۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

هما سلطاني ډموکراسي چیلنج کړه!



جیلاني پښتون
څوارلس کاله راډیوګانو، ټیلویزونونو او د غرب مختلف النوع لوډسپیکرو په دې غوږونه راتک شنه کړل، چې ډموکراسي ده، دبیان آزادي ده،د فکر ازادي ده د مطبوعاتو او رسنیو دوران دی او بالاخره حکومت د کرزي ده د هرچا خپله مرضي ده، چې څه وایې ویلی یې شې او هیڅوک د هیچا د خبرې مخ نه شي ډب کولای.
د ډموکراسۍ امریکایي النسبه لقیط چې په پیل کې یي نوزاد باله ، څو کاله بعد یي ځوانه دموکراسي ونوموله او اوس چې د ځوانۍ قید ورسره نه وایي معلومیږي لکه ددموکراسۍ چرګ چې اذان کړی او بلوغ ته رسیدلې وي.
خو د بلوغ ته رسیدلې دموکراسۍ او د بیان د ازادۍ رښتینتوب هغه وخت تر سوال لاندې راغی کله چې د پارلمان یوې وکیلې په یوه فیسبوکي پوسټ سره څوارلس کلنه دموکراسي وازمویله چې نتیجا دموکراسي ددې ساده امتحان په لومړني سوال کې ناکامه وخته.
د پارلمان وکیلې هما سلطاني څو ورځې وړاندې د بیان له ازادۍ او ډموکراسۍ نه په استفاده یوازې دومره ولیکل چې په طلوع برید کوونکی فدایي و او وژل شوي یي د غرب مزدوران وو چې مردار شول.
د میرمن هما دې خبرې بلوغ ته رسیدلی دموکراتیک نظام داسې متزلزل او لیونی کړ چې د بیان د ازادۍ څوارلس کلن شعارونه او وعدې یي ټولې هیرې شوې، له هرې خوا په هما سلطاني بریدونه او دنقدونو باران پیل شو، د کابل مطبوعات چې زیاتره یي ځانونه د بیان د ازادۍ ټیکه داران بولي له یوې مخې یي د هما سلطاني پر ضد کمپاین شروع کړ، د خبریالانو د اتحادیې مشر انو فهیم دشتي او توحیدي چې ځانونه د بیان د ازادۍ بیرغداران بولي، د بیان د ازادۍ په شعارونو یي پښه کیښوده، ملي امنیت ته یي ټیلفونونه وکړل او د هما سلطاني د نیولو رسمي غوښتنه یي وکړه.
د پارلمان دموکراتیکو وکیلانو د خپلې ادعايي دموکراسۍ له اصولو د بیان ازادي حذف کړه او له پارلمان څخه د هما سلطاني د شړلو ګواښ یي وکړ،د حنیف اتمر او اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شوری د هما سلطاني دموضوع په اړه ځانګړې غونډه راوبلله او ددموکراسۍ سکني اشرف غني قومنده ورکړه چې زرترزره دې هما سلطاني ونیول شي.
معلومه نه ده چې هماسلطاني به څه وخت د خپل ازادانه بیان په جرم د بیان د ازادۍ پالونکو لخوا نیول کیږي اود دموکراسۍ زولنو ته به لویږي، خو که هر څه وشي هما سلطاني خپل کار وکړ، اوس که ونیول شي یا نه، دا یي ثابته کړه چې دلته د دموکراسۍ اوازادۍ تر عنوان لاندې جوړ انډوخر له سره تر پایه جعلي، دروغجن او منافقانه دی، دلته نه دموکراسي شته او نه د بیان ازادي، دلته یوازې د دموکراسۍ تر نامه لاندې د بي دینانو یو اړخیز اختناق او استبدادواکمني چلوي.
دلته هغه تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ چې خپل فعالیت د بیان د ازادۍ مرهون بولي په اصل کې ازادې نه بلکې د اختناق ګرو جرمي شریکې دي، نو ځکه خو د هما سلطاني د نیولو لپاره تر ټولو زیات فعالیت همدغه رسنۍ کوي،دلته پارلمان په دموکراسۍ باورمن نه بلکې د بیان د ازادۍ دښمن دی، او بالاخره دلته یوازې او یوازې د اسلام ، د اسلام د پیغمبر او د پیغمبر د وارثانو په ادرس د ښکنځلو کولو بیان ازاد دی نور نو د طلوع ډمو او فاحشوته څوک سپڼ هم له خولې نه شي ایستلی.
نفرین دي وي پر داسې دموکراسۍ او ازادۍ

هیچ نظری موجود نیست: