۱۳۹۵ اسفند ۵, پنجشنبه

پخوانی مجاهد د امریکا په سفارت کې/ د سترگو لیدلی حال


 محمدامین حسینی
پر امریکايي چوکۍ یی ډډه ووهله یوه پښه یی په بلی واړوله او دامریکا سفیر ته یی وویل:
تاسو باید دلته مخور خلک وپیژنی، څوک چی بی ګدره ګډیږی نو هغه خلک غرقیږی، ځانونه مه غرقوئ، په هر چا اعتماد مه کوئ، داچې دا انقلاب دا ۱۶ کاله اوږد شو دا ستاسو د ساده ګی له امله دی.
موږ مجاهدین یو ، موږ جهاد کړی، دا ملت زموږ په واک کی ده، زموږ له خبرو نه تیریږي ، تاسو باید موږ ته متوجه شئ!!
سفیر: ژباړه: ــ
ښه درته متوجه یم، او پوره می وپیژندلئ! تاسو مجاهدین یاست؟
مطلب د طالبانو په څېر دهشتګر یاست؟ زموږ دشمنان یاست؟، تاسو دیموکراسی نه منئ؟، اسلامي نظام غواړئ؟
زه باید له خپلو نظامیانو سره خبر شریکه کړم، تر څو ستاسو چاره وکړي، ژر له دې ځایه ووځه!!
میلمه مجاهد:
نه نه، ؤوبښئ، اجازه غواړم، قسم دی چې تاسو غلط فکر وکړ.
زه هغه مجاهد نه یم چی شرعي نظام غواړي،د طالبانو غوندې یې ټوپک په اوږه وي، زه دیموکراسۍ ته ژمن یم ، موږ متعهد یو، موږ هغه پخواني مجاهدین یو،
هغه وخت مو هم هر څه ستاسو په امر مشوره او خوښه تر سره کول!
موږ ستاسو مجاهدین یو!!!
ژباړونکی وایي:
له یوی خوا له امریکایی سفیره ډیر وشرمېدم او له بلې خوا مې، د خپل جهادي قائد دې توندې ابراء او اعتراف ته ژړا او خندا نشوه تمولای، نو له اتاقه د قضاء حاجت په پلمه ووتم.
بهر می ښه پریمانه وژړل او په منځ منځ کې به خندا هم راتله.مال موږ خو که سر هم ټیټ کړ هسې نه په ټولنه کې رټل شوي یو، نو تاسو ته خو الله عزت درکړی و څنګه مو معاملو ته زړه ښه کړ؟


هیچ نظری موجود نیست: