۱۳۹۵ آذر ۲۳, سه‌شنبه

طالبان-روسان اړیکې: کابل په خپل رنگ کې کوټ خوړلی

ذاکر جلالی
په افغانستان کې د روسیې سفیر مانتیتسکي ویلي چې د خپلو سیاسي دفترونو او کنسولگریو لپاره له طالبانو سره اړیکې لري. د روسیې سفیر ویلي امریکا په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې ناکامه ده.
د ۲۰۱۴ په سپټمبر کې د ملي يووالي حکومت له رامنځ ته کېدو او په لومړني اقدام کې له امریکا سره د لانجمن امنیتي تړون له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې شتون څرکونه ولیدل شول. د داعش شتون که څه هم تر ډېره مطبوعاتي او تبلیغاتي وو؛ خو په سیمه‌ییزو معادلو یې پاموړ اغېز درلود. په افغانستان کې د داعش موجودیت د طالبانو، ایران، روسیې او افغان حکومت-امریکا پر گټو او موخو اغېز کړی.
افغان حکومت گومان کاوه، که د داعش شتون له یوې خوا په سیمه کې د امریکا ستراتیژيکې گټې تامینوي، له دې لارې به افغان حکومت هم له امریکا امتیاز ترلاسه کړي. له بلې خوا داعش د سیمې هېوادونو لپاره، خصوصاً روسیې او چین لپاره گواښ گڼل کېده، بلکې داعش د دغو هېوادونو د بې‌ثباتۍ لپاره رامنځ ته شوی و. له دې لارې افغان حکومت هڅه کوله، چې د داعش گواښ له موجودیته د روسانو او چینایانو له وېرې گټه پورته کړي او دغه هېوادونه پراخ مالي او تسلیحاتي ملاتړ ته وهڅوي. د داعش په شتون کې افغان حکومت بله موخه د طالبانو کمزوري کول و. داسې گومان کېده، چې د داعش له رامنځ ته کېدو سره به طالبانوپاشل شي او ځای به یې داعش د یوه عمده قدرت په توگه ونیسي.
خو دا هر څه هغسې ونه شول، چې افغان حکومت یې محاسبه کړې وه. په کوردننه داعش د دې وړتیا ترلاسه نه شوای کړای چې طالبان له منځه یوسي یا یې لږ تر لږه کمزوري کړي او دوی یې ځایناستي شي. په سیمه‌ییزه کچه د داعش موجودیت د طالبانو په گټه تمام شو. د افغان حکومت ډیپلوماسي ونه توانېده چې روسیه او چین په دې قانع کړي چې د داعش پر ضد ورسره مرسته وکړي. د دې محاسبې پر خلاف د طالبانو-ایران-روسیې محور پیاوړی شو. د طالبانو او روسیې اړیکې دومره نژدې شوې، چې اوس کابل کې د روسیې سفیر په ښکاره وايي چې هېواد یې له طالبانو سره اړیکې لري. امریکایان هم د دوو کلونو په تېرېدو سره ونه توانېدل چې په افغانستان کې د داعش له شتون هغه گټه پورته کړي، چې محاسبه یې ورته کړې وه.
په دې لوبه کې لوی بایلات د افغان حکومت په برخه شو. افغان حکومت نه یوازې دا چې ونه شوای کولی چې د روسیې او چین ملاتړ د ځان کړي، بلکې لا یې طالبانو ته فرصت ورکړ، چې له روسانو او ایرانیانو سره داسې مشترک ټکي پیدا کړي، چې د دواړو غاړو د گټو د اشتراک لامل شي او په پای کې طالبان په سیمه‌ کې تر پخوا جدي او ځواکمن متحدین ومومي. د طالبانو د ډیپلوماسي له فعالېدو سره افغان حکومت د خپلې ناسمې محاسبې له مخې ډېره مرسته وکړه.

هیچ نظری موجود نیست: