۱۳۹۵ دی ۶, دوشنبه

د جدې شپږمه،۳۷ کاله وروسته بیا هم بهرني پوځیان


نظرمحمد مطمئن
د جدي ۶مه ۱۳۵۸ ل. کال، د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې زموږ هیواد ته راغلي.
۱: سردار داوود خان شوروي پلوه پرچمیانو وهڅاوو چې د پاچا ظاهر په وړاندي سپینه کودتاه وکړ، د چنګاښ میاشتې پر ۲۶مه ۱۳۵۲ ل. کال ( د جولای ۱۷مه ۱۹۷۳) یې جمهوریت اعلان کړ. او سپینه کودتاه یې پرته له خنډه کامیابه شوه.
۲: د ثور اوومه ۱۳۵۷ل. کال خلقیانو د سردار داوود خان پر ضد کوتاه وکړه. او نورمحمد تره کی واک ته ورسید.


۳: حفیظ الله آمین پر خپل رهبر تره کي کودتاه وکړه (۲۵ سنبلې ۱۳۵۸)، د حکومت واګې یې پخپل لاس کې واخیستي، دده د مطلقه واک موده سل ورځي وي.
۴: د جدې ۵مه ۱۳۵۸ ل. کال د شپې مهال د شوروي اتحاد سفارت اړوند خاصو ځواکونو او پرچم ډلې لخوا حفیظ الله آمین ووژل شو. د جدې ۶م سهار د شوروي اتحاد ناولي یرغلګر پوځیان د کابل ښار کې ولیدل شول. دوی له ځانه سره د شوروي اتحاد افغان بړیڅی ببرک کارمل له تاشکنده راووست او په ارګ کې یې کیناوو
۵ : د ثور میاشت ۱۳۷۱ل . کال  کې د کمونسټ رژیم وروستی د حکومت مشر ډاکټر نجیب الله د شورای نظار او پرچم ډلې د ائتلاف په نتبجه کې بې واکه شو.
۲۶ د سپټمبر ۲۰۰۱،  د ماسپښين ۲:۴۰ بجې، لومړی میوري امریکايې د پنجشیر استنه سېمه کې د رود په غاړه د شمال ټلوالي په کوچنې جوړ شوې میدان کې له الوتکې کښته شو،  دانو د ۹/۱۱ څخه ۱۷ ورځې وروسته وو، چې د امریکا د سي آی اې ډله پنجشیر ته راورسیده.
د اکټوبر پر اوومه د شپې ۹ بجې  امریکا لومړی بمبارد کابل کې د هوايې رادار دستګاوي،  د طالبانو او عربانو پر ځایو پېل کړ، کابل کې د امریکا له بمبارد سره سم د امریکا د بهرنیو چارو او پاکستان انديښنې هم راپورته شوې چې شمال ټلواله به کابل ته ننوځي او هلته به غچ اخیستنه او دواک انحصار وکړي. ډاکټر عبدالله عبدالله  ویل چې دا د پښتنو او پاکستان تبلیغات دي چې شمال ټلواله به کابل کې د واک انحصار او غچ واخلي.
د نومبر پر ۱۴مه ۲۰۰۱، د شمال ټلوالي وسلوال کابل ته ننوتل، استاد برهان الدین رباني خپل ځان ارګ ته ورساوو، د حکومت واګې په لاس کې اخیستل یې خپل قانوني حق وباله.
د ډسمبر ۲۲مه ۲۰۰۱، حامد کرزی د امریکایانو لخوا واک ته ورسول شو او تر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۴ پوري په واک کېپاتي شو.
۲۹ سپټبر ۲۰۱۴ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ډاکتر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په وساطت او منځګړیتوب د ګډ حکومت د مشر او ډاکټر عبدالله عبدالله یې  د ګډ حکومت د اجرائیه مشر په توګه واک ته ورسول شول.
د پخواني شوروې اتخاد له یرغل وروسته دادی نن یې د یرغل ۳۷ کلونه بشپړ شوو، لا هم افغانان په ارام نه دي.
د پخواني شوروي اتحاد له لس کلن یرغل او په افغانستان کې د سرو لښکرو د موجودیت وروسته تمه داوه چې افغانان به په یو داسي نظام کې سره راټول شي چې خپلواک اسلامي نظام به وي، افغانستان به د نړیوالو له توجه برخمن هیواد وي، او دلته به سوله او امن وی.
د امریکا او روسانو د ناسمو تګلارو، د ګاونډیو د حرص له امله، د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له کبله، افغانان د اوږدې جګړې قرباني شول.
امریکا پر افغانستان د حملې پر مهال ژمنه کړي وه چې یو سولئیز او د ښه اقتصاد او ښه حکومت لرونکی افغانستان  جوړولو کې به مرسته کوي، ولي هغوی د سېمې اړوند خپل نور اهداف درلودل، چې له ۱۵ کلنې جګړې وروسته هم افغانان تر پخوا له زیاتو امنیتي ستونزو سره مخ، او د یو کمزوري حکومت شاهدان دي.
افغانان پوهیدل چې کله به هم امریکا ونه غواړي چې یو خپلواک او په ځان بسیا افغانستان دي په سېمه کې شتون ولري، او د مسلمانانو ګروه داده چې بهرني پوځیان د  جوړولو لپاره نه بلکې د خرابې او خپلو هیوادونو د شومو اهدافو د پلې کولو لپاره نورو هیوادونو ته ننوځي.
دادی یوځل بيا په سېمه کې د امریکا او روسیې د رقابت نښې لیدل کیږي، دلته د هند او پاکستان رقابت هم ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی، د ایران او سعودي عربستان لاسوهنې هم نور پټې نه دي.
که افغان مشران، سیاستوال او ځوانان له سیاسي بصیرت څخه کار وانخلي، کیدای شي موږ یوې بلې اوږدې جګړې ته ننوځو.
هیله ده چې د امریکا نوي اداره په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته خاتمه ورکړي، د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره محدود او معقول مهالویش وښیې، کومه جګړه چې یې پېل کړي وه، همدا جګړه په پوره مسؤلیت سره پای ته ورسوي،  او تر شا داسي افغانستان پريږدي چې افغان شموله نظام، سوله او امن وي.
زموږ امید دی، چې داځل به نړیوال د ۱۹۹۰ کلونو په ډول افغانستان د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته هیر نه کړي، بلکې خپلې ډیپلوماټيکې اړیکې به ورسره وساتي، وغځوي او په بېلابېلو رغنیزو، ملکي، ذراعتي، تعلیمي، معادنو او ټولګټو اقتصادي پروژو کې به ورسره مرستندویه پاتې شي.

هیچ نظری موجود نیست: