۱۳۹۵ آذر ۱۴, یکشنبه

زما علم غله یو وړ / له اشپز سره بانډار


لیکوال: امید فردا
 د پنجشنبه ورځ وه له اشپز سره مي وعده وکړه چي د جمعی په ورځ به د سود خورو په اړه سره بانډار کوو خو د خدای او بنده اداره یوه نه وه  مازدیګر چی له دفتره ووتم سل یو نیم سل متره به لا نه وم تللی چي غږ را پسی وشو ( حاجی صاحب موترتان پنچر است ) موټر می د سړک غاړي ته پارک کړ کله چی له موټره کوزیدم په زړه کښی می را وڅرخیده چي هسی نه بکس او کامپيوټر می څوک یوسي له همدي ویري مي د موټر دروازي کلکي وتړلي د ټایر په بدلولو لګياشوم خدای مي دي غاړي نه بنده وي چي د ټایر بدله ول به څو دقیقي وخت اخستی وي خو تر لسو دقیقو زیاتي نه وي .       
کله چي د ټایر له بد له ولو وروسته د موټر دروازی ته ودریدم در وازه خلاصه وه بکس غله له ځان  سره  وړی و  .               
فکر مي ډیر خراب شو په دي نه چي ګنی زما بکس غله یو وړ په دي می فکر خراب شو چي غله څومره بیچاره شول چي آن زما زاړه کامپیوتر ته یی هم سترګي پټي کړي وي.                          
د جمعي شپه وه نورو له لیلي سره خندل ما له غله سره کامپیوترغم ژاړل  داځکه چي غله به حتما زما پر بکس له پیسو د ډک بکس خیال  راغلی وي  ځکه خو یی د ډیر دقيق پلان او محاسبه  له مخي را څخه غلا کړ.

 د شپی ناوخته مي په سترګو د خوب څپه راغله څرنګه چي مي سترګي خوږي شوي وي عبدالجبار قهرمان مي په خوب لید قهرمان زمونږ دهیواد سولیدلی له وخته تیر د ده په وینا نظامي جندرال دی.                                                                   
قهرمان په لومړي نظر ساده خو مخلص او مینه ناک په نظر څرګند یده له ده سره مي رؤیا یی لیدنه د هلمند د سیند په غاړه د یو پل پر سره وشوه .
قهرمان د هلمند له جګړي ډیر ترخي خاطري در لودي له خپلو مشرانو یی هم ډیر ګیلي کولې هغه ډیر مایوسه و هغه راتلونکي ته د یو جندرال په صفت هیڅ هیله مند نه و هغه له ولسمشره هم ډیري غوښتنی کړي وې  خو یوه یی هم نه  وه ورته  پوره کړي داځکه   چي ولسمشر هیڅ متوحه نه دی هغه  د جانکيري په وظیفوکښی دومره مجزوب دی  چي آن د خپلو دیني مراسمو تفکیک هم نشي کولی کله  حضرت حسین رضی الله عنه ته د خدای د لمسی خطاب کوي کله د سعدي   له نامه سره دعلیه سلام توری کاره وي کله بیا د ایران ولسمشر د افغانستان ولسمشر بولي  کله  د جنازي په لمانځه کښي  له تکبیر سره جغت پړمخي په  سجده ځان واچوی او کله بیا د فاتحي په مراسمو کښي د دوعا پر ځاي لاسونه غوږوته د نیت تړو لو په موخه پورته کړي  له ولسمشره ګیله نه ده په کار د هغه د مغز پروسیسور دا مهال ډیر مصروف دی دومره مصروف چي بعضي وخت هنګ کوي .                                                      
له قهرمانه مي وپوښتل تاسو د څه په وړاندي جګړه کوئ؟            
ویل مونږ د تروریزم په وړاندي جنګیږو .
ماویل د کوم تروریزم په وړاندي ؟ هغه تروریزم چي عدالت یی منځته را وړی و او که هغه تروریزم چي امنیت یی را وستی و؟.
ویل څه څه ؟ تروریزم او عدالت ؟
ما ویل جندرال صاب تاسو د خلیلزاد (استازی ) کتاب لوستی ؟
ویل نه
ماویل تاسو د رابرت ګرینیر (۸۸ ورځي تر قندهاره ) کتاب لوستی ؟
ویل نه هغه څه لیکلي ؟
ماویل هغه لیکلي : دوه شیان چي طالبانو وکولی شول په موثره توګه ګټه  تري واخلي یو امنیت و بل عدالت و ، د دوي عدالت زمونږ په نظر ښایی ډیر ښه نه وي ځکه چي د اندامونو غوڅه ول او اعدامونه پکښي شامل و خو کله چي به د دوي له لوري پریکړي کیدلي نو چټکي به وی او په عمومي ډول به دعام خلکو د خوښي وړ وي .
خو تاسو د طالبانوبرعکس له بی عدالتی او نا امني څخه د ځان په ګټه کار واخیست ستاسو د چټک فساد له امله  ولس پر خپل مرګ را ضي شوی اوس دا راته ووایه چي ترورستان څوک دي؟
په دی وخت کښي قهرمان غوښتل څه ووايی خو د سهار د لمانځه لپاره د الله اکبر ملکوتي ناري د ده خبره غوڅه کړه سترګي مي وغړولې یوی  او بلي خواته مي وکتل نه د هلمند څپانده سیند و او نه یی پر غاړه زه او جنرال قهرمان .
دسهار له لمانځه وروسته مي اشپز ته زنګ وواهه ما ویل یاره زما او ستا د بانډار پروګرام خراب شو .
ویل ولي ؟
ما ویل زما علم غله یو وړ .
ویل ستا علم چیرته وو ؟
ما ویل په بکس کښي و.
ویل په بکس کښي علم ، علم نه دی .
خدا حافظ کامپیوتر
                       

هیچ نظری موجود نیست: