۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

له امریکايي اشغال څخه کورنۍ جګړه بهتره ده/محمدامین بسمل


د نږدې څلورو لسیزو په موده کې زموږد ګران هیواد دا دردوونکې غمیزه د پردیو د یرغل اواشغال له کبله رامینځ ته شوې، چې نور یې زغمل  نا ممکن دي.
د روسانو ناروا تېري او لس کلن اشغال یې زموږ دګران هیواد ثبات اود وروڼو قومونو ترمینځ یووالی او باور په خطر کې واچاو.
که له حقه تېر نه شو او دا خپل ګرېوان ته سرټیټ کړو نو تر روسانو لومړی به دا خپل پردي پاله خوځښتونه محکوم کړو دا که کیڼ اړخي یا ښي اړخي په تېره بیا اسلام پلوه دي، ځکه چې ګران افغانستان خو یوازې زموږ ټولو افغانانو ملکیت، ننګ اوناموس دی نه د روسانو.


نو ولې له یوې خوا دا کیڼ اړخي دومره ړانده شول، چې دکریملین په ترخو ودکاوو ځانونه لېوني کړي او د سبا ورځې له تشخیصه ووزي او له دا بلې خوا زموږ دا تش په نامه مجاهدین دومره په ځان مین شول، چې هفت ګانه یې یګانه او یا دوګانه نه کړای شول.
که کیڼ اړخي په دې محکوموو، چې مارکسیزم، لینینیزم او ودکاوو ګنګس او له خوده ایستلي وو نو دا محترمو مجاهد مشرانو خو نه چرس وهل نه شراب خو بیا هم له خوده وتلي او د بې پرتوګه پنجابیانو او عربانو د لنګونو او لمنو تر سیوري لاندې یې خپل ځانونه شاهان ګڼل.
اوس نو تاسې او خدای ج آیا لومړی ملامتي په روس ور واچوو او که دا خپل محکوم کړو؟
البته چې زه روس ته برائت نه ورکوم روسان تاریخ محکوم کړي او د ټولو زیانونو جبران به یو وخت نه یو وخت راکوي خو راځم دې ته، چې ولې زموږ دهیواد دغو پمنو سیاسي خوځښتونو ددې وس له لاسه ورکړی وو، چې یو او بل په ښکاره او یاپه پټه سره پخلا کړي.
که دسره خلقي او لشم پرچمي په وړاندې دسرسخت ګلبدیني اویا سیافي پخلاینه ناممکنه وه نودا بې ننګان بیا څنګه د بوینو ډالرو ترسیوري لاندې یو ځای په یو پارلمان او یوه کابینه کې سره کښېنستل؟
آیا له امریکايي اشغاله مخکې د روسي اشغال په دوره کې د دغو پورتنیو ښاغلو سترګې دومره ړندې او ماغزه له کاره لوېدلي وو چې سوچ یې کړای وای، چې د احمد او میرویس خان په ملک څه را روان دي؟
روس، امریکا، عرب او تورلینګي پنجابیان کومې نقشې لري؟
درنو لوستونکو!
وايي، دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي هیله ده زما په دغو ترخو خبرو مو زړونه را څخه بد نشي.
زه ټولو هغو افغانانو ته درناوی لرم، چې زموږ د ملي ګټو او ارزښتونو پلویان وي ولو که په هر سیاسي خوځښت پورې تړلي وي.
ورور که له ورور سره هر څومره خپګان ولري بلاخره یو او بل منلی او پخلا کولای شي خو که بیګانه  د دوو وروڼو په مینځ کې ځای وموند بیا نو د ښې ورځې تمه مه ورڅخه کوئ.
زموږ کم نصیبو مینځ ته د اسمان له هغه سره داسې سپین سترګي اوبې حیا بیګانه ګان راغلل، چې نه یې رنګونه  زموږ په څېر دي نه یې فرهنګ او دودونه زموږ په ډول او نه خو زموږ د ارزښتونو پروا لري.
داد دیموکراسي تر بیرغ لاندې نوي استعمارګران او عام وژونکي امریکایان دا هغه جګړه غوښتونکي او وینه تویونکي، چې د نړۍ پرمخ یې په میلیونونو کسان قتل عام کړي، اتومي بمونه یې پرې وروولي قومونه یې دقومونو په وړاندې جنګولي او دمګړۍ یې له منځني ختیځه زموږ تر کوره د اور لمبې راوړې او دم په دم تېل پرې پاشي.
دا د چاڼیزو عملیاتو په پلمه د پښتون قام ټول وژنې (ژنوساید) ته دوام ورکوونکي لېوني اشغالګر د خپل شرمېدلي ښکېلاک د یوې نیمې لسیزې په تېرېدو سره په دې وپوهېدل، چې دوهم ویتنام یې به نصیب شو نو ځکه دلېوني سپي په ډول هر چاته خوله وراچوي.
جان کمپل لېونی یې وايي، چې طالبان د وسلې له اېښودلو پرته بله لار نه لري د استخباراتو ادارې مشر( جیمز کلپر) د امریکا سنا ته ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۶ز کال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی.

که دسقوط خطر یې چې غالبأ ممکین هم دی ومنو نو بیا دا جان کمپل په کوم منطق طالبان وسله ایښودلو ته رابولي کله چې د کابل غلامان له خپلو اجیرو ملېشو سره دوه پښې خپلې او دوه پردۍ کړي مانا وتښتي نو دا طالبان بیا چاته وسله په ځمکه کېږدي. ونو، غرو او که راغونو ته؟
بله مهمه خبره دا، چې د ارګ په چرسیانو او بنګیانو خو سقوط هسې هم را روان دی نو بیا دکومو اهدافو لپاره امریکایي اشغالګر د ارګ د شرمېدولو اجرې ملېشې چاڼیزو عملیاتو ته لیږي؟
که تاسو د چاڼیزو عملیاتو انجام وګورئ بې د پښتنو له ټول وژنې او د اجیرو ملېشو له تېښتې او ناکامیو بله نتېجه یې نه ده لرلې.
که د زرمت او نور سیمو له په اصطلاح چاڼیزو عملیاتو څخه را تېر او د ډنډغوري فاجعه وڅېړونو دې نتېجې ته به ورسېږو، چې چاڼیز ماڼیز عملیات نه، بلکې د اشغالګرو امریکایانو تر ټولو ناروا ترین او بد نام ترین عمل و، چې له پښتنو سره یې وکړ، ۳۰ زره بې ګنا کورنۍ یې په دې سره ژمي کې لالهانده او بې ځایه کړې، د هزاره قوماندان مرادعلي مراد په امرونو یې ددغو بې ګناهو پښتنو کورونه غلبېل غلبېل کړل دا هر څه  ددې لپاره چې قومي دښمنيو ته شدت ورکړي هزاره له پښتون سره واچوي او پښتون له تاجک او نورو وروڼو قومونو سره او دوی ظالمان خپله سلطه نوره هم پسې وغځوي.
دا پرون پرون د پکتیکا په ګومل کې د طالبانو او داعش تر مینځ جګړه روانه وه جالبه ده، چې په طالبانو باندې د ډرون بمباري په مسلسل ډول تر سره کېده خو په داعشیانو یو بم هم امریکایانو ونه غورځاوه.
زما په نظر که په زور وي که په رضا دا بې وجدانه اشغالګر باید وشړل شي ولو که له کورنۍ جګړې سره مخامخ هم شو مهمه ځکه نه ده، چې یوازې موږ افغانان به سره پاته او جګړه ممکن یو څه دوام وکړي، ځاني او مالي تلفات به ولرو خو دومره به تباه نه شو لکه دا اشغالګر مو چې  یو پر بل وژني، بېخ او بنیاد مو باسي.
موږ افغان وروڼه قومونه یوه ورځ نه یوه ورځ پخلا کېدای شو البته په هغه صورت کې چې اشغالګر مو له ملکه وتلي وي خو که ملي حاکمیت ونه لرو، د پردیو تر اسارت لاندې واوسو او پردۍ جګړې ته دوام ورکړو نو ځان به خوار ګران افغانستان به تباه او خپل دین او دنیا به پخپله په لمبو وسوځوو.
لیکنه مې رالنډوم او په سرښندونکو، رښتینو او وطنپالو طالبانو غږ کوم، چې که له ځمکې وي که له اسمانه ژر تر ژره د الوتکو ضد وسلې تر لاسه او اشغال ته د پای ټکی کېږدئ.

هیچ نظری موجود نیست: