۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

سرنوشت ورځپاڼه:د فضل الله وحیدي د تښتولو تر شا څه دي؟

فضل الله وحیدی

د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سيد فضل الله وحيدي چې د بريتانيا ويزې ترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته تللى و، وړمه ورځ د نامعلومو وسله والو له خوا په اسلام اباد کې تښتول شوى دى. تر دې وړاندې هم په پاکستان کې افغانان تښتول شوي، چې ځیني یې پخواني او ځینې یې د دولت فعال مامورین وو. د ښاغلي وحیدي د تښتولو تر شا څوک دي او دا کار یې ولې کړی دی؟
په اسلام اباد کې تښتول او بیا د داسې کس تښتول، یوازې ای اېس ای او د پاکستان د حکومت نور استخبارات کولی شي. که د پاکستان د څارګرو ادارو خوښه نه وي او یا دوی خپله په کې دخیل نه وي، څوک نه شی کولی چې یو بهرنی وګړی وتښتوي، خو پوښتنه دا ده چې پاکستانیو څارګرو ادارو دا کار ولې کړی؟

فضل الله وحیدي د اوږدې مودې لپاره د کونړ والي پاتې شوی دی. کونړ د پاکستان لپاره د نظامي او استخباراتي تمرکز مهم ټکی و او دغه راز ویل کیږي چې پاکستاني ضد کسان هم چې امریکا یې ملاتړ کوي، په کونړ کې فعال دي. نو ښايي د ښاغلي وحیدي تښتول له دې موضوع سره تړلي وي. تښتونکي به فکر کوي چې له فضل الله وحیدي څخه ښايي مهم معلومات تر لاسه کړي او یا هم غواړي په دې ډول هغه کسان وویروي چې د پاکستان د موخو پر ضد ودریږي.
د ښاغلي وحیدي په تښتولو کې دویم شک دا کیدای شي چې ښايي دا یې له دې امله تښتولی وي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره نږدې اړیکې لري. حامد کرزی د پاکستان سخت مخالف دی او د نوموړي سیاستونو پاکستان په نړیواله کچه د یو ترهګر دولت او د پاکستان استخبارات او پوځ د ترهګرو د ملاتړو په توګه ثابت کړل. دغه راز حامد کرزي پر اوسني حکومت هم له دې امله سختې نیوکې کړي چې د پاکستان ځینې غوښتنې یې منلي دي او یا یې هم ورسره امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. له همدې امله ښايي د حامد کرزي یو پلوی او له ده سره نږدې کس فضل الله وحیدي تښتول شوی وي. پاکستاني استخبارات ښايي هڅه وکړي چې د حامد کرزي د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه له فضل الله وحیدي څخه معلومات تر لاسه کړي او یا هم ښايي دا چاره پر ښاغلي کرزي د فشار په توګه وکاروي چې د پاکستان د سیاستونو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي. ښايي نور لاملونه هم وي، خو تر ګردو یې دا لامل پیاوړی ښکاریږي.
فضل الله وحیدي یو افغان دی او افغان دولت مکلف دی چې د نوموړي د خلاصون په اړه پوره هڅې وکړي. افغان چارواکي باید له پاکستاني چارواکو سره په دې تړاو جدي خبرې وکړي. ښاغلی وحیدي پاکستان ته په رسمي ویزه تللی او د پاکستان حکومت د نوموړي د خوندي ساتلو مسوولیت لري. پر پاکستان باید فشار راشي چې فضل الله وحیدي خوشې کړي او یا یې هم د خوشې کولو لپاره هڅه وکړي. دغه راز افغان حکومت باید د برېټانیا په ګډون له هغو هېوادونو چې په افغانستان کې یې سفارتونه د ویزې برخه نه لري، وغواړي چې دا ستونزه حل کړي. دغه هېوادونه باید افغانان اړ نه کړي چې د یوې ویزې لپاره ځان په پاکستان کې له خطرونو سره مخ کړي.

هیچ نظری موجود نیست: