۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

دپغمان دپیښی پنځه تنه پړه اعدام شول

حقیقت نیوز-ګزارشنامه آزاد
حقیقت نیوز -گزارش نامه آزاد:

د افغانستان لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری بی بی سی ته ومنله چې تورن د چارشنبې په ورځ (تله ۱۶) ماسپښین درې بجې اعدام شول.
که څه هم نظری د تورنو د اعدام ځای ونه ښود، خو وړاندې د کابل پولیسو ویلی وو چې شاید په څرخی پله زندان کې اعدام شی.
د
کابل پولیسو په تېر اګست میاشت کې د پغمان د ډله ییز جنسی پېښه کې پنځه
تورن تر پېژندل کېدا وروسته ونیول، چې د افغانستان د درې ګونو محکمو له خوا
په اعدام محکوم شول او مخکنی ولسمشر حامد کرزی د خپل کار په وروستیو ورځو
کې د هغوی د اعدام حکم لاسلیک کړ.
د
کابل پولیس وایی، د پغمان د ډله ییز جنسی تېری او وسله واله غلان کې پنځه
تورن لاهم تری تم دی، چې تر اوسه یې پولیس په نیولو نه دی توانېدلی.
د
کابل امنیه قومندان محمد ظاهر ظاهر تېره ورځ وویل، له تری تم شویو تورنو یو
یې له هېواده په وتلو توانېدلی، او دوه نور د هېواد د ننه ورک دی.
مخکنی ولسمشر حامد کرزی ویلی وو، د پغمان د ډله ییز جنسی تېری مجرمین باید په علنی ډول اعدام شی.
په
تېرو دیارلسو کلونو کې د ښاغلی کرزی د واکمنۍ پرمهال لږترلږه ۵۱ کسان اعدام
شوی، او ۲۷۰ نور کسان په اعدام محکوم شوی، چې دغه حکم پرې نه دی تطبیق
شوی.
د اعدام دغه حکومت د اشرف غنی احمدزی په مشرۍ نوی حکومت کې تطبیق شوی، چې مخکنی ولسمشر حامد کرزی لاسلیک کړی و.
د بشری حقونو ځینو ملاتړو ډلو د افغانستان له حکومته د دغو اعدامونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
خو په وروستیو کې د کابل ښار کې د پغمان د ډله ییز جنسی تېری د مجرمینو د اعدامولو پر پلوۍ لاریونونه وشول.
د
بښنې نړیوال سازمان ‘امنیستی انټرنیشنل’ هم د اعدام د دې حکم له پلی کېدو
سره مخالفت ښودلى او ویلی دی، چې دغه حکم د سیاسی فشارونو تر سیوری لاندې
شوى دى.

حبیب استالف اعدام شو

د
افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل کار په وروستیو ورځو کې د حبیب
استالف د اعدام حکم هم لاسلیک کړ، چې د چارشنبې په ورځ نوموړی د پغمان د
پنځو تورنو سربېره اعدام شو.
هغه د یوې جنایت کارې ډلې چې په غلا، انسان تښتونې او انسان وژنې تورنه ده، مشر و.
وړاندې، د کابل پولیسو ویلی وو، چې دغه کس د یو لړ ډېرو پېچلو عملیاتو په پایله کې د کابل ښار د ننه ونیول شول.
د پولیسو په وینا، ستالف مخکې څو ځلې له بنده د خوشی کېدو په مقابل کې د درو میلیون ډالرو رشوت ورکولو هڅه کړې وه.
حبیب
ستالف، چې نژدې یو کال وړاندې کابل کې نیول شوی و، مخکنی ولسمشر حامد کرزی
یې د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د اعدام حکم لاسلیک کړ.

هیچ نظری موجود نیست: