۱۳۹۵ آذر ۲۳, سه‌شنبه

کله مو له ځان پوښتنه کړی چی سلام (یعنی چی) ؟ له اشپز سره بانډار

 لیکوال: امید فردا
له یوی ایرانۍ کمونستی څخه خبریال پوښتنه وکړه چی ته خو د خدای په وجود باور نه لری نو بیا د “بارک الله” توری ولی کاره وې ؟ .
په ځواب کښی یی ورته وویل د دی تورو استعمال زمونږ په ټولنه کښی مروج دی او د خلکو د ورځنۍ محاوری برخه ګرزیدلی ځکه خو یی زه هم استعماله وم .

دا کټ مټ داسی ده لکه زمونږ
په ټولنه کښی د “سلام” د توری استعمال کله چی له پښتانه سره مخامخ شوی نو په درانه غږ به درته ووایی “سلاما لیکم ” که له تاجک سره مخامخ شوی نو لنډ به در ته ووایی “سلام” او که له هزاره سره مخامخ شوی هغه به د سلاما لیکم او سلام پرځای په اختصاری ډول درته ووایی “سا” او که بیا له کوم دینی عالم سره مخامخ شوی هغه به درته ووایی “اسلام علیکم ” او که یو کس په موټر یا موټرسایکل سپور وي نو به د سلام پرځاي هرن ته ګوته ور وړي که کوم فیسبوک غوښتل چی د مسنجر له لاری درته کنځا وکړی هم یی د سلام په ویل پیله وی .

کله مو له ځان پوښتنه کړی چی سلام (یعنی چی) ؟ ايا د سلام کول کوم دینی مسولیت دی او که د ورځنۍ محاوري یوه برخه ده ؟ او د سلام له کولو وروسته زمونږ مسولیتونه څه دی ؟ .
انسان یو ټولینز موجود دی او له خپلو هم نوعانوسره دوستی او میني ته ضرورت لری د سلام اچول د دوو انسانانو تر منځ د سالمی اړیکی لمړنی پړاو دی  چی د دوستی ، صمیمیت، محبت ، تواضع او د خیر دعا پیغام له ځان سره لری په عین حال کښی د سلام په واسطه مقابل طرف ته د دی ډاډ ور کول کیږی چی زما له اړخه درته هیڅ ډول خطر متوجه نه دی .
سلام د لوي خداي جل جلاله نوم دی قرانکریم په دي اړه فرمایی السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِن د سلام په اړه داسلام ستر پيغامبر صلی الله علیه وسلم فرمایی  : "مَنْ بَدَأَ بِالْكَلَامِ قَبْلَ السَّلَامِ فَلَا تُجِیبُوه  " هغه څوک چي له سلام مخکښي په خبرو پیل وکړي ځواب مه ورکوئ دسلام اچولومسنونه طریقه داده چې دمسلمان سره دملاقات په وخت کې السلام علیکم ورحمة الله وویل شي  دسلام په اړه قرانکریم مونږ ته داسي لارښو ونه کوي : وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا ۗ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا .
ژباړه :  او كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا هم هغه ور وګرځوئ ۔، بېشكه الله د هرشي ښه حساب كوونكى دى
 له پورتنیو دلایلو څخه څرنګه شوه چي د سلام توری زمونږ ټولني ته په تصادفي ډول نه دی را داخل شوی بلکي سلام زمونږ په مقدس دین کښي ژوري ریښي لري .
ځکه خو وایم   که مو غوښتل د فیسبوک د مسنجر له لاری چا ته کنځا وکړئ یا هم چا سره مخامخ شخړه کوئ نو ترشخړي او  کنځا له مخی د “اسلام علیکم” توری مه کاره وئ ځکه د دی توری په استعمال سره به د خدای په وړاندی ستاسو جرم دوه برابره شی .

هیچ نظری موجود نیست: