۱۳۹۵ آبان ۲۲, شنبه

زمـــــونــږ پیـــر خو داسی ؤو ! /له اشپزه سره بانډار

لیکوال : امید فردا
ول د جهاد په وخت کښی مو یوځل د ایران له جمهور ریس هاشمی رفسنجانی سره ملاقات درلود هغه په خپلو خبروکی داسی ټکی او کلیمی وکارولی چی د افغانانولپاره څه چی آن دیو آزاد انسان لپاره هم توهین ګڼل کیده . د افغانستان ټول جهادی مشران مړه څټونه چوپه خوله ورته ناست ول ما او شهید آمرصاحب په خپلو کښی سره کتل کله چی د هاشمی رفسنجانی خبری

خلاصی شوی خدای بښلی منصور( رح ) ته نوبت ورسید منصور صاحب په خپلو خبرو کښی وویل چی زه حیران یم مونږ خو ایرانیان داسلام دمبارک دین په حکم وروڼه بولو دا څه چی محترم رفسنجانی صاحب ؤفرمائیل داد ورور ګلوی تقاضا ده اوکه په نرمه لهجه د توهین او اهانت ! ؟ زه دیوه مسلمان افغان په توګه دښاغلی رفسنجانی دغه خبری دخپل ځان او دافغانستان د مظلوم ملت په حق کی لوی توهین ګڼم.
نو ځکه خو زه او زما ملګری چی غالبأ اشاره یی زما لوری ته وه همدا اوس تهران پریږدو او بیرته پاکستان ته ستنیږو ، هلته د یو مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کښی د تل لپاره له تاسو سره خپلی اړیکی پری کوؤ .
زه او مرحوم مولوی صاحب له ځایه پورته شولو او د دروازی په لور مو حرکت وکړ چی را پسی مولوی صاحب مؤذن ، قاضی محمد امین وقاد ، مولوی صاحب محمدشاه فضلی او ځینی نور کسان هم راپورته شول او د دروازی په لوری راغلو په در وازه کښی محی الدین نجفی را مخکښی شو او وی ویل چی د رئیس جمهور د کلیماتو موخه دانه وه چی ګنی خدای ناخواسته کوم چاته توهین وکړی تاسو راشی یو ځل بیا هم د ولسمشر خبری وارئ . !!مرحوم آمرصاحب ورته وویل هغه توری چی رفسنجانی وکاره ول له توهین پرته بل هیڅ شی نه شی تعبیریدلای . په هرحال بیرته وګرځیدو او د خدای بښلی آمرصاحب په ټینګار رفسنجانی رسمأ بښنه ؤغوښته .
زمونږ اشپز چي دا خبري په دقت څارلي یو دم جزبی واخیست ول اخخخخخخخخ ایزبیانو په غره چیچن شئ څرنګه د ننګ او غیرت څلۍ مو ونړا وو .؟
مال پام توهین ونه کړي.
ول پریږده یاره .

هیچ نظری موجود نیست: