۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

کله چي کوپړۍ له عقله خالي شي

 عنایت الله کاکړ

کله چې کوپړۍ له عقله خالي شي، د انسان بڼه د انسان وي خو په فکر او چلن کې يوه مږه ته پاتې شي. خپل تعبیر، استدلال او منطق لري نه، خو د نورو تعقل، منطق او بصيرت ورته بابيزه ښکاري. متعهد، شعوري، متعقلین شخصيتونه هڅه کوي چې انسان ډوله مږان صيقل کړي او د تدبر، حکمت او بصيرت او فراست له لارې یې بېرته د متمدنې انساني ټولنې غړی کړي. خو مږ چې عقل نه لري، تمدن او انسانیت به څه وپېژني...؟ د تهذیب او تمدن اغېزه به څه خاورې قبوله کړي...؟
مږ خو یواځې هغه غړوندی ویني چې مغرض څښتن په غاړه کې ور اچولی وي، د وښو هغه بنچه ويني چې چالاکه او عیار شپانه ور ته سترګو ته نیولی وي، نه یې ور پريږدي چې ویې خوري او نه یې یو مخيزه ترې لرې کوي.
پر ضعيف صېب باندې د بريد په تناظر کې دا حقیقت په ډاګه کوم چې په بريد کې مږان هېڅ ملامت نه دي. ملامت ټول ضعيف صېب دی چې د مږانو د سړيتوب او تهذیب هڅه یې کوله. د یو چا د عقل ځای چې له بوسو او د علم، تقوا، بصیرت او فراست ځای له ..ولو او برازو ډک وي، هغخ به د تعقل اغېز پر ځان څنګه ومني.


په ګوسفندي ټولنه کې انسان اوسېدل ناشونی کار دی. مجبوره یا به مږ له ځانه جوړوې او یا به وطن پرېږدې کنه حال به دې داسې وي لکه د ضعيف صېب...!


ضعيف صېب....!
موږ در ته خجالت یو چې ته مو ونه پېژندلې او ومو نه پاللې...!
زموږ د بدبختي لپاره هودا دلیل کافي دی چې ستا لیکلی کتاب غربیان د عبقري شخصیتونو د ودې په موخه دومره لولي چې په یوه اونۍ کې د بېسټ سيلر حیثیت غوره کوي، خو موږ دې وژنو...!

هیچ نظری موجود نیست: