۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

ملایان او د کلېسا مرسته !


لیکوال: محمد ایاز ترنک
د ۱۳۸۹ کال د غبرګولي په میاشت کې نورین تلویزیون یو مستند فلم نشر کړ، چې عیسویت ته ورکې تبلیغ ښودل شوی و، د هغه مهال د داخلې او اقتصاد وزیرانو ولسې جرګې ته وویل، چې د NCA او د کليسا د نړۍ خدمتونو (WCF) په نومونو د دوو تورنو موسسو کارونه به وځنډوي، خو له هغه را وروسته دادی څه کم اوه کاله تېر شول، د NCA یا د ناروېژن د کلېسا د مرستې موسسې خپلو کړنو ته دوام ورکړی او په دایکنډي ولایت کې یې د کرنیزو خدمتونو ترڅنګ دیني عالمانو ته هم مخه کړې. دا موسسه په افغانستان کې د سولې لپاره د علماوو له شورا سره چې نوې جوړېدونکې ده او ۴۶۰ ملایان ورکې غړیتوب لري ،مرستې کوي. دوی د دیني عالمانو په واسطه سوله راولي، نو ځکه یې په دې نږدې وختونو کې ۱۲ تنه د مختلفو ولایتونو ملایان د اندونیزیا هېواد ته ولېږل .
د سفر یو ګډونوال مولوي راته د خپل سفر کیسه داسې وکړه : له افغانستان څخه تر تګ مخکې د ایین په نوم د برتانیې د سفارت یو کارکوونکی راسره مخ شو، چې له موږ سره به یې لمنځونه کول، ملایانو ورسره زښته مینه کوله، او په غېږو کې به یې نېوه، خو وروسته پوه شوو چې دا مسلمان نه دی، هسې موږ غولوي . کله چې اندونیزیا ته ورسېدو ، د کنفرانس په سبا یې لاسي بکسونه را کړل، چې پر سر یې لیکل شوي و: Norwegian Church Aid ( د ناروېژن کلیسا مرسته) خو پر دې لیکنه یې په توش قلم خط کش کړی و. ترڅو یې د کنفرانس ګډونوال ونه لولي. د بکسونو وېش لا ختم نه و چې یو کس بېرته په منډه ټول او په بدل کې یې د بازار عادي بکسونه ووېشل.)) مولوي دا هم راته وویل چې موږ د سولې په برخه کې د اندونیزیا د خلکو تجربې واورېدې، چې له نورو ادیانو سره څنګه جوړ جاړی کوي . موږ هلته له یو عیسوي پادري سره هم وکتل او د سولې په اړه مو ورسره خبرې وکړې .))
په دې سفر کې د سولې شورا د غړي عبدالحکیم مجاهد ترڅنګ د افغانستان د سولې لپاره د عالمانو د سرتاسري شورا مشر تاج الدین نوري هم ګډون درلود. پوښتنه داده چې زموږ ملایان ولې له یوې موسسې سره تر کار کولو مخکې د هغې په اړه مطالعه نه کوي؟ کله چې د عبدالحکم مجاهد غوندې یوه دیپلوماتیکه څېره داسې په پټو سترګو حرکت کوي، زما غوندې ملایانو به څه حال وي؟ ايا دا منلای شئ چې د کلېسا د مرستو موخه دې رښتیا هم د مسلمانانو ترمنځ د روانې جګړې ختمول وي؟.