۱۳۹۴ خرداد ۲۲, جمعه

روحيات او ماشــوم ماشوم او لوبي / لیکوال: انجنیر عبدالله ګل ریان




ژوندي موجوددژوندمهم جزحرکت او فعاليت دى.دا فعاليت په ماشومانو کي لوبي دي چي دهغه د رُشد او ودي اساس جوړوي .ماشوم يي نه پايلي ته ګوري، نه يي مزدوري او بدل غواړي خو، لوبي کوي . په خپله خوښه يي کوي او خوند تري اخلي. جوړ ماشوم لکه څرنګه چي ښه خوړل کوي ،ښه بيده کيږي، هم هغسي ښي لوبي هم کوي .ان داچي يوه شيبه ارام کښينستلاى نسي .
لوبي دماشوم په حال او راتلونکي ژوند کي خورا مهمي دي .
پوهان وايي:



- انسان هغه مهال انسان دى چي لوبي وکړي .(شيلر)
- دماشوم لوبي يوجدي او هغه ته يوقاطع کاردى .(جرسلد)
لوبي هغه لاره ده چي که څوک ونکړاى سي ماشوم ته څه وروښيي په لوبوکي يي ورښوولاى سي .ماشوم هم هغه پرته له ستونزي زده کولاى سي اوزغم يي پيدا کولاى سي .(فرانک)
- ماشوم چي په لوبوکي څه زده کوي ، یوازي د حال لپاره نه،بلکي له راتلونکي ژوند سره يي اړه لري . نوموړی زیاتوي،لوبه هغه لاره ده چي د ماشوم غیر واقعي هیله او میل ورباندي ارضا کيږي .هغه لکه په نورو لوړتیا غوښتل، ځان ښوول او ... (ادلـــر)
- کله چي ماشوم په ازاده توګه لوبي کوي،خپل عواطف،احساسات او تمایلات ښکاره کوي او د دې اظهار خورا ضرور دی،کنه روحي فشارلري.(اکسلان)
- د ماشوم دشخصیت دودي لپاره لوبي لازمي دي.(مګروګال)
- ماشوم دخپل ځان اوفطرت داثبات لپاره لوبي کوي. (کلاپارد)
- د ماشوم ژوند د هغه لوبي دى .(دویي)
- لوبي دي چي ماشوم ګران شیان تجربه کوي . (فروید)
د ماشوم لومړنۍ لوبي، د هغه په خپلوګوتو لوبي کول دي . وروسته چي څه په لاس ورغلل په هغه لوبي کوي .کله چي يي اندامونه غښتلي سول،بیا په خاوروکي لوبي کوي.
په خاوروکي لوبي یي بیخي فطري لوبي بللي کيږي . په خاورو لوبي دومره عامي دي چي په هره ټولنه کي لیدلي کيږي . په ښارونو کي چي کله پارکونه جوړوي ،د ماشومانو لپاره بيل دخاوروځایونه لري. له خټو شیان جوړول،په اوبوکي لوبي او لامبل ټول یي فطري لوبي دي .
لوبي د ماشومانو لپاره خورا مهمي دي .د هغه استعداد ورڅخه څرګنديږي،له مسلک سره مینه يي په لوبوکي معلوميږي. لوبي که سالمي وي،دفکري رُشد سبب یي ګرځي او آن ماشومان له انحراف څخه راګرځوي.

هیچ نظری موجود نیست: