۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

فرانس ۲۴: شونې ده باور ونکړۍ خو داعش او القاعده له يو بل سره په جګړه بوخت دي

ښايي القاعده د تيرو څو کلونو او داعش نوی نوم وي چې اوريدل کيږي، د فرانسې د ۲۴ په نوم يو خبري چينل چې د سوريي او عراق نښته له نيږدې څاري په دې وروستيو کې يي د دوو ډلو د پلويانو داعش او جبه النصره ټولنيزې پاڼې څارلي دي dayishss.
داعش اوس د عراق په شمال کې ښه پرمختګ کوي او ډيرې سيمې نيسي خو په سوريه کې د پرمختګ تر څنک ځينې ستونزې هم شته دي، دا ډله اوس اوس په سوريه کې يوازې د اسد دښمنه نه ده بلکه جبه النصره چې د القاعدې پلوي ده له داعش سره جګړه کوي.
د فرانسي ۲۴ شبکې ليکلي دي:« داعش او النصره په سوريه کې له يو بل سره نښته کوي خو دا جګړه اوس ټولنيزو پاڼو ته هم را وتي.»
د ۲۰۱۳ کال تر لومړيو پورې داعش او جبه النصره يوه ډله وه او په عراق او شام کې يي اسلامي حکومت غوښت، خو کله چې القاعدې ته د بیعت خبره شوه داعش ترې بيل او جبه النصره القاعدې ته ژمنه پاتې شوه.
هغه وخت کله چې ستونزې ډيرې شوې د القاعدې مشر ايمن الظواهري له داعش څخه وغوښته څو سوريه خوشې کړي خو دوی پام ونکړ او خپل اسلامي دولت يي د القاعدې له پوښښ څه و ويست او الظواهري ته کړی بیعت يي بیرته واخيست.
د داعش ډله په خپلو پاڼو کې جبه النصره چې د بريالۍ ډلې په نوم ده د ماتې ډله بولي خو دوی بيا د داعش خلاف ټوکې بولي.
اوس اوس د دوی تر منځ په ټويټر کې د جبه النصره يو قومندان ابوهازم پر سر شخړې ډيرې شوي دي، ابوهازم په سوريه کې د النصره ډلې قومندان واو څه موده مخکې و وژل شو کله چې نوموړی و وژل شو د داعش ډلې يو تن يي د مړي انځور خپور کړ او ويي ويل چې دا سړی دوی وژلی دی.
د داعش ډلې دا کس ليکي:« کله چې د القاعدې دې قومندان غوښتل د ښځينه جامو پر مټ وتښتي او پيسې يي هم پټې کړېوې، ږيره يي خريلې وه، نو دوی وپيژاند او ويي واژهdayish  ssss
په انځور کې هم نوموړی په ښځينه جامو کې له يوې اندازه پيسو او يو ويلچر سره ليدل کيږي.
خو د جبه النصره ډله بيا وايي دا انځور جوړ شوی دی دوی وايي:« هغه مړ و خو تر مړي وروسته يادې جامې ور اغوستل وشي دي او مړي ته يي سپکاوی شوی دی څو بې عزته شي.»
د داعش پلوي يوه ويډیو هم خپره کړې چې يو تن داعش پلوی پکې وايي:« زموږ ډله به د هغو سرونه پرې کړي او ښځې به د جګړه ایز غنيمت په ډول ونيسي او له دوس به داعش د جنسي غلامانو په توګه ګټه پورته کړي.»
خواصلي خبره داسې نه ده بلکه دا ويډيو په ليبيا کې د داعش د يو پلوي ده چې تر ډيره کوښښ کوي د سوريي شيعه مذهبي او علويان پرې وډار کړي.
او ورته وايي:« قسم خورمة شبیحه ډله، علويان، شيعه ګان او نورو نه به سرونه پرې کړم او ښځې به مو زما جګړه ايز غنیمت وي.»
خو اوس له دې ويډيو دې کسانو علويان او شيعه ګان لرې کړي دي او کوښښ کوي د جبهه النصره غړي پرې وډار کړي او داعش وحشتناکه ډله وښيي.

هیچ نظری موجود نیست: