۱۳۹۳ مرداد ۱, چهارشنبه

داسلامی حزب مشرحکمتیاردکوچنی اختر درارسیدوپه مناسبت په پیغام کی وایی :صلح او امنیت یوازی هغه مهال راتلى شی او جگړه پاى ته رسېدى شی چی بهرنی ځواکونه ووځی :

د کمکی اختر د رارسېدو په مناسبت دحزب اسلامی فراری مشر انجنیر گلبدین  حکمتیار په پیغام کی چی
ددغه حزب درسمی ارگان شهادت له لاری خپور شوی ویلی چی   إن شاء الله روان دردناک حالت، اشغال او جگړه به ډېر ژر پاى ته رسی او اشغالگران به وځی، اشغالگرو ځواکونو ته له بشپړ وتلو پرته بله چاره نه ده پاته، سرلوړی او آزادی غوښتونکی افغانان به خپل برخلیک په خپله ټاکی او د خپلی خوښی اسلامی نظام او صالح مشران به غوره کوی. له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سیاسی ډلو ته څو عرائض لرم:
راشئ د تېرو څلورو لسیزو ترخو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او اسلوب غوره کړو، ټول توافق وکړو چی بهرنی ځواکونه دی ووځی، افغانان دی پرېږدی چی خپلی ستونزی په خپله او د پردیو له قیمومیت، وصایت او وساطت پرته حل کړی، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، دا ومنو چی د زعامت ټاکل او د نظام د څرنگوالى غوراوى د ملت مسلم حق دئ، د پردیو د مټو، وسلو او پیسو په مرسته قدرت ته رسیدل تحریم کړو، تعهد وکړو چی له دې وروسته د قدرت د انتقال په عملیه کی نه یوه قطره وینه توى شی او نه یوه مرمۍ وویشتل شی.
دا یو څرگند حقیقت دئ چی صلح او امنیت یوازی هغه مهال راتلى شی او جگړه پاى ته رسېدى شی چی بهرنی ځواکونه ووځی، د افغانستان په کورنیو چارو کی د بهرنیو لاسوهنی متوقفی شی، افغانان پرېښودى شی چی خپلی ستونزی په خپله حل کړی، د خپلی خوښی نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره کړی، څوک چی گمان کوی له دې پرته او د بهرنیو ځواکونو په شتون کی به جگړه پاى ته ورسېږی؛ سخته اشتباه کوی. هغه هم په سختی اشتباه کی پرېوتی چی گمان کوی د روغی جوړی له یوې عادلانه او پر واقعیتونو ولاړی معاهدې پرته به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل مفسد حکومت دوام وکړی، د پردیو په لاس روزل شوی امنیتی ځواکونه به وتوانېږی د گواښونو په وړاندی مقاومت وکړی، دا حکومت به د بهرنیو له فعال حضور پرته هېواد اداره کړی، د اشغالگرانو نیمگړى جنگی مأموریت به بشپړ او مجاهدینو ته به ماته ورکړی، یا گمان کوی چی اشغالگران به وتوانېږی داسی مضبوط، ځواکمن او مقتدر حکومت جوړ کړی چی د دوى له وتلو وروسته دوام وکړی او د دوى گټی خوندی وساتی؛ حقیقت دا دئ چی د ناټو له وتلو وروسته به د کابل لاس پوڅى حکومت او د پردیو په لاس روزل شوی امنیتی ځواکونه له همغه برخلیک سره مخامخ کېږی چی د شوروی اتحاد په لاس تپل شوى حکومت او چارواکی ئې ورسره مخامخ شول. نه پوهېږو څنگه به څوک دا گمان کوی چی د کابل شړېدلى، مفسد او له غلو او مفسدینو جوړ شوى حکومت  به د بهرنیو له فعال حضور پرته خپل منفور او کرکجن موجودیت وساتلى شی!! د یولک پنځوس زره بهرنیو ځواکونو د حمایې تر چتر لاندی د دوى حالت داسی وو چی په کابل او حتى ارگ کی ئې ځان خوندی نه گڼلو، د کابل ولسوالیو ته په زغره والو گاډو کی هم نشو تللى، د دې ځواکونو له وتلو وروسته به د دوى حالت څنگه وی؟!! د دوى ډېرو همدا اوس د اروپا او امریکا وېزې پر خپلو پاسپورټونو لگولې دی، ډېرو ئې خپلی کورنۍ بهر ته لېږلې دی؟!! انگرېزانو او امریکایانو خپلو زرگونو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې ورکړې؟!!
هغه ناافغانان چی د پردیو د مټو په زور پر هېواد مسلط شوی او د روان حالت دوام غواړی هغوى ته وایو: د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چی نور هم پاته شی، دا هیله مو نه ترسره کېږی، تاسو به داسی پر میدان یوازی پرېږدی لکه شوروی اتحاد چی خپل کمونیست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخلیک به تر کمونیستانو هم ډېر بد وی، مگر دا چی توبه وکړئ، خداى ته مخه کړئ، د خپل ملت غېږی ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران کړئ او له خپل تندی د غلامۍ تور داغونه پاک کړئ.
وروستیو پېښو او په ځانگړې توگه له مسخره او قلابی انتخاباتو راولاړو شوو لانجو وښوده چی اشغالگران نشی کولى له خپلو لاسپوڅو داسی اداره رامنځته کړی چی د دوى له وتلو وروسته د نظام د فوری سقوط مخه ونیسی. عملاً مو ولیدل چی تپل شوې نظامی دیموکراسی نشی کولى د افغانانو ستونزی حل کړی او د ملت د خوښی په حکومت منتج شی، انتخابات ئې له شرموونکو درغلیو ډک ول، ناکام ټیم د خپلی ماتی له منلو ډډه وکړه، د بغاوت، موازی حکومت جوړولو، او غرونو ته د ختلو گواښونه ئې کول، د خپل سیال په ضد ئې خونړۍ چاودنی وکړې، د امریکا دا دیموکرات لاسپوڅی نه دیموکراسی ته ژمن دی، نه نظام او ادارې ئې (د ارگ او د انتخاباتو د کمیسیون په شمول) او نه د نظام کچه دیموکراتیک اصول او اساسی قانون منی، له امریکایانو ئې وغوښتل چی د انتخاباتو نتائج لغو اعلان کړی، بیا همغه څه وکړی چی د بن د غونډی او د ۲۰۰۹ انتخاباتو په ترڅ کی ئې وکړل، ائتلافی حکومت جوړ او دوى په قدرت کی ابقاء کړی. همغه څه وشول چی خبیرو افغانانو ئې وړاندوینه کوله او هغه دا چی د اشغال په حالت کی انتخابات له یوې غولوونکې او مسخره ډرامې پرته بل څه نه وی، جمهور رئیس به د رأى اچوونکو په خوښه نه بلکی د اشغالگرانو په خوښه ټاکل کېږی، یا به داسی څوک بریالى اعلانوی چی د اشغالگرانو ټولو شرائطو ته سر ټیټ کړی او یا به داسی حکومت جوړوی چی وزارتونه ئې دوى پر خپلو مزدورانو ووېشی.
په داسی حال کی چی د افغان ملت ټول قومونه د تاریخ په اوږدو کی د وروڼو په څېر د یوه بل څنگ ته او د ورورۍ او برابرۍ په فضاء کی پاته شوی، ټولو په گډه له خپل هېواد دفاع کړې او د تجزیې او تفرقې هره هڅه ئې په گډه شنډه کړې خو اشغالگرانو زموږ د هېواد د اشغال له لومړۍ ورځی بیا تر ننه دا منصوبه درلوده چی یا به افغانستان په دائمی توگه تر خپل اشغال لاندی ساتی او که دا ورته ممکنه نه شوه نو زموږ هېواد به تجزیه کوی او د جگړی د دوام شرائط به برابروی، همغه څه به کوی چی په عراق کی ئې وکړل، اقتدار ئې ایران پلو متعصبو شیعه ډلو ته وسپارو، سنیان ئې نه یوازی له خپلو عادلانه حقوقو محروم کړل بلکی د هغوى د ځپلو لپاره ئې د بغداد مرتدو حکامو ته په خلاص لاس د هر جنایت اجازه ورکړه، حتى دا ئې ومنل چی ایرانی جنگیالی عراق ته ولاړ شی او د سنیانو په وژلو کی د نوری المالکی مرسته وکړی.
د فیدرالی نظام رامنځته کول، د اقلیت او اکثریت په نامه فتنې راولاړول، وروڼه قومونه سره جنگول، اقلیتونو ته په امنیتی ځواکونو او ملکی اداراتو کی دومره لویه برخه ورکول چی اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واک کی ورکړی او د ټولنی غوڅ او مطلق اکثریت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته ئې اړ کړی، د اقلیتونو لپاره مستقل ولایات جوړول، د خپلی خوښی والیان ټاکل او هغوى ته د پراخ صلاحیت انتقال، او دې ته ورته هڅی په دې موخه ترسره شوې چی د افغانانو ملی وحدت له منځه یوسی او د یوه ځواکمن مرکزی حکومت له رامنځته کېدو مخنیوى وکړی، همداراز پانگه وال نظام مسلطول او شتمنی، بانکونه، شرکتونه، مارکیټونه، ښارگوټی، مخابراتی وسائل او نشراتی مؤسسات او صوتی او تصویری رسنۍ د څو مزدورو کړیو په لاس کی ورکول… دا د هغوى د منصوبې ځینی برخی دی، دا اوس بلخ، پنجشیر، بامیان او داى کندی د مستقلو ایالتونو حیثیت لری، د هزاره جاتو ټول ملکی او نظامی ادارې او واک ئې یوه توکم ته سپارل شوی، والیان، قومندانان، ملکی مأمورین، امنیتی ځواکونه، ښوونځی، پوهنتون، استادان، قاضیان … ټول د همدې توکم په واک کی دی، له دوى پرته بل څوک په کی نه ترسترگو کېږی.
د اسلام دښمنان د اسلامی امت له راویښېدو وېرېدلی، دا ویښتیا او پایلی ئې د خپلو استعماری گټو لپاره ستر گواښ گڼی، د همدې لپاره ئې هغه عراق وځپلو چی د اسرائیلو په وړاندی ئې ستر گواښ گڼلو، په دریو برخو ئې د وېشلو هڅه کوی،  سودان ئې د جگړی د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، لیبیا ئې وځپله او د تجزیې لپاره ئې هڅی کوی، په سوریه کی غواړی د لیبیا تجربه تکرار شی، پر افغانستان او عراق د برید او بیا د اشغال په لومړیو کی د ایران د دریځ ستاینه او د بن په غونډی کی شریکول او اوس په عراق کی د داعش په ضد د دواړو گډ عملیات، داسی چی تهران په ډېری بې شرمۍ سره له واشنگټن وغوښتل چی عراق ته فوځونه ولېږی او د خپلی هر راز مرستی ډاډ ئې ورکړ، واشنگټن تهران ته اجازه ورکړه چی عراق ته خپل ځواکونه ولېږی، په مصر کی ئې د منتخب حکومت په ضد د فوځی کودتا منصوبه پلې کړه، په تش لاسو لاریون کوونکو د مصری فوځ د وحشیانه بریدونو او په سلگونو مصریان په خپلو وینو کی رغړولو مرسته او حمایت کوی، په تونس، یمن او الجزائر کی ئې هم دې ته ورته لوبه پیل کړې، پر غزې د اسرائیلو د وحشیانه برید او د مظلومو فلسطینیانو د وژلو او د هغوى پر کورونو د بمونو او راکټو ورول د تل ابیب مسلم او جائز حق گڼی!!
د تېرو څلورو لسیزو پېښو وښوده چی زموږ ملت پردیو ته د تسلیمېدو پېغور نه منی، پر خپل ایمان، عزت او خپلواکۍ سودا نه کوی، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار کی شهادت سل ځله غوره گڼی، زموږ غیرتی ولس له هغه چا کرکه لری چی پردیو ته ئې د ذلت سر ټیټ کړى، د غلامۍ کړۍ ئې په خپلی غاړی کی اچولې، له یرغلگرو سره ئې ملگرتیا کړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د برید بلنه ورکړې، د هغوى تر قومندې لاندی د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاریخ تل داسی کرغېړنی څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلی په ډبرو ویشتلی.
مجاهدینو ته توصیه کوم چی خپل صفوف لازیات متحد او منظم کړئ، هغه کسان په خپلو لیکو کی مه پرېږدئ چی خلک ځوروی، اسلامی اخلاق نه لری، اسلامی اصول نه مراعاتوی، د مجاهدینو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوی، د مجاهدینو د یووالی مخه نیسی، د قومی او ژبنی اختلافاتو فتنو ته لمن وهی، دوى یا د دښمن له خوا گمارل شوی اجیر جنگیالی دی او یا هغه چی په لاشعوری توگه د دښمن په گټه کار کوی، هغه چا ته د یوه مجاهد په سترگه مه گورئ چی د هېواد له خپلواکۍ او د اسلامی نظام له قائمېدو پرته نوری موخی لری، له داسی وسله والو عملیاتو ډډه وکړئ چی په هغه کی عام ولس، د دولت ملکی مامورین، ښوونکی، قاضیان، ملایان، انجنیران، ډاکټران، خبریالان او نور غیر محارب کسان صدمه گوری.
افغان ولس باید مطمئن وی چی إن شاء الله ټول بهرنی ځواکونه به زموږ له گران هېواد وځی او په خپلواک او آزاد افغانستان کی به د ملت د خوښی اسلامی حکومت جوړېږی.

هیچ نظری موجود نیست: