۱۳۹۳ آذر ۲۹, شنبه

ملا عبدالــــسلام ضعـــیف:د پېښور پېښه رښتیاهم ډېره خونړۍ وه

په اسلام اباد کی دافغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په پیښور کی
په یوه ښونځی دحملی په باب وایی : د داسی پیښو ترسره کول ډیر لوی زړه غواړی
چې د معصومو ناخبره او غیرمکلف مسلمان وینه دی په دومره ګڼ شمیر تویه سی،
دا هغه څه دی چې په هیڅ صورت یی انسان نه سی تائیدولای اونه په اسلامی او
مذهبی توګه توجیه کیدلای سی په هرصورت خدای دی دا د غم ټغر په خپل فضل او
کرم سره د افغانانو او ټولو مسلمانانو له انګړه ټول کړی.

ښاغلی ضعیف وایی ما تیره ورځ دا زړه لړزونکی پیښه ولیدل رشتیا چې ډیره
خواشینونکی وه، ډیر سخت زړونه یی لړزوله خو د هغه سره می د پاکستان د فوج
پلاس د یوه سپین ژیری عالم بیرحمانه وژنه هم ولیدله، په دغه ویډیوکې داسی
ښکاری چې دری څلور نفره پنجابی او لغوړن فوجیان دی د دې سپین ژیری عالم په
غاړه کې پړی یا رسی وراچوی او بیا یی په شګو او ډبرو کې کشه وی، هغه کله
ستونی ستخ او کله پړمخی سی، د هغه د بدن غوښی د مځکی سره اوړی او سری وینی
ورباندې بهیږی په همدې توګه هغه تریوه ډیره ځایه پوری کشوی او بیا یې
همداسی ژوندی تر خاورو لاندې کوې، زه دا عالم نه پیژنم چې مجرم وه او کنه
او نه یی منطقه رامعلومیږی چې د پاکستان کوم ځای دی خو د عالم شکل ته ګورم
پښتون دی، د داسی توهین لوبه د انسان د برداشته لیری ده.

همداسی څه وخت وړاندې د وزیرستان کړه وړه د هغه ځای دځایی اوسیدونکو سره چې
ټوله زندګی یی تباه سوله په ډیره بی رحمی ووژل سوه بی کوره سوه تردی چې
څاروی حیوانان او هرڅه یی ورته ووژل سوه، کورونه یی ورته ډاینموټ کړه
مسجدونه یی ورته شهیدان کړه او ډیری انسانان یی په ډیره توهینی توګه او په
شکنجو سره خاوره ته واستول، تر هغه د مخه په صوات کې چې څه وسول دانسان له
تصوره لیری وه، مدارس مسجدونه ونړول سوه تردې چې د انسانانو پر سرونو باندې
برمی ولګیدلی چې کیدای سی ډیرو خلکویی تصویری شکل هم لیدلی وی، په اسلام
اباد کې په حفصه مدرسه کې ښځی او ماشومان اول ووژل سوه او بیا د اور په
لمبو وسوزل سوه، په بلوچستان کې خو تراوسه پوری هره ورځ په درزنونو ځواناون
اومشران وژل کیږی او په مړو باندې یی تیزاب هم ورته ښیندل کیږی اوداسی
نور…

د دې عکس العمل څخه به د پاکستانی فوجیانو امیدڅه وی ؟ یوازی دا چې خلک
باید حوصله وکړی اوبس؟! خو زه فکرنکوم، زما په نظر تشدد د یوه بل تشد او
ظلم زیږنده دی، د چا په زړه کې چې د انتقام اور ولګیږی د هغه څخه بیا د
انصاف توقع ګرانه ده ،ځکه چې د هغه سره چا انصاف نه وې کړی نو بیا به ولی د
انصاف توقع ورڅخه وسی، دا چې زموږټول کړه وړه د هرلوری پر تشدد او نه
انصاف باندې ولاړ دی بیا د انصاف او عدالت توقع هسی امید پاته کیږی کله به
هم د عمل جامه نه وراغوستل کیږی او دا اوس یو حقیقت دی، که موږ د دې حقیقت
درک ونه کړو د عدالت اوانصاف لاره تعقیب نه کړو کیدای سی تردی هم د ډیرو
غیرمتوقع ناخوالو لیدونکی واوسو.

په هرصورت که د پیښور پیښه چا د انتقام په خاطرکړی وی هم د منلو نه ده اونه
ویوې معقولی او سمی لاری ته توجیه کیدلای سی ،ځکه چې دا د انتقام لاره نه
ده چې یو ماشوم، بیګناه او ناخبره مؤمن دی د بل چا که ډیرظالم هم وی په وجه
ووژل سی، که دا کار د سیاسی موخو له پاره انجام سوی وی هم سم نسی توجیه
کیدلای ځکه چې په دې سره به د عاملینو ملاتړکم او سیاسی کردار به یی پیکه
سی او د دښمن ملاتړبه یی ترهغوی ډیرسی، که دا کار په مذهبی توګه انجام سوی
وی نوهم نسی توجیه کیدلای ځکه چې د ماشوم سپین ژیری اوښځی مرګ که د دښمن په
خواکې وی هم نسی توجیه کیدلای خلاصه داچې د هر هدف له پاره دا کار سوی وی د
منلو نه دی او راتلونکی کې د داسی کار له کولو څخه پوره ډډه وسی الله دې
ماشومانوته جنتونه ورکړی.

هیچ نظری موجود نیست: