۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبه

عبد الحکیم مجاهد د حکومت د دیموکراسي بکارت وشکاوه


سیاسی شنونکی اولیکوال: عبدالرحیم (ثاقب) 

د پنجشنبې په ورځ د سولې د عالی شورا پخواني مرستیال او د دې شورا سلاکار ښاغلي عبد الحکیم (مجاهد) د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنوانسټیټوټ له لورې په جوړې کړای شوې غونډې کې د دې غونډې د نورو برخوالو ترڅنګ په تیرو څلویښتو کلونو کې د سولې د خبرو په ارزونې باندې یو لړ وضاحتونه لرل.
ښاغلی مجاهد د خپلو وضاحتونو په ترڅ کې وویل: ((په هرڅه کې افراط او له قضایاوو ناسم برداشت زمونږ د ټولو ستونزو اصلي لامل دی. طالبانو د روسانو او د هغوی د ملګرو (کمونسټانو) په مقابل کې جهاد وکړ، کله چې جهاد بریالیتوب ته ورسیده، طالبان له هرډول امتیاز اخیستلو پرته بیرته خپلو مدرسو ته ولاړل او واک یې مجاهدینو ته پريښود. ښاغلي صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین رباني ونه کړای شول ‏چې په هیواد کې امنیت راولي؛ ځکه چې ګډوډي خپله د همدوي د حکومت محصول وه،هماغه وو چې طالبانو د ګډوډي له منځه وړلو اوملي وحدت د تأمین لپاره راودانګل.‏
د استاد رباني په اعتراف طالبان مقدسې پرښتې وې چې خپله ده ورسره مرسته کوله، طالبانو یوځل د جهاد په وخت کې قرباني ورکړه، بیا يې د مجاهدینو د ګډوډې مخنیوی وکړ، او هیواد یې له تجزیې څخه وژغورو))
د ښاغلي مجاهد دغه توضیحات د کابل د ګډ حکومت پر یوه لوري ( سپیدار ماڼۍ) ښه ونه لګیدل او له خپل لوري یې د سولې له عالې شورا څخه د نوموړي د انفکاک فرمان صادر کړ. د حکومت د بل لوري (ارګ) موقف لا تر اوسه نه دی څرګند چې هغوی د ښاغلي مجاهد د انفکاک په اړه د نوي پخلا شوي امپراتور ښاغلی عطا فرمان تائیدوي او که خپله دوی هم په دې اړه څه واک او صلاحیت لري؟
د جان کیري تروصایت لاندې په جوړشوي حکومت کې چې مرستیال ولسمشر یې پر ۶۰ کلن بوډا باندې تجاوز د حاکمیت نښه بولي او ځان ته يې شرم نه ګڼي د بیان د آزادي په جرم د ښاغلي مجاهد ګوښه کول عادي خبره ده.
اصلا خپله د سولې عالي شورا ټوله د یاد حکومت په چوکاټ کې یوه مسخره ده چې له ښاغلي حکمتیار سره د سولې د هوکړه لیک په څیر یې ټولې پریکړې غیر مرعي الاجراء او لایعني بلل کیږي.
که په یاده شوری کې د ښاغلی مجاهد عضویت پر ځای او که معطل وي د ا څومره د پام وړ خبره نه ده ، اصلي خبره داده چې د دیمکراسي په نوم ایجاد شوی حکومت کي د هیڅ فعل او قول ممنوعیت نشته ، یواځې پر واقعیتونو اعتراف ممنوع او عامل یې سمدستي مجازات کیږي.
نور که په ارګ کې همجنس بازان خپلې کړنې کوي، که په جوزجان کې د ولسمشري لومړی مرستیال پر سپین ږیري ایشچي جنسی تیری کوي ، که وزیران غلاوې کوي، که د دولت بودیجه د خيالي پولیسو، خیالي مکاتبو، او خیالي دولتي تشکیلاتو په نوم لوټل کیږي که امریکایان په خپلو بمباریو کې د ۳۳ تنو قندوزیانو مرګ ژوبله په خلاصه خوله اعلانوي او که ... دې ټولو ته د دیموکراسي د پلي کولو پرتوګ وراغوستل کیږي او عاملین یې سرې سترګې ګرځي خو که یوڅوک پر واقعیت اعتراف کوي او هغه د خلګو ترغوږونو رسوي د هغه پر خلاف سمدستي غبرګون ښودل کیږي او د واقعیت ویلو په جرم مجازات کیږي.
د بیان آزادي د دیموکراسي د یوه اصل په توګه د ګډ حکومت یواځينی امتیازو چې دوي ورباندې ویاړ کاوه خو اوس چې ښاغلی مجاهد په یوه داسې خبره مجازات کیږي چې هغه خپله د طالبانو د یوه سرسخت مخالف (استاد درباني) نقل قول دی نو دې حکومت هماغه یواځنی امتیازهم له لاسه ورکړ او نوموړي په خپل جرئت او صراحت سره وکړای شول چې د دیموکراسي د مدعیانو اصلي ماهیت او حقیقت خلګو ته څرګند کړي

هیچ نظری موجود نیست: