۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعه

هغي ته به بیا یوزوړ خوړیت ملا پیدا کړم -له اشپزسره بانډار



لیکوال: امید فردا
ول نن د پوهنتون یو محصل چي تنګه دریشي یی په تن وه ږیره یی دا سی جوړه کړي وه لکه د خرې پونده تور بکس یی په غاړه کښي اچولی وو توري چشمکي یی لګولي وي  ماته یی وویل چي: صوفی صاب  دا دي اوریدلی چي د اسلام پیغمبر بیسواده وو ؟
مال هو پیر می یوه ورځ همدا سی څه کیسه کوله .
ول ته  سواد لري ؟
مال یا وروره زما ټول عمر د پیازو په ریزه کولو تیرسو .
ول ښه  ته به ډیر پوهیږي که زه ؟
مال ته  خو د پوهنتون شاګردیی معلومداره خبره  ده چي ته به ډیر پوهیږ.
ول ښه نو ما غوندي باسیواده  ته لازمه ده چي د یو بی سواده په لیکه ولاړ سی؟
مال یا یا وروره پام کوه دا کار ونه کړي هسی هم د ولسمشر لمړی مرستیال او نور قوماندان صاحبان  بیسواده دي ټول ملت یی غرق کړل.


ول ښه چي داسی ده  نو زما غوندي یوبا سیواده شخص  ته لازم دی چي د بیسواده پیغامبره  پیروي وکړم ؟ .
مال نو تا څه ورته وویل ؟
ول ما ورته رډ رډ وکتل .
مال ګوره د اسلام له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د کفارو دښمنی څه نوي خبره نه ده کومه خبر چي تا ته نوي کافر کړې داهم نوې خبرې نه دې دحضور صلی الله علیه وسلم له بعثت سره سم کفارو او مشرکینو به همدا خبرې کولې چي مونږ څرنګه د غریب تیم او بیسواد شخص پیروي  وکړو دابه یی هم ویل : مونږ څنګه باور وکړو چي یو سړی دي پیغمبر وي هغه هم د بشر له جنسه چی هم خوراک کوي هم څښاک کوي اوهم  په بازارو  کښی زمونږ په څیر  ګرزي را ګرزي ؟
دابه یی هم ویل چي پیغمبر باید بډایه وي زر او زور ولری لویی خزاني او غټ غټ باغونه ولری  دوي د پیغمبرعلیه سلام غربت او ناداري بهانه کړه او دهغه رسالت یی تکذیب کړ.
دابه یی هم ویل چي محمدصلی الله علیه وسلم  ساحر دی چی غواړي  دخپلې ساحرانه  ژبې  په مټ  خپل خرافاتی  عقاید (العیاذبالله )زمونږ په مغزو کښي وڅڅوي  .
د پخوانیو کفارو او مشرکینو دا سلسله لا ختمه شوي نه ده اوس لاهم ډیر داسی ځوانان زمونږ په ټولنه کښي را ټوکیدلي چی له پخوانیو کفارو څخه په پیروي د مسلمانانو په منخ کښی د خدای ناباوري او دهریت  تخم شندي .
لوی خداي جل جلاله اوسنیو او پخوانیوکفاروته داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چي د دوي پلار نشي ورته ټیګه ولی:

وَقَالُوا مَالِ هَـٰذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ﴿٧ أَوْ يُلْقَىٰ إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا ﴿٨ انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا ﴿٩ تَبَارَكَ الَّذِي إِن شَاءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًا ﴿١٠ بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا ﴿١١
او دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي (7) یا ده ته خزانه ولې نه غورځولى كېږي، یا ولې د ده لپاره داسې باغ نه كېږي چې دا له هغه نه خوراك كوي؟ او ظالمانو وویل: تاسو پيروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې سحر (جادو) پرې شوى دى (8) ته وګوره! دوى تا لپاره څنګه مثالونه بیانوي، نو ګمراه شول، نو دوى د (حقې) لارې (د موندلو) هېڅ طاقت نه لري (9) ډېر بركتناك دى هغه ذات چې كه وغواړي تا لپاره به د دغو (خزانو) نه غوره وګرځوي (یعنې داسې) باغونه چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او تا لپاره به بنګلې جوړې كړي (10) بلكې دوى د قیامت تكذیب وكړ او مونږ د هغه چا لپاره چې د قیامت تكذیب كوي؛ لمبې وهونكى اور تیار كړى دى (11)
ول دا خبرې مي  تر اوسه ولاکه اوریدلي وې په خوله دي برکته سه دا دي چیرته زده کړې ؟
مال په کتابوکښی .
ول بیشکه چي کتابونه دریابونه دي .
دا ځل یی د سواد آموزي دکورس هیله ونه کړه ول ځمه کومي مدرسی ته هلته قرانکریم زده کوم .
مال خو توړۍ هم درسره بوزه
ول هغي ته بیا یوزوړ خوړیت  ملا پیدا کړم په کور کښي به یی ور زده کړي .
مال ملایان مطمن خلک دي په زاړه او ځوان یی مه کیږه هسی یو ورته پیدا کړه .
یو دم یی په ټنډه کښی یوولس بجي شوې ول څه دي وویل؟
مال هیڅ د دین زده کړه په نر او ښځي فرض دی .
ول ښه اوس ځم چي د کور لپاره پیاز واخلم اوس ارزانه دي په ژمي کښی بیا ګرانیږي .

هیچ نظری موجود نیست: