۱۳۹۵ بهمن ۲۴, یکشنبه

د ولنتیوس ورځ که د دیوس ورځ ؟ / اشپز سره بانډار

لیکوال : امید فردا 

کاکا غمخور ته مي ویل ماویل صبا له خیره د ولنتاین ورځ ده زړې ته دي ډالۍ مالۍ اخستي که نه ؟
ویل ولنتاین بیا څوک دی ؟
ماویل : یو مسیحي کشیش دی .
په تندي کښی یی کونځي پیدا شوي ویل مامور صاب ناموسي ټوکي مي نه خوښیږي .
منیجر ته مي سترګه کیښ کړه ماویل د کاکا غمخور سر ور خلاص کړه هسی بي وخته پري را درز نه وهي .
منیجر ورته ویل کاکا په کال کښي یوه ورځ ده چي دې ورځي ته د عاشقانو یا ولنتاین ورځ ویل کیږي څیړونکي او پلټونکي د دغي ورځي د مخینې په اړه کره معلومات نه لري خو ویل کیږي چي په لرغونی روم کښي یو پاچا وو د کلودیوس په نامه دغه پاچا عقیده درلوده چي مجرد ځوانان د متاهلو ځوانانو په نسبت زړور جګړه مار وي نو یی د خپلي امپراتوري په اردو کښي د عسکرو او سرتیرو لپاره ازدواج منع کړ په یوې کلیسا کښي یو عشقي کشیش پیدا شو د ولنتیاین (ولنتیوس) په نامه دغه کشیش به له پاچا پټ د سرتیرو او د دوي د معشوقو تر منځ نکاح تړله یا به یی د هغوي لپاره د ملاقات زمینه برابره وله نو په دي اساس اوس هر کال دعیسویانو له لوري همدا ورځ د فبروري د میاشتي په ۱۴تاریخ لمانځل کیږي ځوانان د خپلي خوښي پیغلو ته ډالۍ ور کوي او پیغلي بیا د خپلي خوښي ځوانانو ته ډالي ورکوي .
د کاکا غمخور د تندي کونځی که څه هم یو څه وغوړیدي خو بیا یی هم خپل زهر وپاشل ویل : پریږده منیجر صاب د عیسوي کشیش ولنتیوس لار به ، دیوس تعقیبه وي زه نه دیوس یم نه کلودیوس یم نه ولنتیوس یم او نه عیسوی شکر سپين مسلمان یم .

هیچ نظری موجود نیست: