۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبه

د دجال راتګ نږدي شوی /له اشپز سره بانډار



لیکوال: امید فردا

ویل مامور صاب د کامپیوتر او بکس په ورکیدا دي ډیر خفه شوم خدای دي دجالانو ته هدایت وکړي .

ماویل پریږده یاره قسمت به همدا وو .

ویل رښتیا د دجال په اړه ملا صاحبان ډیر وعظونه کوي دا به کله را ځي ؟

ماویل نښي خو یی ټولي څرګندي شوي دي ، دی به هم له شا ورپسي وي .

ویل څه ډول نښي ؟

 ما ویل یور ورور د سید اجمل ستایلي په نامه په دي اړه له کومي بلي ژبي یوه  لیکنه را ژباړلی ډیر خونده ور مالومات پکښي دي .

ویل څه لیکلی ؟

ماویل هغه لیکلی : 
 
آیا تر ننه مو  خپل څلورو خواوو ته کتلي  چې څومره د دجال نښې په ښارونو، تلویزیونونو او انترنیت کې وینو، دا ټولی نښي  اتفاق نه دي بلکي  د دجال لارویان د هغه د راتلو لپاره تیاری نیسي .
ویل لعنت  د دجال په لاره ویانو.
ماویل ته  لعنت پریږده  په دي اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایش واوره :
مسلم شریف یو مشهور حدیث را نقل کړی چي  حضرت محمد (ص) فرمایي: دجال په یوه وچه کې د مدینې شرق ته په بحیره مدیترانه کې تړل شوی او خپلي آزادي ته منتظر دی  په دې منطقه کې چې رسول الله ص ورته اشاره کړې په سل هاو وچې (جزیری) شتون لري چې یوه له هغو  څخه باید د دجال جزیره وي. څرنګه چې په  انځور کې لیدل کیږي یو ساختمان د سترګي په شان په یوه وچه (جزیره) کې موقعیت لري.

 یو بل حدیث شریف مسلم را نقل کړی په هغه کښي حضرت محمد (ص) فرمایي: دجال به د ۷۰۰۰۰ اصفهاني یهودو لخوا بدرګه کیږي چې فارسي شالونه به یې اغوستي وی.
په دی وخت کښي اشپز سر وښو را و  ویل د پیغمبر په خبر کښي شک کول کفر دی  په ایران  کښي زیات شمیر یهودان ژوند کوي .
 ما ویل جالبه واوره
ویل هغه څه ؟
ما ویل  جالب دا چې په دې وروستیو کلونو کې ۷۰۰۰۰ ایراني یهودانو  اسرایلو ته کډی  و کړې.


ویل خبر به نه یی چي په دي وروستیو اورلګیدنو کښي  دغو ایرانی یهود ته کوم زیان میان رسیدلی  که نه ؟
ماویل پریږده یاره خبره بلي خواته مه بیایه کیسه ته غوږشه .
ویل وایه
ما ویل ډیری ملکونه هم د دجال راتګ ته تیاري نیسي او خپله وفاداري هغه ته د ودانیو په جوړه ولو سره او په دولتي ادارو  کښی  په  نښو ایښودل   سره څرګندوي.
ویل یاره مامو صاب دا ته څه وایی ؟ مسلمانان او د د جال ملا تړ؟
ما ویل زما  هدف د هیڅ ملک شریف خلک ندي،ولې د دې ملکونو واکمنو ځانونه پر شیطانانو  خرڅ کړي لکه د سعودي عربستان دولت د همدا راز زمونږ په هیوایو کښي د صلیبیانو په لاس جوړ شوی حکومت.
 ته یو ځل د خپلو ملي پولیسو نښان ته ځیر شه  چې په منځ کښي به یی د یوې  سترګي نښه ووینی کله دي دا پوښتنه کړي چي دا نښه به ولې پکښي  ځای پر ځای شوي   وی .؟ او څه معنی  به ورکوي؟

ویل ګوره پام مامور صاب د ملی ساتونکو په اړه دي نوري خبري د زغملو نه دي .




ما ویل ګوره ته زما خبره واوره داسی ژر خپلي چمچي ته مه لاس کوه زه  خپلو پولیسو ته احترام لرم  د هغوی په اسلام کښي شک نلرم  ولې نامعلومو کسانو د  امریکا له  یرغل وروسته  دا کار کړی نه پوهیږو چې چا او کومو کسانو به  ځان په خپل یو سترګي رهبر  خرڅ کړی وي.

حضرت محمد (ص) فرمایي دجال به مدینې ته راشی خو مدینې ته ننوتل به یې حرام وي، ځکه چې ملایکې به د ننوتو اجازه ورنه کړي نو دی به د مدیني له ښار څخه بهر په یوه مالګینه ځمکه کښي مستقر شی.




د سعودي عربستان دولت د مدینې ښار څخه بهر په یوه غونډۍ کی یوه ماڼی  د شاهي ماڼی په نامه جوړوي. چې ځایي خلک یې د دجال ماڼی بولي، چې اکثرو علماوو دا منلی ده چې دا ماڼی په یوه مالګینه ځمکه کښي جوړه شوی ده چي ولسي خلک یی د دجال ماڼۍ بولي  هر کافر او منافق به د دجال د راتلو په مهال ده ته د پناه وړلو لپاره له مدینې څخه ځي او کیدای شي چې په دې ماڼی کې به ځای ورکړل شی.

حضرت محمد (ص) فرمایي: دجال به راشی پورته به شی او مدینه به وویني، نو خپلو ملګرو ته به ووایي: هغه ماڼی وینی؟ هغه د احمد جومات دی ( مسجد نبوي). په هغه وخت کې دا جومات ډیر ساده جوړ شوی وه، ولې نن سبا یې د ماڼی شکل خپل کړی، او جالبه دا چې نبوي جومات له قصر شاهي څخه چې ۷ کیلومتره ترې فاصله لري د لیدو وړ دی.

د دجال د راتګ لپاره هر څه چمتو دی او لارویانو یې امریکا یانو او اسرایلو په دې وروستیو کې د ده د پلانونو د تطبیق لپاره زیات تلوار  کوي داسې لیدل کیږي چې دوی یې لیدو  ته زیات لیواله دي مونږ نباید ویده ووسو ځکه چې رسول الله ص فرمایي: هیڅ فتنه له  آدم عیله سلام څخه نیولي بیا تر قیامته  د دجال له فتنې څخه لویه نده.

په دي وخت کښي اشپز کلیمه وویله  ویل ځم چي د غرمی لپاره د دیګ غمه وخورم  .  
مال ورشه یو ښه ګرم اوماچ پوخ کړه .
ویل چشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم


هیچ نظری موجود نیست: