۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبه

ځما او د عبیدالله بارکزی خاطري / له اشپزسره بانډار

لیکوال : امید فردا 

زه لا هغه وخت وړوکی وم د مکلفیت دوري ته نه وم رسیدلی یوه ورځ په کلي کښی اوزاه شوه چي صبا سیمي ته قوه را ځي شوریان هم ورسره دي سهار د چایو په مهال د زغره والو ټانکونو آوازونه له لري واوریدل شول یودم کلی له ځوانانو خالي شو یوازی په کلي کښي تور سري ماشومان او سپینږیري پاته شول د ورځي د نهو بجو په شاو خوا کښي ټانکونو زمونږ کلی محاصره کړه یوي اوبلی خواته یی درني ډزي کولي ځینو کورونو ته یی اور هم واچاو په کلي د وحشت فضا خپره شوه .
یوه ډله خلکیان د کلي له مشر خدای بښلي ملک کاکا سره په کور را ننیوتل د خلکیانو په ډله کښي یو لوړ تور ځوان  چي ببر بریتونه یی درلودل زما په خیال چي قوماندان به و ملک کاکا ته وویل : اکا سیاسري او ماشومان په یوه خونه کښي را ټول کړه شوریان را سره دي.


 زمونږ په کلا کښي هغه وخت پنځه کورنی اوسیدلي په هر کورنۍ کښي زیات شمیر ښځي او ماشومان و .
مونږ ټول یی په یو لوي دهلیز کښي سره را غونډ کړو تور بریتور قوماندان خپل عسکر ته وویل : ته به د تلاشي تر پایه په دغه وره کښی ولاړ یی ګوره روسانو ته د داخلیدو ایجازه ورنه کړي چي دلته ټولي  ټول سیاسری او ماشومان دي .
زه چي د نورو ماشومانو په پرتله شوخ او متجسس وم په وچ زور له دهلیزه بهر انګړته ووتم یو خلکی چي شخصي کالي یی اغوستي وو او د غوا په اخور ناست وو را غږ کړ بچیه دلته را شه ........ چي ورغلم په غیږ کښي یی ونیولم ویل زویه ! مجاهدین چیري دي ؟
ماویل نه یی در ښیم .
ویل ولي ؟
ماویل لسګون را کړه چي در ویښیم .
خلکی موسکی شو جیب ته یی لاس کړ یو نوي لسګون یی له جیبه را و کیښ ماهم لري غره ته اشاره وکړه ماویل په هااااااااااااااااغه غره کښي مجاهدین دي .
ویل خندل سر یی وښورا وو ویل ځه ولاړ شه د مور تر څنګ دي کښینه .
دا کیسه راته د کندهار دوکیل عبیدالله بارکزی تر خاطري را یاده شوه هغه کیسه کوله ویل : ما څلور کاله مخکې په خپلو سترګو ولیدل،  په پي آر ټي کښي مو غونډه   درلوده د مازیګر په څلورو بجو چې له غونډي  راووتو یوې خواته یو لوی سرای و، اویا اتیاافغانۍ  پيغلې وې له آمریکایانو سره یې والیبال کاوو  سینې یې لوڅې وې....عسکر چې زه ولیدم دروازه یې په درب سره را بنده کړه. ما ورته ویل: ته خو افغان یې دروازه مه بندوه! دا څه کیسه ده؟ عسکر وژړل ویل یې: "وکیل صاحب! په دې کیسو پسې مه ګرزه وه .".

 د عبیدالله بارکزي کیسه دلته واورئ
 د وکیل صاب د دي خبرو په اوریدو د کاکا غمخور په ټنډه کښي ګونځي را ولاړي شوي ویل ته له دي وکیله  پوښتنه وکړه چي 
ته دا راته ووایه چي دا  پي آرټیان د چا په بلنه راغلي ؟ د څه لپاره راغلي ؟ او ته څه بلا غواړي چي تر څنګ یی ولاړ یی ؟
د دوي په مزدوري دي غیرت په جوش رانه غی ډالریی خوري هغه د ځان لپاره عیب نه بولي په وطن چي دي در ختلي زمکه او اسمان یی درڅخه نیولي غیرت دي په جوش را نه غی د ځان لپاره یی عیب نه بولي اوس دي په خالي والیبا د غیرت توري لوخړي تر اسمانه وختي .
که سړی د هاشم خان لوګري ادبیات درته وکاره وي بیا به خلک وایی چي غمخور څومره د ټیټو اخلاقو خاوند دی کنه هغوی چي د یرغلګرو په پي آرټيانو کښي د اشغالګرو زړه خوشحاله وي د ورځي وسره والیبال کوي او د شپي ورسره ناڅي دهغه چا اولادونه دي چا چي یر غلګرو ته په خپله خاوره او خپل ولس د غټو غټو بمونو  د وره ولو  کوردینات ورکول. .
ماویل را ځه کاکا خدای به هر څه سم کړي .

هیچ نظری موجود نیست: