۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

"منځلاری" مسلمان د امریکا له نظره


د رنډ څېړنیزې ادارې د ۲۰۰۷م کال راپور ته یوه کتنه
لیکوال: باسم خفاجي
ژباړن: ذاکر جلالي
لنډیز
د رنډ امریکايي ادارې (RAND Corporation) په دې وروستیو کې د «معتدلو اسلامي شبکو جوړولو» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی. دغه راپور د متحده ایالاتو حکومت ته د تگلارو او کړنلارو وړاندیز کوي او له امریکا غواړي چې د معاصرو اسلامپالو پر ضد مبارزه کې د سړې جگړې له تجربو گټه پورته کړي. زموږ تر بحث لاندې راپور د امریکا ادارې ته لارښوونه کوي، چې د اسلامپالو (چې په راپور کې «افراطي جریانونه» یادېږي) له افکارو او باورونو سره د مقابلې لپاره سیکولر، لېبرال او «روڼ‌اندې» ډلې رامنځ ته کړي، تقویه او مرسته یې وکړي. دغه راپور، اعتدال او منځلاري د لوېدیځ او امریکا له نظره تعریفوي او ورته خپلې خاصې ځانگړنې او شاخصونه په گوته کوي. د دې راپور په اوږدو کې د هغو منځلارو ډلو لپاره یوولس معیارونه او ځانگړنې په گوته شوي، چې تمه ده د امریکا په استازیتوب د اسلامپالو پرضد فکري جگړه پرمخ بوځي.


دغې لیکنې پر دغه راپور یو عمومي نظر اچولی او هڅه یې کړې چې د اسلام او منځلارو مسلمانانو لپاره امریکايي معیارونه روښانه کړي او د امریکا له خوا د منځلارو ډلو د رامنځ ته کولو له څرنگوالي پرده پورته کړي.
هغه امریکايي څېړنیزې ادارې چې پر منځني ختیځ تمرکز لري، د امریکا د حکومت لپاره یې د اسلامي نړۍ پر ضد د فکري جنگ د توجیه لپاره، گڼې تگلارې او کړنلارې وړاندې کړي. په دې منځ کې، د رنډ موسسې رول، چې په نړۍ کې تر ټولو ستره څېړنیزه اداره ده د داسې ادارې په توگه چې د امریکا په سیاسي پرېکړو کې یې رول ډېر کلیدي او پاموړ دی، تر نورو ادارو ډېر مهم دی. دغې ادارې د ۲۰۰۷ په مارچ کې د «منځلارو اسلامي شبکو جوړول یا Building Moderate Muslim Networks» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی دی. دا راپور د رنډ ادارې د هغو فکري راپورونو بشپړوونکی دی، چې د اسلامي نړۍ پرضد د امریکا د فکري جگړې د چوکاټ‌بندۍ او سازمان‌دهۍ په موخه د سپټمبر له یوولسمې وروسته خپرېږي.
مخکې له دې چې د راپور منځپانگې او د بحث اصل ته ورشو، د دغې ادارې پخواني راپورونه یو ځل له نظره تېروو.
د رنډ موسسه له اتو کالو راهیسې پر هغې پدیدې تمرکز لري، چې د «اسلامي گواښ یا خطر» په توگه یې تعبیروي او تر دې دمه یې په دې باب گڼ راپورونه خپاره کړي دي. دلته یوازې د رنډ پر هغو راپورونو یو نظر اچوو، چې تر ټولو ډېر اغېزناک و.
دغې موسسې په ۱۹۹۹م کې (یعنې د سپټمبر له یوولسمې دوه کاله وړاندې) د «نوې ترهگرۍ پر ضد مقابله» تر سرلیک لاندې د ځینو امریکايي کارپوهانو په هڅه په ۱۵۳ مخونو کې یو راپور خپور کړ. کولی شو ووایو، چې دغه راپور د «ترهگرۍ» په اړه د امریکایي پوهانو د افکارو او لیدلوریو لنډیز ښکاره کاوه. دا لیکنه د دې پوښتنې د ځوابونې په هڅه شوې وه چې ایا «نوې ترهگري» د امریکا متحده ایالاتو ته سټراتیژيک گواښ گڼل کېږي که نه او څېړونکو د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې هو، ترهگري، په تېره د منځني ختیځ ترهگري د امریکا او صهیونیستي رژیم گټې له خطر سره مخ کوي او گواښي يې.
د رنډ ادارې د ۲۰۰۵ په فبروري کې د «ډیموکراتیک مدني اسلام» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و. د دغه راپور یو څېړونکی لیکي: «د دې لپاره چې خپلو غوښتنو او موخو ته ورسېږو، په سیمه کې د اسلام د حقیقت او ماهیت له پېژندنې خلاصی نه لرو. دا اسلام دی چې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره زموږ ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي. یوازنۍ حل‌لاره دا ده، چې مسلمانان د «بنسټپالو، دودپالو، نويتوب پالو او سیکولرانو» په څلورو ډلو ووېشو. دغه راپور د «بنسټپالو» پر ضد یوازنۍ مناسبه کړنلاره داسې راټولوي: د «بنسټپالو» پر ضد باید وجنگېږو او د هغوی ريښه او بنیاد له منځه یوسو؛ بنسټپال له ډیموکراسۍ او د لوېدیځ له گټو سره جوړجاړي ته نه شي رسېدای او جهادي افکار او له قرآنه ظاهري تفسیر لري. له دې امله، د دوی لپاره مرگ واده او ویاړ دی؛ دا خلک غواړي اسلامي خلافت ژوندی او پر پښو ودروي. له بنسټپالو وېره په کار ده؛ ځکه دوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له نوو او ماډرنو وسایلو هم کار اخلي. دوی د بیان او استدلال منطق لري او کولی شي خلک ځانونو ته لېواله کړي. د دغو بنسټپالو عیني بېلگې کېدای شي سني سلفیان، د القاعده تنظیم او د دغو ډلو مینه‌وال او دوستان او وهابیان وي».
دا راپور وړاندیز کوي چې د «دودپالو» پر ضد داسې چلن وشي: «په هېڅ ډول باید د د دودپالو او بنسټپالو ترمنځ د اتحاد او یووالي زمینه برابره نه شي؛ دودپالي باید د بنسټپالو پر ضد د علم، فرهنگ او مالي همکاريو په وسله سمبال کړو، د دوی ترمنځ باید د ځواک انډول وساتو او د دواړو ترمنځ د نزاع او اخ و ډب اور لگېدلی وساتو. همدا راز باید صوفي او شیعه ډلو سره مرسته او وهڅول شي. [ابن خلدون وايي: که شیعه نه وای، تصوف به هم نه و.] د حنبلیانو پر ضد (چې د وهابي او القاعدې د افکارو گډوله دي) باید د حنفیانو فتواوې خپرې کړو. په ځانگړي ډول، دودپالي، چې پراخ لید او نظر لري، باید تقویه او مرسته ورسره وشي. همدا راز د «ډیموکراتیک او مدني اسلام» راپور ټینگار کړی چې «باید دودپالي د بنسټپالو پر ضد تقویه شي او په لوېدیځ کې مسلمانانو، دیندارانو، ځوانانو او ښځو ته داسې وښودل شي، چې بنسټپال له دین څخه معکوس او ناسم برداشت لري او له ترهگرو ډلو سره تړلي دي. همدا راز باید د تندلارۍ او د بنسټپالو افراطیت خلکو ته څرگند شي. دا خلک، د رهبرۍ او د چارو د ادارې په مسایلو کې کمزوري او وروسته پاتې معرفي شي او ترمنځ یې بېلوالي او تفرقه واچول شي. ورځپاڼه‌لیکونکي وهڅول شي چې د بنسټپالو د ژوند د جزییاتو په باب معلومات راټول کړي او له دې لارې له شته وسایلو سره د هغوی شخصیت‌وژنه وشي او د هغوی دوه‌مخي، بې‌ادبي او بې‌ایماني څرگنده شي. هېر مو نه شي چې د بنسټپالو د کړنو ډېر لږ قدردانی هم باید ونه شي او داسې هم نه شي چې څوک هغوی د اتلانو په توگه معرفي کړي. دا خلک باید په بزدلۍ، حماقت، ترهگرۍ، وېره خپرونې او انسان‌وژنې ډېر مشهور شي، چې بیا نه څوک پرې مهرباني وکړي او نه هم زړه پرې وسوځوي».
دا څېړنیز راپور د رنډ موسسې د څو تنو کارپوهو کارمندانو له خوا چمتو شوی دی. د دې راپور یو تر ټولو پېژندل شوی څېړونکی «انجل راباسا» نومېږي. دی اکاډیمیک او محقق انسان دی؛ انجل باسا له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو او دفاع وزارتونو په لوړو څوکیو کې کار کړی دی. د ډاکټرۍ سند یې له هاروارډ پوهنتونه ترلاسه کړی او پر انگلیسي سربېره په فرانسوي، ایټالیايي، یوناني او اسپانیايي ژبو کې مهارت لري؛ دې سړي د اسلامي نړۍ په اړه پراخې لیکنې او څېړنې کړې دي.
راپور ۲۱۷مخونه او ۹ څپرکي لري. دا راپور هڅه کوي چې د فکري جگړې ماهیت بدل کړي؛ فکري جگړه له دې وړاندې هم د اسلام او لوېدیځ ترمنځ روانه وه؛ دا راپور هڅه کوي چې جگړه د مسلمانانو سیمو ته راوکاږي او د لوېدیزوالو پر هڅو سربېره ځینې اسلام ته منسوبې څېرې هم په دې جگړه کې د ځان په گټه ښکېل کړي. دا راپور ټینگار کوي، چې اوسنۍ جگړه پر پوځي او امنیتي جگړې سربېره فکري هم ده. تر بحث لاندې راپور له نظره یوازې پوځي او امنیتي جگړه نه شي کولی چې ترهگري له ماتې سره مخ کړي؛ نو له دې امله د اسلامي فکر (چې راپور یې افراطي او تندلاری فکر یادوي) د له منځه وړلو لپاره له فکري جگړې پرته بله لار نه شته. د راپور په دوام کې وضاحت ورکوي چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره باید د سړې جگړې له تجربو هم گټه پورته شي.
دا راپور د دې کار په اهمیت ټینگار کوي چې د اسلام تفسیر له اسلامي جریانونو واخیستل شي او د دغو تفسیرونو پر «تصحیح او بیاکتنې» ټینگار کوي. راپور وايي، چې باید د اسلام داسې تفسیر وړاندې شي، چې د نوې نړۍ له ارزښتونو سره (چې د دوی موخه غربي هغه دي) همغږي او همرنگي ولري او له نړیوالو قوانینو، ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو حقونو سره ټکر ونه لري.
راپور د اعتدال او منځلارۍ خپل تعریف وړاندې کړی دی او ویلي يې دي چې د دغه تعریف له مخې باید رښتیني منځلاري له هغو جلا شي چې د منځلارۍ دعوه کوي. د راپور له مخې، د منځلارۍ او اعتدال دغه تعریف د امریکا په سیاسي پرېکړو او سیاست‌جوړونو کې پاموړ رول لوبولی دی.
راپور د امریکا متحده ایالاتو ته وړاندیز کوي، چې سیکولر، لیبرال، روڼ‌اندې او نورې هغه ډلې چې د منځلارو جریانونو په ډله کې راځي، رامنځ ته او بیا یې تقویه کړي او له دغو ډلو بیا د هغو اسلامي جریانونو پر ضد گټه پورته شي چې د منځلارۍ ادعا کوي، د سوله‌ییز گډ ژوندانه او خبرو اترو بلنه ورکوي. که څه هم دغه راپور ډېرې داسې خبرې لري چې څېړنې او سپړنې ته اړتیا لري؛ خو په دې لیکنه کې د امریکا پر معیارونو بحث کوو چې اعتدال او منځلارۍ ته یې په گوته کړي او منځلاری مسلمان د امریکا له نظره معرفي کېږي.
دا راپور اشاره کوي، چې د معتدلو اسلامي ډلو د رامنځ ته کېدو پیل د مسلمانانو او د اسلامي ټولنې د اوسېدونکو د ماهیت او هویت له پېژندنې سره کېږي او زیاتوي د دې لپاره چې دا ډلې ښه وپېژندل شي، د دې موسسې پخوانیو راپورونو ته مراجعه کولی شي چې چاره اسانه کړي. تر بحث لاندې راپور د معتدلو او منځلارو مسلمانو جریانونو د پېژندنې لپاره لاندې معیارونه او ځانگړنې په گوته کړي دي:
1. د لوېدیز ډیموکراسۍ منل؛ د معتدل مسلمان یوه ځانگړنه دا ده چې لوېدیز ډیموکراسي ومني. ځینې مسلمانان لوېدیز ډیموکراسي له ټولو ځانگړنو سره مني؛ خو ځینې نور بیا تر هغې ډیموکراسي سره غاړه وړي چې له اسلامي اصولو او مبانیو سره په ټکر او تناقض کې نه وي؛ دا خلک هغې ډیموکراسۍ سره همغږي نه دي چې له اسلامي حکومت او دولت سره همرنگي ونه لري؛
2. د بشري او غیر الهي قوانینو منل؛ دلته راپور بیانوي چې د معتدلو او افراطي مسلمانانو یو توپير د اسلامي شریعت د پلې کولو موضوع ده. راپور وړاندې وايي، چې د اسلامي شریعت دودیز تفسیرونه د ډیموکراسۍ له اصولو او اساساتو سره همغږي نه لري او بشري حقونو ته ارزښت نه ورکوي؛ په دې استدلال چې سوډاني لیکوال "عبدالله بن نعیم" په یوې مقاله کې لیکلي، چې مېرمنې او نارینه، مسلمانان او نامسلمانان په اسلامي شریعت کې برابر حقونه نه لري؛
3. د ښځو او دیني لږه‌کیو حقونو ته درناوی؛ دغه راپور اشاره کوي، چې معتدل مسلمان د نورو مسلمانانو په پرتله د ښځو او مختلفو دیني اقلیتونو حقونو ته ډېر ارزښت ورکوي او پر دې باور دي چې له اوسنۍ زمانې سره د پیغمبر (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) د زمانې د بستر او چاپېریال توپیر په دلیل، باید د قرآن پر هغو تفسیرونو او قرائتونو بیاکتنه وشي، چې ښځو او نارینه وو یا کافر او مسلمان ته مساوي او برابر حقونه نه ورکوي؛
4. د نامشروع جگړې او تاتریخوالي پرېښودل؛ دلته راپور ټینگار کوي چې معتدل مسلمانان هم لکه د نورو ادیانو په څېر په «مقدسې جگړې» باور لري؛ خو باید د تاوتریخوالي د کارونې پر وخت او ځای او مشروع او نامشروع حالتونو باندې یو ځل بیا غور او دقت وشي.
د منځلارو مسلمانانو ارزونه
زموږ تر بحث لاندې راپور په پنځم څپرکي کې د اعتدال او منځلارۍ د دقیقې پېژندنې لپاره یو لړ پوښتنې مطرح کوي چې د دغو پوښتنو ځوابونه معتدل فرد یا ډله له نامعتدلو جلا کوي. راپور گواښ کوي، چې ډېری ډلې د اعتدال او منځلارۍ ادعا کوي؛ خو په حقیقت کې معتدل نه وي؛ ځکه هغوی له اعتدال څخه خپل ځانگړی تفسیر او تصور لري. د دې لپاره چې حقیقي منځلاري له مدعي منځلارو جلا کړای شو، د دغو پوښتنو ځوابونه به لارښوونکي او ټاکونکي وي او متحده ایالات کولی شي د هغو افرادو او ډلو په حقیقت پوه شي او پرې ونه غولېږي، چې د اعتدال او منځلارۍ ادعا لري او په حقیقت کې معتدل او منځلاري نه دي. دغه راپور د رښتینو معتدلو او درواغجنو معتدلو مسلمانانو د ازميښت لپاره یوولس پوښتنې چمتو کړي دي چې په لاندې ډول دي:
1. ایا دغه فرد یا ډله په جهاد باور لري او تر اوسه یې د جهاد اقدام کړی که نه؟ که دمگړۍ پرې باور نه لري، باید وکتل شي او پرې پوه شي، چې پخوا یې پرې باور درلود او جهاد یې کړی که نه؟
2. ایا ډیموکراسي مني که نه؟ که ځواب مثبت وي، باید څرگنده کړي چې ډیموکراسي یې په پراخې معنا پېژني که نه؟
3. ایا د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تاییدوي که نه؟
4. ایا د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر کومې مادې یا مادو (لکه د دین د انتخاب او تغییر حق) ملاحظه لري که نه؟
5. ایا پر دې باور لري چې د دین ادلون بدلون د انسانانو له فردي حقونو څخه گڼل کېږي؟
6. ایا دولت د اسلامي شریعت د جنايي قوانینو په پلې کولو ملزم گڼي که نه؟
7. ایا دولت د اسلامي شریعت د مدني حقونو په پلي کولو ملزم گڼي که نه؟ د هغو کسانو په تړاو د ده دریځ څه دی، چې اسلامي قوانین نه مني او ولسي، ډیموکراتیکو نظامونو او سیکولریزم ته ترجیح ورکوي؟
8. ایا هغه حقونه چې مسلمانانو ته ورکوي، دیني لږه‌کیو ته یې هم ورکوي که نه؟
9. ایا مني، چې د دیني لږه‌کیو له ډلې کوم نامسلمان (په هغو هېوادونو کې چې اکثر استوگن یې مسلمانان دي) لوړ پوړیو سیاسي پوسټونو ته ورسېږي که نه؟
10. ایا په هغوی هېوادونو کې چې استوگن یې اغلب مسلمانان دي، دیني لږه‌کیو ته حق ورکوي چې خپلې ځانگړې عبادتگاوې جوړې کړي؟
11. هغه تقنیني نظامونه چې په کې قانون‌جوړونه په غیردیني اصولو او مبانیو ولاړه وي، مني که نه؟
هر څوک چې دغه پوښتنې او معیارونه ولولي، بې له ځنډه پوهېږي چې د اعتدال دغه ډول تعریف اسلام پورې هېڅ تړاو نه لري او موخه یې له اسلام څخه د مسلمانانو لرې کول دي او دغسې اعتدال یوازې د امریکا گټې تضمینوي. په اسلامي ټولنه کې د اعتدال د دغه وړ تعریف بنسټیزه کېدنه (چې د اسلامي رحمت د اعتدال او منځلارۍ له بنسټونو سره هېڅ تړاو نه لري) د یو لړ غربي منل شوو اصولو له منلو پرته بله معنا او مفهوم نه شي لرلی. ښايي په راتلونکي کې دغه معیارونه د نړیوالو قوانینو په توگه د ملگرو ملتونو پر ټولو غړو هېوادونو وتپل شي او تخلف یې شاید د بشر حقونو او بین المللي قوانینو ته سپکاوی وگنل شي. مخکې له دې هم د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو په نامه همجنسگرایانو او هغو ته چې له اخلاقو او انساني ارزښتونو سره په جنگ وو، ازادي ورکړل شوه. پاموړ ټکی دا دی، چې دغه راپور له نوو داعیانو (یا د راپور په ژبه "ځوان داعیان") غواړي چې اسلامي متونو او میراثونو ته مراجعه وکړي او دغو معیارونو او ځانگړنو ته شرعي او اسلامي پوښونه او توجیه ومومي!
دا راپور وړاندیز کوي چې د اعتدال او منځلارۍ بلنه باید د منبرونو له سره نه، بلکې د ټلویزیوني خپرونو له لارې د پیاوړو شخصیتونو له خوا ترسره شي. دا راپور ټینگار کوي چې باید له دودپالي او صوفي جریان څخه د سلفي مسلمانانو پر ضد گټه پورته شي. دغه راپور دودپالی لیدلوری داسې تعریفوي: "دودپالی هغه غورځنگ او جریان دی چې هغوی په هدیرو کې لمنځونه کوي او مذهب‌پالنې او نه اجتهاد ته بلنه کوي او صوفیانه تمایلات لري". راپور د لوېدیځ په گټه ټینگار کوي، چې د اسلامپالي جریان پر ضد د صوفي او دودپالي جریانونو ترمنځ د تفاهم او یووالي زمینه برابره شي.
*دا لیکنه غالباً باسم خفاجي په عربي کړې او ابو زینب محمد بهرامي فارسي ته ژباړلې وه. ما د ښاغلي بهرامي له فارسي ژباړې پښتو کړې ده

له ځلاند ویب پاڼی یوه نړۍ مننه

هیچ نظری موجود نیست: