته لاندې سوال متوجه کیږي:
تاسې د کومې موخې لپاره د روانې اوږدمهاله جګړې اور چې پکې په لسهاو زره انسانان ووژل شول بل ساتلی ؟
که وسله وال مقاومت ، دې سوال ته د قناعت وړ ځواب ورنکړي د کابل اداره د جګړه مارانو په ډله کې د بازخواست وړ کرځي.
لنډه دا چې د جګړې د ختمېدو په مقصد وسله وال مخالفین کولای شي ناروي ته د رالیږل شوي پلاوي سره خبرې وکړي پدې شرط چې حکومت ته منسوب د پلاوي دوه غړي د غیر حکومتي کسانو سره تعویض شي .
فرانسه
۱۵ /۰۶ /۲۰۱۵
ډاکتر م ، عثمان تره کی

هیچ نظری موجود نیست: