۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

د قرآن او سنت له مخي د جادوګر حکم/لیکوال: مولانا نصرالله غزنوی

په اسلام کي جادوګر د مختلفو کړنو له امله دری حکمونه لري :
لومړی‬ ـ
که جادوګر د غیبي علم دعوه درلوده ،او دايي ویل چي له الهي خوښي پرته چاته تاوان او ګټه رسولای شي نو دا جادوګر کافردی. ځکه چي یو خو د غیبو علم د الله تعالی ځانګړتیا ده ، که يي څوک دعوه وکړي نو ګواکي له الله تعالی سره په نوموړي صفت کي ځان ور ګډ بولي اوبې شکه چي همدې ته شرک وايي الله تعالی فرمايي:
النمل ) قُل لا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلا اللَّهُ (۶۵
ژباړه :ووایه (ای محمده دوی ته) نه پوهيږي هغه څوک چي په اسمانونو او ځمکو کي دي (له پرښتو او انسانانو څخه په غیبو باندي) پرته له الله تعالی څخه . (چي یواځي هغه په غیبو ښه خبر دی او بس) .
او بله داچي ګټه او تاوان رسول هم د الله تعالی په لاس کي دي ، که څوک دعوه وکړي چي له الهي خوښي پرته تاوان او ګټه رسولای شي نو بې شکه چي کفر يي وکړ.
الله تعالی فرمايي:

وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدُيرٌ. (۱۷) الانعام
ژباړه : او که تاته الله تعالی کومه سختي(ناروغي او تنګ لاسي) ورسوي نو نشته هيڅ لری کوونکی د هغه مګر همدی (الله تعالی) دی .او که ورسوي تاته کومه ښېګڼه(لکه روغتیا او شتمني) نو دی په هرشي ښه ځواکمن دی.

  دوهم‬:
که جادوګر د غیبي علم دعوه خونه کوله ، مګر جادويي خلکو ته دتاوان لامل ګرځېده نو دا حالت لاندي بېلابېل ډولونه لري چي دهغو له امله يي حکم هم بدلیږي .
۱ـ که يي د جادوله لاري څوک مړکړ، نو د مسلمانانو قاضي به جادوګر قصاصا وژني ، ځکه چي نوموړي ناحقه وژنه کړي ده په همدې اړه الله تعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى
(۱۷۸) البقرة
ژباړه: اې مومنانو! فرض کړی شوی دی په تاسي باندي قصاص په وژل شوو کي ، اصیل په اصیل باندي ،مريي په مريي باندي ،ښځه په ښځه باندي .
۲ـ او که يي د جادو له لاري بل څوک دې ته اړ ایستلي وو چي وژنه وکړي ، نو دلته به جادوګر د مړي خپلوانو ته په دیت ورکولو باندي مجبوريږي . ځکه چي د مسحور (په چاچي جادو شوی) په حق کي دا وژنه شرعا د قتل خطا په حکم کي راځي چي هلته په وژونکي دیت لازمیږي نو څنګه چي ددې وژني لامل جادوګر وو ځکه به دضمان په بڼه یاد دیت له جادوګره اخیستل کیږي .
اوس نو دقاضي خوښه ده چي په دیت سر بېره جادوګر ته تعزیر ورکوي ، او که يي په دیت سر بېره وژني . دا خبري د قاضي په خوښه پوري تړلي دي څنګه چي دجنایت او تاوان دزیاتوالي، کموالي د ځای او وخت غوښتنه وي په هغه دي عمل وکړي .
۳ـ او که د جادوګر جادو چاته دومره تاوان رسولی وو چي د شرعي جرم تر پولي پوري نه وو رسېدلی چي له امله يي کوم شرعي حد پرې تطبیق شي ، نو دلته جادوګر د لويي ګناه ارتکاب کړی دی ، چي د قیامت په ورځ خو به ارو مرو پوښتنه ترې کيږي . مګر په دنیا کي به هم جادوګر توبه ایستلو ته اړ کیږي ،هغه داسي چي د مسلمانانو امیر به د نوموړي فتنې شر او فساد ته ګوري که يي شر ډېر وو نو بیا به د فساد دپای ته رسولو او د مسلمانانو د مصلحت د جلبولو له امله جادوګر توبې ته اړ باسي ، که يي توبه وایستله نو ډېره ښه ده او که يي توبه نه ایستله او شر يي هم ډېر وو نو(د علماوو تر منځ پدې اړه داختلاف دشتوالي پر بنسټ ) په وژلو او له جادويي کارونو څخه په راګرځولو کي يي خوښه دقاضي ده .
خو ښه خبره داده چي د فساد دزیاتوالي او د مسلمانانو د ښه مصلحت له امله که يي وژل اړین وبولي نو ودې وژني ، او که يي په بندولو سربېره په بنديخانه کي په تعزیر ورکولو کي مصلحت وګاڼه هغه دي وکړي . ځکه چي په جادوګر کي د مسلمانانو هيڅ ښېګڼه نشته .
 

 ‫‏دریم‬:
که کوډګر د خپل جادو په اغېزمن کولو کي له شیطانانو اوپېریانوڅخه مرسته غوښته ، نو دا هم کافر او له اسلامي ملت څخه وتلی دی لکه ځینو مشرکینو چي به له الله تعالی څخه پرته له بتانو او پېریانو څخه مرسته غوښتله په همدې لړ کي دا آیت شریف رانازل شوی دی لَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ(۱۰۲) البقرة
ژباړه : مګر شیطانان کافران شوي وو ، پداسي حال کي چي خلکو ته به يي جادو ښود.

  اړینه_یادونه‬ :
کله چي د مسلمانانو امیر ته د کوډګر کفر ور څرګند شي نو د ارتداد حکم دي پرې ولګوي بیا دي لومړی د توبې سپارښتنه ور ته وکړي که جادوګر توبه وایستله خو ډېره ښه ده پرې دي ښودل شي . او که يي توبه ونه ایستله او يا يي له توبې څخه ځان اخوا دېخوا کاوه نو بیا يي د امیر لپاره وژل اړين دي ، ځکه چي جادوګر خپل دین بدل کړی او څوک چي دین بدل کړي د هغه په اړه د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما هغه روایت بسنه کوي په کوم کي چي رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي :
څوک چي خپل دین (اسلام) بدل کړي نو ويي وژنئ . (بخاري ) “ " من بدل دينه فاقتلوه
پاتي شو هغه نجومیان او فال کتونکي چي د علم غیب دعوه کوي خلکو ته په دروغو د راتلونکي معلومات ورکوي نو که دوی د غیبي علم د پېژندلو دعوه هم کوله نوددې دعوې د کولو له امله دوی هم له اسلامي ملت څخه وتلي او کافران دي .
که يي توبه وایستله نو هغه به يي د کفر کفاره شي او ځانونه به له وژلو وژغوري ، او که يي توبه ونه ایستله نو بیا به يي د مسلمانانو امیر ارو مرو وژني .
‫‏سپیناوی‬!!!
دلته دا خبره هم د یادونی وړ ده چي د جادوګرانو د وژلو دا حکم یواځي د مسلمانانو تر امير (امیر المومنین، خلیفة المسلمین) یا هم د هغه له لوري د کوم نائب تر ګومارلو پوري تړاو لري ، عامو خلکو ته شریعت هېڅکله د ګناهګارانو د خپل سري وژنو اجازه نه ورکوي .
البته د عامو وګړو دنده داده چي دټولو روا لارو چارو په خپلولو سره لکه د پر امنه لاریونونو ، ناستوپاستو، کاربندیوو، جلسو، لیکنو او نورو مدني او ټولنیزو لارو چارو له لاري خپل مشران دې ته اړ کړي چي دا ډول فسادیان د شریعت محاکمو ته وسپاري او په دوی باندي د شرعي سزاوو د پلي کولو په ترڅ کي اسلامي ټولنه له هر ډول جادويي شر او فساد څخه خوندي وساتي .

هیچ نظری موجود نیست: