۱۳۹۵ دی ۵, یکشنبه

لعنت پر لنډغرو او دهغوی پر حامیانو !

 لیکوال: خالید هادی

دا اوس د رازق او شاولي کرزي اعتصاب وو که د تراسپورتي شرکتو وو؟
د کندهار د دامان په ولسوالۍ کي د مړوندۍ په سیمه کي لنډغرو پولیسو هغه موټروانان وهلي او ډبولي دي چي مسافر ئې له کندهاره کابل ته انتقالول . چي ولي مو اعتصاب ندی کړی .
د لنډغرو په واک کي هرڅه دغسي په لنډغری روان دي اعتصاب هم په لنډغریو سو .
داحمدشا ابدالي بس شرکت چي د کرزي او دهغه د ورور شاولي کرزي او نورو قاچاقبرانو مخدره موادو د انتقال اصلي وسیله ده غواړي دولت او ولس ته خپل زور ښکاره کړي .

وروسته تر هغه چي په هرات کي ددغه شرکت نمایندګي خلکو ور وتړله ، حامد کرزي د اسماعیل خان په زور دغه نمایندګي بیرته پرانستله .
اوس غواړي په مرکز کي دولت ته دا وښي چي ددغه شرکت پر وړاندي ګوټه نیول به د ټولو افغانستان د ترانسپورټ د فلج په معنا وي .
دغه شرکت ادعا کوي چي لسګونه زره کسان ئې د کابل کندهار پر هغه لاره وژلي دي چي خرابه ده خو دوی دا هیر کړي دي چي د دوی تر خرابي لاري پر هغه سمه لاره چي تازه رغول سوي وه ډیر انسانان ووژل .
دوی چي د کرزي د کورني مخدره مواد غوندي د بشریت زهر انتقالوي نو ښکاره خبره ده چي د انسان ژوند ورته هیڅ ارزښت نه لري .
په دغه شرکت کي د کرزي ورور احمدولي ۵۰ سلنه شراکت درلود چي اوس شاولي کرزي ته په میراث ورپاته دي .
افغان دولت غواړي دغسي وژونکي شرکتونه وتړي او لنډغر ئې په مقابل کي د خپل زور تمثل وړاندي کوي .
د احمدشا ابدالي بس شرکت یوازي د افغانانو قاتل ندی بلکې د افغانستان د ارزښتونو قاتل هم دی . دوی په ښکاره ډول د ستر احمدشا ابدالي نوم ته زیان اړولی دی .

لعنت پر لنډغرو او دهغوی پر حامیانو!

هیچ نظری موجود نیست: