۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

پاکستانی ملایانو ابلیس ته درس ور کړی / له اشپز سره بانډار


لیکوال: امید فردا
ما ویل د همدغو کفارو له  لاسه به  خپل کورته راتلای نشي ټول عمر یی د هند بحر په غاړه  سرو ګرمیوته پوستکی واچاو  ګرد دوړه  اوړه به یی به کندو کښي نه وي   د جاسوسي شبکو له حنجری پري در غر وهي (له هغه مهال راهیسې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو ډېره برخه له افغانستانه ووتله او د طالبانو د سیالو ډلو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې، د روانې جګړې چې طالبان‌ یې تر اوسه د بهرني اشغال په وړاندې جګړه بولي، مشروعیت کمزوری شوی دی.)
پریږدئ ظالمان ! چي دومره د خپل نامه شوکیان یاستي بیا له ګارډینه یا بی بی سی کار مه اخلئ زما او د اشپز په څیر  ویبلاک جوړ کړئ تمامه ورځ د خپل ځان او خپلو  انډیوالانو عکسونه دومره  پري خپاره کړئ چی دنیا و لړزیږی .
په دغه وخت کښي اشپز میز صافي کا و ویل مامور صاب بیا څوک یاده وي ؟
مال پاکستاني ماجر یادم  څوک یاد وم .

ویل یاره ماموره اغا پاکستان ډیر خبیث مملکت دي .
ماویل له څه دي مالومه کړه ؟
ویل زه یی درته وایم ته یی شماره :
۱-د شهید داوود خان د حکومت په خلاف په پاکستان کښي د سیسي جوړي شوې.
۲-د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت په خلاف له پاکستانه حملې تنظیمیدلي
۳-د طالبانو د اسلامي امارت په خلاف له پاکستانه ټنډسري مسلح شول
۴-امریکایانو د پاکستان په ملاتړ افغانستان اشغال کړ.
۵- د کرزي د حکومت په ټوله دوره کښي یی د افغانستان ختیځي سمي په را کیټو وویشتي .
۶-دافغانستان لویه برخه خاوره دوي یرغمل کړي.
یو کتاب نور خباثتونه هم لري .
په دي وخت کښی زما په مغزکښي د یو پاکستانی مولانا مرکه را وګرزیده چي په ۲۰۰۳ کال کښي په غالب ګمان له امریکا غږ راډیو سره یی درلوده که له بی بی سی سره ؟ د بحث موضوع د ښځو د حقوق په اړه را څرخیده په دی وخت ګښي اشپز لکه نوره بلا یود م په خپل درانه غږ را غږ کړ....مامور صاب په کوم چرت کښی ډوب شوي ؟.
ماویل له یو پاکستانی مولانا څخه یو خبریال پوښتنه وکړه چي په صوبه سرحد کښي چي د ملایانو حکومت دی هلته دوي دښځو تعلیم اودهغوي نورو حقوقو ته ښه پاملرنه کوي ولي مو د داسي یو حکومت د را منځته کیدو مشوره طالبانو ته نه ورکوله ؟ تاسو خو له هغوي سره ښه روابط در لودل.
مولانا په پیښوري لهجه ځواب ورکړ : جي زمونږ اکومت چي کم دی دا د ولس په رایه او خوښه را منځته شوی زمونږ لپاره د خپل ولس ګټي او غوښنتي تر هرڅه لمړیتوب لري هر څه چي د طالبانو اکومت وو هغه یو منتخب اکومت نه وو هغوي د خپل ولس تر غوښتنو اولمړیتوبونو پر خپلو اصولو زیات فکر کا وو .
په دي وخت اشپز وویل : ویل یوه ورځ مي د مسجد له ملا صاحب سره د پاکستاني ملایانو په اړه بحث درلود قناعت یی نه کا وو اخر مجبور شوم ماویل ملاصاحب د پاکستاني ملایانو ملا مه راته تړه هغوي ابلیس ته درس ورکړی ملا صاحب ته خوشکه ورغله ویل پورته کیږه مرتده څوک چي ملا ته بد ووایی په څلور کتابه کافر کیږي .
ماویل پریږده یاره ملایانو له کفر او اسلامه لباس او سوټی جوړ کړی چي چا ته یی خوښه شی هغه ته یی ور اغوندي چي چاته یی اعصاب خراب شي هغه پري وهي ورشه د غرمي لپاره یو ګرم آش پوخ کړه .
ول چـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
مونږ لا څومره د خدای ساده بنده ګانو یو.
باڼدار ادامه .............

۲ نظر:

Unknown گفت...
این نظر توسط یک سرپرست وبلاگ حذف شد.
Unknown گفت...

بسم الله الرحمن الرحيم
د برتانیې د ګارډين ورځپاڼې په وروستيوکې زما( په کراچۍ کې د اسلامي امارت د مهال د جنرال قونسل او د بین الافغاني سولې او تفاهم داعي رحمت الله کاکازاده) په حواله يو لړ غیر مسئولانه او غير متعلقه خبرې خپرې کړيدي چې زموږ او زموږ د خواخوږو وروڼو انديښنې یې را پارولي دي.
د ګارډين د ورځپاڼې خبریال غوښتنه درلوده تر څو راسره مرکه وکړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په امکاناتو او لارو چارو راسره وغږیږې او په دې هکله زموږ له لورې دسولې په پار د وړاندې شوي طرحې په اړه مالومات ترلاسه کړې.
تېره اونۍ مو د نوموړې خبریال سره د هغه د مکررې غوښتنې په پايله کې يوه مرکه تر سره کړه چې نژدې ټوله یې په افغانستان کې د سولې او تفاهم او په دې برخه کې زمونږ له لوري په ترسره شوو هڅو راڅرخېدله، خو د ورځپاڼې مغرضو ايډيټرانو د دې پر ځای چې د ناپېيلې ژورناليزم د رسالت له مخې د مرکې له مجموعي منځپانګې نه ‍( چې سوله او تفاهم وو) خبر جوړ کړي، په مغرضانه ډول یې له یوې داسې خبرې نه خبر جوړ کړ چې له موږ نه اصلاً پوښتل شوي نه دي. د ګارډين د دغه خبر له لوستلو وروسته پر دې حقیقت زموږ باور نور هم پوخ شو چې زیاتره لوېديځوالې رسنئ د نورو مغرضونو جهتونو په څېر د يوه منظم پلان له مخې په افغانستان کې د سولې او تفاهم د کار په سبوتاژ کولو لګيا دي. موږ پر دې هم باوري يو چې لویديځوالې مغرضي کړۍ او رسنۍ غواړي د دا ډول خبرونو له لارې هغه شخصيتونه تخريب کړي چې د بين الافغاني تفاهم، سولې او ثبات په لاره کې صادقانه هڅې کوي. ځکه نو موږ د دې بیان له لارې په ډاګه کوو چې په ګارډين او د هغې په استناد په نورو رسنیو کې زما( رحمت الله کاکازاده) په حواله خپرې شوي خبري له سياق او سياق نه پرته خپرې شوي او په منځپانګه کې په لوی لاس فاحشه او مغرضانه لاسوهنه شويده.
زه په داسې حال کې چې افغانان د سولې یوه داسې میکانیزم ته را بولم چې اسلامې او ملي ارزښتونه مو پکې خوندې او نور مو ولس له کړاونو خلاص او د سولې ثبات او اسلامې نظام تر سيورې لاندې ژوند وکړې، د ګارډين له لورې په ماپسې تړل سوي خبرې په کلکه غندم او له هغو څخه خپل برائت اعلانوم.
رحمت الله کاکازاده