۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعه

پر ما دي لعنت شي چي په یخه ورځ مي رایه ورکړه - له اشپزسره بانډار


لیکوال: امید فردا

ول له  شاه شجاع سره برابریدای سي؟
مال دا د شاه شجاع حیثیت او شخصیت  ته سپکاوی دی
ول ببرک څنګه ؟
مال هغه روسانو په ډیر عزت واک ته ورساوو .
ول له چاسره مقاسیه کیداي سي؟
مال ته یی دبادار خبرې واوره بیا چي دی   له هر چا سره  برابرا وو برابر یی کړه . 

وایی تازه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسیدلی وو ماته ډیر نابلده ښکاره شو د ده فکر د لوړي سطحي په کارونو لګیاوو هغوي چي له اصلي  کیسې نا خبره وو ښایی فکر یی کړي وای چي دا د ده  زور وو چي افغانان یی تر یو بیرغ لاندي را ټول  کړل همدا کس وو چي د برتانویانوله لوري تپل شوي منفور کرښه (ډیورند) یی له منځه وړی او له پاکستان سره یی خپله نوي پوله د اټک پر سیند ټاکلی ده .
 اشپز یودم  چیغه کړه: مرګ په تور..... پنجابیانو او دهغوی په بی مروته غلامانو.


مال غوږ ونیسه دا د احساساتو موضوع نه ده لکه د ارګ د خیاطانو شاګرد چي خوله دي په ناپړیتو خلاصه کړه .
مال د سی آی ای د لوړرتبه مامور دا ګیله او پیغور بیځایه نه وو کیدای سی هغه به له ځان سره فکر کړی وي چي ښای   د کرزي  به له یاده وتلی وي چي نوموړی مو له یو موټرسایکل او یو سټلایت مبایل سره کندهار ته ولیږه چي کله یی په کندهار کښي د ټیکي ځای پیدا نکړ نوبیا اروزګان ته ولاړ اوهلته یی د طالب له ویري د ورځی څلور پنځه واري ځاي بد لا و اخر د ده فراري حالت   مونږ سر ګردانه کړو کله به مو یو ځای کله بل ځای پسی لټاوو تر څو یی پيدا کړو او  د هوا له لاري وسلي او خوارکي توکي ورته وغورځوو .
یو ځلی سی آی ای له وسلو او خوراکیو توکو بار الوتکه اروزګان ته ور ولیږه چي هر څو پسي و ګرزیده دی یی پیدا نه کړ خدای خبر په کومه سمڅه کښی پټ شوی وو د ستلایت ټلیفون باطرۍ هم چارچ ختم کړی وو  اخر پیلوټ مجبوره شو هغه مواد چی کرزی ته را وړی وو هغه دوستم ته ور وړل .
د دي کیسی په اوریدو د اشپز خوله  وازه پاته شوه سترګي یی برګي برګي ونیولي  مال اوس یی له چاسره مقاسیه کوي ؟
 ول اوس دی پر ما لعنت سي  چي په یخه ورځ مي  رایه ورته ورکړه .
یوه ښه شیبه د چرتونو په سیند لاهو شو سر یی را پورته کړ ول مامورصاب داکیسه دي له چا اوریدلی ؟
مال له چا نه مي نه ده اوریدلی په کتاب کښي می لوستلې.
ول بیشکه کتابونه دریابونه دي .
بیا یی یوه شیبه سر ښکته و ځړاو ول څنګه دي خوښه ده دسواد آموزي کورس ته ځان شامل  نه کړم ؟
مال بیخی می در خوښه ده توړۍ(خاله) هم درسره بوزه.
په تندي  کښي یی ښي ډیري ګونځي پیدا شوي له ډیري غوصي یی صوتي تارونه  وپړسیدل په درانه غږ یی  وویل : ولي څه بیغرته درته ښکارم ؟
ژر مي خبره واړه وله مال یا یا خداي دی نکړی  نن هوا ډیره سړه  ده ورشه  یوه  ښه دهګیو شکنه جوړه کړه تور مرچ او شلغم هم ور اضافه کړه چي دا سینه می نرمه شي .
ول چشــــــــــــــــــــــــــــــــــــم شغلم  برای سرما خوردگی بسیا ر بسیار مفید است داکتر گفته  که شلغم حیثیت انتبیوک دارد و تخم مرغ هم بسیار مفید است کلسیم دارد .
مونږ لا څه د خدای سادګانو یو.


هیچ نظری موجود نیست: