۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبه

د بیان ازادی که نوحه خوانی؟


له بده مرغه دلته د هرحاکم بنسټیزه ستونزه داده چې پرمختګونه یواځې د خپلو حزبی تنظیمی او توکمیزو ګټو په محراق کې تر څېړنې لاندې نیسې او په ټینګار سره غواړی هغه پر نورو هم تحمیل کړی.
ښاغلئ کومندان عطا او ښاغلو ټلوالیانو!مونږ د هغه خوسا ذهنیت محصول نه یو چې د واک په سر د خپلو وروڼو وینه په ارګ کې د پاتې کیدلو او یا هم ارګ ته د ننوتلو له شیطانی غریزې څخه قربانی کړو .مونږ د افغانانو ترمینځ جګړه نه، بلکه له وروڼو سره سوله او هغه هم وړیانه بلکه د واک په بیه د ستونځو د حل لاره ګڼو ښه به داوی چه دتیروڅخه عبرت واخلو او ټول تیر شوی ناورینونو ته په خلاصو سترګو وګورو.
راځی،هغه ولس ته چې له تیرو نزدې څلورو لسیزو راپدیخوا د انسانی ژوند څخه بی بهری پاته او تپل شوو جګړو هرڅه ورڅخه تالا کړی د ژوند د ښه کیدو لپاره د عمل وړ بنسټیزی لاری پیدا او عملی ګامونه اوچت کړو ٠مونږ وینو چې په افغانستان کی د بیان د ازادی تر نوم لاندې خصوصی تلویزنونه عمداً مذهبی او سیاسی شخصیتونه او ځانګړی مشران توهینوی او یا هم مستقیما په یو قوم یا ژبی تعرض کوی او که ورته وویل شی چې;وروره،


قوماندان عطا محمد نور
دا زمونږ ملی یووالی ته زیان ده دا په هیواد کی بی باوری مینځ ته راوړیپه هر قوم کی ښه او بدشته،ژبه دافهام او تفهیم وسیله ده او بس،موږ باید دانسانانو نیتونو ته وګورو، نه د هغوی ژبی رنګ او قوم ته،موږ باید دبیان د ازادی حق په لرلو سره دکلام عفت په نظر کی ونیسو،ځواب یې دبیان د ازادی ده!ورکه دې شی او سر دې وخوری دغه د بیان ازادی.

دینی مقدساتو ته توهین کیږی د بیان ازادی!
غازی امان الله ته ښکنځل کیږی د بیان ازاذی!
قومونو ته سپکې سپورې ویل کیږی دبیان ازادی!
حکومت او دولت ګواښل کیږی دبیان ازادی!
ولسمشر ته ښکڼځل او بد رد ویل کیږی بیان ازادی!
خو که نن عبدالحکیم “مجاهد” یوچاته دهغه مناسب نوم یادوی نو د بیان د ازادی هیڅ خبره نشته بلکه دشغالانو غوندې چیغې جوړوی.زما مطلب دا نه ده چه د کوم مشخص شخص یا ډلې څخه ناروا دفاع وکړم، خو که څوک دبیان ازادی یوازې څو غلو او قاتلانو ته اتل ویل او دهغوی بابولالو ته څڼې اړول را اړول ګڼی، نو مونږ په دغه ډول د بیان ازادی باندې توکاڼی اچوو او ټلوالې ته وایو چې;زمونږ سرونه ماتیږی خو ښکته کیږی نه!

هیچ نظری موجود نیست: