۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

د دې بختورې نوم "تونزاله محمد زاده" ده / له اشپز سره بانډار


لیکوال: امید فردا
ویل مامور صاب د هغه قرآنکریم انځورونه دي ولیدل چي یوې میرمنې په ورښمین ټوکر لیکلی ؟
مال ویل  هو ولي ؟
ویل هسي پوښتنه را سره پیدا شوه چي دا بختوره به دکوم ځاي وي ؟
ماویل د دي بختوري نوم تونزاله محمد زاده دی د اذر بایجان اوسیدونکې ده عمر یی ۳۳ کاله ده د هنرونو په برخه کښي د ترکیی په هیواد کښي لوړي زده کړي کوي.




دغه قران کریم یی په ۵۰ متره وریښمین ټوکر د دریو کالو په اږدو کښي د طلا او نقره په اوبو لیکلی.
دې ویلې چي زما تر ټولو لویه هیله دا وه چي قرآن کریم په وریښمین ټوکر په خپلو ګوتو ولیکم چي دغه هیله می خداي پوره کړه.

د وریښمو یادونه په قرآنکریم کښي هم شوي
وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا ﴿الانسان:١٢﴾
 
ژباړه : او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي
مال ویل څنګه اوس دي و پیژنده ؟
ویل هو
ته نو اوس راشه زمونږ والو ته دهنرونو د پوهنځی دروازه به یی لا لیدلي نه وي اوږد ټوپک به په غاړه کښي درته واچوي (تمبور) چي کله پوښتنه ترې وکړي په څه

کار لګیا یی ؟ نو په اروپایی سټایل ويښتانو کښي به ګوتي ووهي  توري عینکي به له سترګو لري کړي په متکبرانه لهجه به درته ووایی ( محصل دانشکده هنرهاي زیبا هستم امسال بخیر در ستاره افغان هم ثبت نام میکنم ) انجوني بیچاره ګاني خو لا هاخوا پریږده هسي هم ترکي سریالونولیونۍ کړي د کلنۍ آزموینه په پاي کښي به پارچه مخته درته کیږدي  له سم نمایی مضامینوبه پاته وي چي پوښتنه تري وکړي ولي ؟ څه بلا وهلي یی چي د ناکامي پارچه دي را وړه نو سترګي به یوې بلي خواته چپه او راسته کړي په لنډو ټکوکښي به درته ووایی ( نمی رسم) که ماته خداي لمسۍ را کړه نوم به تونزاله اشپز زداه پري ږدم خداي مهربانه دی چي د تونزاله محمد زاده د پلار په څیر ما هم سر لوړي کړي .
ماویل پریږده یاره بخارۍ ته یو دوه لرګي ورټیل وهه .
ول چشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
یوه ښه لحظه یی سره کښته اچولی وو د بخارۍ اور یی تازه کا وو چي بیرته یی سر را پورته کړ پزه یی په لستوڼي پاکه کړه ویل مامور صاب دا اذربایجان هیواد چیرته دی ؟
ماویل :اذربایجان چي پخوانی نوم البانیا دی د قفقاز له لويو هیوادو نو څخه دي چي له ایران، ارمنستان، ګرجستان ، روسیی ،ترکمنستان او قزاقستان سره ګډي پولي لري .
د اذربایجان اوسیدونکي ۹۵ سلنه مسلمانان دي رسمي ژبه یی اذربایجاني ترکي ده د روسی، فارسي ،ارمنی او کردي په څیر نورو ژبو ویونکي هم لري د دي هیواد مرکز باکو نومیږي .
ویل څه ؟
ماویل باکو.


دغه هیواد په ۱۹۲۰ میلادي کال کښي د روسانو لخوا اشغال شو او په ۱۹۹۱ کال کښي یی بیرته یی له روسانو خپل استقلال واخیست پوره ۷۱ کاله د روسانو مستعمر هیواد وو .
ویل څنګه ؟ جهاد مهاد یی وکړ چي له روسانو یی آزادي واخیسته ؟
ماویل یا فکر نه کوم چي د جهاد په نامه به کوم حرکت را منځته شوی وي خپله د اذربایجان ولس نور نه غوښتل چي د روسانو تر استعمار لاندي ژوند وکړي اوبل زما په خیال یو لوي علت یی په افغانستان کښي د روسانو یا هماغه شوروي اتحاد ماتي هم کیدای سی کله چي د روسانو پښي په افغانستان کښي بندي شوي نو د افغانستان په جنګ کښي روسانو ډیر تاوان وکړ ډیري پیسي یی مصرف کړي ډیر عسکر یی ووژل شول ډیر جنګي تجهیزات یی له لاسه ورکړل د همدي تاوان له امله روسان مجبور شول چي هم له افغانستانه پښي سپکي کړي اوهم هغه شمیر هیوادونه چي دوی تر خیټه لاندي کړي وو بیرته آزاد کړي .
ول افغانستان نه دی سم دم د سریښو ډنډ دی چي هر څوک ور لویدلی بیا په روغه ....... نه دی وتلي .
ماویل بله واوره
ویل هغه څه ؟
ماویل د غزنویانو په دوره کښي اذربایجان هم د افغانستان برخه وه .
یودم یی چیغه کړه ول کور دي خداي وران کړه کرزی څرنګه دي د سلطان محمود غزنوی له عزته ډک تاریخ د شین سترګو امریکایانو په پښو کښي پاڼي پاني کړ.
یوه ښه لحظه بیا د سوچونو په سیند لاهو شو له ځان سره یی وویل هغه ولس چي له خپل تاریخي ویاړونو اود خپل هیواد له تاریخي جغرافیا ناخبره وي او خپله ډوډۍ د دښمنانو په تنور پخه وي تر لا بدي ورځي له خدایه ورته غواړم .
ماویل هو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د استخباراتو ریس هم طعنه ورکړي .


ویل څه یی ویلي ؟
ماویل هغه ویلي کله چي مو کرزی له پاکستان د ارزوګان تر سمڅو او له هغه ځایه مو بیا تر ارګ ورا سا وو داسي هسکه غاړه به د ارګ په ګلانو کښي کرزیده ته به وایی له پاکستان سره یی د افغانستان پوله د اټک سیند ټاکلی .
ول مرګ په تور........ پنجابیانو او د هغوي په سر سپارلو غلامانو .

مال پریږده یاره دا د ارګ خيلو ادبیات مه کاره وه ځه ولاړ شه د غرمي غمه وخوره .
ویل ښاااا دا د ارګ خیلو د نسب سلسله تر چا رسیږي
ماویل له شاه شجاع  پیلیږي په کرزي ختمیږي.

زمونږ بانډار ادامه لري...........

هیچ نظری موجود نیست: