۱۳۹۵ آذر ۵, جمعه

منصور حلاج نه وو سم د نساجي ماشین وو / له اشپز سره بانډار



لیکوال امید فردا
په پخلنځی کښي یی لوښي مینځل را غږ یی کړل : مامور صاب زما پیر کیسه کوله چي منصور حلاج ډیرو لوي ولې الله وو
 مال هغه څنګه ؟
ول منصورصا حب  په ۲۴ساعت کښي زره رکعت لمونځ په ځان لازم کړی وو  .
ژر می د خپل مبایل په ګڼونکی کښی ۱۰۰۰ په ۲۴  و ویشل  په هر ساعت ۴۱.۶۶۶رکعته رسیدل مال اشپز لالا دا د لمانځه د رکعتو شمیره یی  یو څه را کمه  کړه.
 ول ولي ؟
مال د ډوډي او خوب لپاره بیخي وخت نه پاته کیږي .
ول اولیا الله (خدای دي په نیکي  را ورسوي ) چي خوب او خوارک وکړي نو بیا ولې الله  په څه شو ؟
مال رښتیا هم هغه بیا ولیان نه  بلکي ملایکي وي .
ول بله واوره
مال وایه


ول منصور صاحب دومره لوي بزرګ وو یوه ورځ یو دکان ته ورغی د دکان مالک د ده  مخلص مرید وو هغه  ته یی وویل چي ته ورشه هغه زما پلانکی کار وکړه زه به دا ستا کار پر مخ بوزم" په دکان کښي دکاندار پمبه له دانو بیله ول" .
دکاندار ولاړ د منصور په کارپسی له هغي خوا چي راغی ګورې منصورصاحب  مراقبه دی پمبه (پخته) له دانو اتومات په خپله  بیلیدل له هغه وروسته دکاندار منصور د  حلاج  په نامه ونومول ،  حلاج د بیلیدونکی په مانا دی .
مال داخو سم د نساجي ماشین وو.
یو دم هل کړل له اشپزخاني پري را وغورزید ول ته د اولیا الله له کرامت څخه منکر یی ؟
مال منکر یی کافر دی.
وله ښه اوس  یی د دار کیسه واوره :
مال غوږ یم
ول یوه ورځ له ده مبارکه څخه یو چا پوښتنه وکړه چي منصوره ! د عشق څو مرتبي دي ؟ او د عشق اخر څه دی ؟
ول ده مبارک ورته وویل چي صبا به زه  د عشق لمړي مرتبه عملا درته  وښیم  په دوهمه ورځ به د عشق دوهمه مرتبه ووینی او په دریمه ورخ به د عشق دریمه مرتبه وویني .
د هغي ورځی له تیریدو وروسته  د وخت د حکومت له لوري د علماوو په فتوای په دار وځړول شو خلکو په ډبرو ویشت حضرت شبلی هم چي  دخلکو په منځ کښي ولاړ وو هغه  په ګل وویشت منصور ورته را غږ کړل چي ای شیبلی د نور خلکو تیږو دومره خوږ نه کړم لکه څومره چي ستا ګل زما وجود و دردا وو داځکه چی ته زما په حقیقت خبر یی .
کله چي دی په دار او سنګسار شو په هر ځای کښي چي به د ده مبارک د وینی څاڅکی لګیده هغه څاڅکي به د" اناالحق" ناري وهلي .
په دوهمه ورځ علماوو امر وکړ چي وجود یی ټوټي ټوټي کړۍ کله چي یی د ده  وجود ټوټي ټوټي  کړ د وجود له هري ټوټي څخه یی د" اناالحق " اواز پورته کیده .
په دریمه ورځ یی د ده د وجود ټوټي اور ته واچولي او وي  سوزولي بیا هم د ده له ایرو څخه د" اناالحق " ناري پورته کیدلي بلاخره د وخت حکومت او علماوو فیصله وکړه چي بله چاره نشته  ایري یی د دجلي سیند ته واچوۍ د ده مبارک ایري یی د دجلي سیندته واچولي یو دم دجله په جوش راغله مریدانو یی د دي لپاره چي اوس دجله څه ورانۍ ونه کړي د بغداد خلکوته کوم تاوان ونه رسوي   د ده مبارک چپنه یی ورته ونیوله یو دم  دجلی کلمه وویله  بیرته آرامه شوه .
مال څنګه د  دجلي سیند د" اناالحق " بغاري ونه کړي ؟
مال پریږده یاره دا ټولي تاریخي افساني دي چي تا غوندي غالی صوفیانو جوړي کړي دي  .
ول یاره مامور صاب زما په خیال له تصوف اوعرفانه چورلټ منکر یی ؟
مال نه په خدای زه هم مرید یم .
ول نو بیا ولي د وابیانو په څیر مشکوکي خبري کوي ؟
مال دا څه چي تا  وویل دا هم له عقله سره  په ټکر کښي دي  او هم  د تصوف له روح سره
 ول ښه  د منصور په اړه ستا نظر څه دی ؟
مال زه خو په داسي موقف کښي نه یم چي د منصور په اړه څرګندوني وکړم خو د ده په اړه به   یو تاریخي قضاوت را واخلم  ته سوچ پري وکړه .
د منصور حلاج اصلی نو ابوالمغیث بن احمد بن ابی طاهر مشهور په حسین بن منصور حلاج وو چي په کال ۲۴۴ هجری قمری کښي دنیا ته راغلی د نسب سلسله یی ابو ایوب انصاري ته رسیږي په ۱۲ کلنی کښي یی قرآنکریم حفظ کړی وو د تفسیر او تصوف په برخه کښي یی له ابو سهل بن عبدالله شوشتري څخه زده کړي  ترسره کړي وي ابو محمد سهل بن عبدالله شوشتري په دریمه هجري پیړۍ کښي مشهور عالم او صوفي تیر شوی  .
په ۲۶ کلنی کښي مکي مکرمي ته ولاړ یو کال یی هلته تیر کړ له هغه ځایه چي راستون شو د جنید بغدادي په حلقه کښي یی برخه واخیسته خو د عقیدي د خرابوالي پر سر جنید بغدادي له خپلي حلقي و شاړه  د دي ترڅنګ کله چي د ده خسر ابو یعقوب او استاد یی عمرو بن عثمان د ده له عقیدوي فسادڅخه  خبرشول هغوي هم خپل تعلوقات ورسره پري کړل .
له هغه وروسته چي د منصور حلاج او د ده داستادانو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه لوړه شوه نو دی مجبور شو خراسان، ماورالنهر، ترکستان، او چین ته سفر وکړي ده په دغو سیمو کښي خپل عقاید تبلیغ کړل او یو زیات شمیر طرفداران یی ځانته ومومل .
د منصور حلاج په اړه دا هم ویل شوی چي کله نوموړی د خپلو استادانو له لوري ورټل شو نو ده کوشش وکړ چي د شیعه ګانو د امامیه فرقي  په منځ کښي د ځان لپاره ځاي پیدا کړي هغه وو چي  د دغي فرقي مشرانو ابوسهیل نوبختي او ابوالحسن بابویه ته یی لیک واستاوو او ځان یی د شیعه ګانو په اصطلاح امام زمان  معرفي کړ خو هغوي په ځواب کښي ور څخه د امام زمان معجزه وغوښته منصور د معجزي له وړاندي کول عاجز شو نو په دی اساس یی د شیعه ګانو په منځ کښي هم ځاي پیدا نکړ .
په ۳۰۱ هجري قمري کال کښي د وخت د حکومت له لوري زندان ته واچول شو هلته به یی زندانیانو ته ویل چي روح القدوس زما په وجود کښي حلول کړی له دي سره جوخت به یی د " اناالحق " بغاره وکړه ده په زندان کښي هم یو شمیر کسان ځاتنه را مات کړي وو  .
یو شمیر علما عقیده لري چي منصور حلاج د تصوف په جامه کښي یو ساحر او شعبده باز وو خو یو شمیر نورو علما لکه عطار نیشاپوری، حافظ، سنایی ،مولوي، شاه نعمت الله ولي او اقبال لاهوري د ده په وصف کښی اشعار لیکلي .
په دي وخت کښي مي  د اشپز خواته وکتل سر یی په میز ایښی وو سخت مراقبه وو برقي بخارۍ مي ور نژدي کړه زه  تري ولاړم .
څه سر نا خلاصه صوفیان دي





هیچ نظری موجود نیست: