۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

خاک بر سري حفیظ گوش دراز هیچ آدم نشد / له اشپز سره بانډار


لیکوال : امید فردار
پرون ډېره سخته یخني وه، اشپز ته مې وېل د غرمي له دیګ وروسته د دفتر په عمومی دروازه باندې یوه ښه درنه او پنډه پرده ټینګه کړه،،، وېل په سترګو خو مرسته به مې کوې ..
ماویل سمه ده .
د پردې د بندولو په مهال مې را وغږاوه، ماوېل یو وخت خو په وزیراکبرخان کې د امرصاحب په میلمستون کې اشپز وې نو دا راته ووایه چې حفیظ منصور دې پېژاند کنه،،،
ویل د مادسین ( محمدحسین) اکا زوی َښیی.
..ماویل پلاریی نه پیژنم خو دی  یو وخت  د باختر آژانس ریس وو اوس په پارلمان کښي دی.
 ویل هماغه دی اصلي د پنجشیر دی د امیر صاب ډیر نژدي او پټ ملګری وو .
په دي وخت کښی اشپز یوه لحظه په فکرونو کې ډوب شو له ساړه اوسیلي سره یې وویل(وای برحال کشور نازنینم ) څنګه  د نااهلوبچو لاس ته لوېدلی دی،، .
ما ویل هغه بیا څنګه ؟

ویل هسی یوه ورځ مې د حفیظ منصور اوطاق را جا رو کا وو یو تش  ښایسته بوتل مي  وموند،،، له ځانه سره مې راواخیست ماوېل کور ته به یې یوسم تر څو پکې مرچ او مسالی واچوو،، خو اشپزخاني  ته چي راغلم  مشر اشپز  راسره ولید راته کړل یې (چی رابرداشتی  اوبچه)، ماوېل کور دې ړنګ نشه تش بوتل دی.
د مشر اشپز چې په بوتل سترګې ولګیدې  ویل :( خاک بر سري حفیظ گوش دراز هیچ آدم نشد)    په یوه خرپ یې بوتل رانه واخیست یو بل پنجشیري ته یې د  سترګک په وهلو سره وویل : ( اي ساده را بفهمان،،،) هغه راپه غوږ شو وېل( منصور صاحب تکلیف اعصاب دارد داروي ارام بخش میخورد چون این دوا کمیاب است  نمونه اش نگه میدارد،،                             
هغه وخت مي پر دي موضوع سر خلاص نه شو اما اوس پوهیږم چي هغه بوتل د ترخو اوبو وو  ....... خبره مي ونیوله  ماویل اوس خبریی چي څنګه ګلان یی پاشلي ؟ .
ویل یا تلویزیون مي ماشومانو خراب کړی له هیڅ نه یم خبر .
ما ویل ده مبارک ویلي : چي په پوهنتونو کښي د دین تدریس ( اسلامي فقه او اسلامي ثقافت)
د پوهنتون شاګردان بی لاري کوي .
ویل یعني چي ؟
ما ویل یعني دا چي : تدریس جهان بینی و فقه اسلامی» - تحت نام «ثقافت اسلامی»، به گسترش «افراط گرایی مذهبی و حتی تروریسم» در پوهنتونها، دامن می زند.
یو نا څاپه یی له زنې ځان را خوشی کړ ویل لعنت پر دي کاذبو جهاديانو پړ مخي په ځمکه پریووت دواړه غوږونه یی ونیول ویل خدايه توبه له ټولو بدو توبه .
یوه ښه لحظه پر ځمکه پړمخي پروت وو چي را پورته شو ویل دا خبري به یی چا په مغزو کښي ور پیچکاري کړي وي ؟
ما ویل د ده یوملګری د نجیب کابلي په نامه  دی هغه د ملي مشارکت په نامه د یو ګوند هم لري هغه ویلي: 
اته ـ نهه کاله پخوامی حفیظ منصورته  ویلی وو چي د ایران لپاره له چوپړ وهلو څخه لاس واخله  دی وایی چي ایران حفیظ منصور ته په افغانستان کښي د قومی او مذهبی جګړو د تندولو په موخه  د میاشتي له ۵۰ زرو نیولي تر ۱۰۰ زرو ډالرو پوری معاش ورکوي .
ویل فکر نه کوم چي دابه د ایراني ډالرو زور وي زما په خیال هرو مرو  بوتل موتل به ورته نه وي  رسیدلی چي کله بوتل ورته ورسیږي په هماغه لحظه یی سد سرته ور ځي د دغو خلکو هر څه په بوتل پسي تړلي.
ویل رښتیا د بوتل (شرابو) په اړه څه مالومات لري ؟
ماویل د شرابو توری په قرآنکریم کښي په خمر سره یاد شوی هر هغه څه چي عقل زایله وي یا عقل پټه وي  یا سړی مسته وي هغه ته خمر ویل کیږي .
شراب یا خمر له مختلفو شیانو لکه له ورستو انګور خرما وو ممیزو غنمو اوربشو وریجو او داسي نور تر لاسه کیږي .
ډاکتران وایی چي د شرابو استعمال د وینی فشار لوړه وي قلبی امراض را منځته کوي د معدي د سرطان سبب کیږی اویو شمیر نوري مهلکي ناروغۍ هم منځته را وړي .
ځکه خو په قران کریم لوی خدای جل جلاله د شرابو د خباثت به اړه فرمایی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ .
ژباړه :  اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ .
ویل چي داسی مضر شی دی بیایی نو دا بدبختان ولي خوري ؟
ماویل شراب په موقتی ډول کاذب سکون خوړونکي ته وربښي خو کله چي یی نشه ختمه شوه بیا سړي ته  یو ډول ذهني نا ارامتیا پیدا کیږي همدا نا آرامتیا د دي سبب کیږي چي شرابو خوړونکي دزیاتو شرابو مصرف ته مجبور کړي  کله چي یی مصرف زیات شي اعتیاد را منځته کوي کله چی اعتیاد را منځته شو بیا نوهغه پورته یادي  شوي ناروغۍ را منځته کوي.
ویل ثقافت نوم مي ډیر اوریدلی دا ثقافت څه مانا ؟
ما ویل د عبدالحکیم حمید په نامه یو دین پوه دی هغه د ثقافت دا ډول تعریف را نقل کړی :
دثقافت لغوي : پیژند نه:
ثِقَافُ الرِّمَاحِ : أَدَاةٌ مِنْ حَدِيدٍ أَوْ خَشَبٍ تُقَوَّمُ بِهَا الرِّمَاحُ وَتُسَوَّىة :معجم المعاني.
ژباړه:دوسپنې او یا لرګي یوه آله ده چې نیزې پرې سمیږي او برابریږي.
همد غه رنګه ثقافت: حذاقت، فهم او تیزې د فکر او دعلم کمال ته هم وائې.
داسلا مي ثقافت تعریف:
د ثقافت دکلمې أصل چې “ثقف” دی د کوږوالې د سمون اوهمدارنګه د استقامت معنا ورکوي دلته هم له اسلامي ثقافت څخه همد غه سمون او استقامت مراد دی.
راځۍ چې لومړی اسلامي ثقافت وپیژنو:
الثقافة الإسلاميّة هي المعرفة الشرعيّة، والإحاطة بأمور الدين الحنيف بحيث تكون هذهِ الثقافة طريقةً لحياة المُسلِم، تشتمل على عِلم المُسلمين بدينهم، وعملهِم به وتكوين الفكر الإسلاميّ القائم على الفهم الصحيح للكتاب والسنّة، وبالتالي ينبثقُ لدى المُسلم سلوكٌ يتسم بالاعتدال. وأن يعلموا أحكامه وخُصوصاً ما يتعلّق بالعبادات والحلال والحرام.
مصادرثقافت الاسلامیة :
ژباړه: ثقافت اسلامي، هغه د شریعت پیژند نه ده، اود حنیف(برابر) دین په احکامو په پوره معنا پوهه ده، پداسې شان سره چې دغه ثقافت د مسلمان د ژوند تګ لاره ده اود مسلمانانو په دیني پوهونه او دهغو په د ین باندې په عمل کولومشتمله ده، او داسلامي فکرجوړونه منځ ته راوړي چې هغه په صحیح فهم سره له قرآن اونبوي احا دیث څخه سر چینه آخلي او په پایله کښې مسلمان ته معتدله او برابره لاره روښا نه اوځانګړې کیږي، اوداچې د اسلام حکمونه پیژني په ځانګړي ډول سره هغه چې له حلال او حرامو سره تړاؤ لري.
داسلامي ثقافت ځانګړنې:
داسلامي ثقافت علم په اصل کښې له قران کریم څخه سرچینه آخلي، قرآن کریم دالله تعالی کتاب دی اوالله تعالی هغه ذات دی چې ښکاره او پټ واړه ورته معلوم دي، او همدغه رنګه له نبوي سنتو څخه لار ښونه ترلاسه کوي چې هغه د اسلامي دین پوره بیان اوښوونه کوي‎، د صحابه کرامو، تابعینواو صالحینوپه اثارو تکیه لري، هغه څه پکښې راغونډ شوي دي چې دأمت غوره علماء اوداجتهاد اوتمیزخاوندانو څیړلی اوغوره کړي دي، همدا اسلامي ثقافت دی چې د اوسمهال ټولي ستونزې داسلامي احکامو په رڼا کښې حل کولی شي، ځکه داسلام دین د هرمهال اوهرې انساني ټولنې لپاره کفیل دی، چیرته اوکله هم چې کومه ستونزه منځ ته راشي نو په اسلامي احکاموکښې ئې حل شتون لري، اسلامي ثقافت یو معتدل برابرثقافت دی نه افراط پکښې شته اونه تفریط، ځکه اسلام داعتدال دین دی نوهرهغه علم چې داسلام په اصولو ولاړوي هغه معتدل اومتوسط علم بلل کیږي نوهیڅکله هم اسلامي ثقافت تطرف اوتروریزم منځ ته نه راوړي ځکه اسلام له دغوکړنوڅخه منع فرمایلې ده. نواسلامي ثقافت له تطرف اوتشد د څخه پاک ثقافت دی
ویل خدای مي دي له داسي علما وو قربان کړي .
په دی وخت کښی د دفتر منیجر را غږ : خلیفه اشپز یک گیلاس قهوه بیار .
ویل چشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم اینه آوردم .
سرچني :
۱-تنزیل ویب پاڼه
۲-اعجاز علمی قرآنکریم
۳-بی بی سی 
۴-مولوي عبدالحکیم حمید
۵- د باختر آژانس پخوانی ریس عبدالحنان همت 
۶-نن ټکی اسیا ویب پاڼه 



.

هیچ نظری موجود نیست: