۱۳۹۴ مرداد ۲۸, چهارشنبه

داعش: د پاک - افغان ګډه پروژه /لیکوال:انجینرحامد سیلاب



 دلسیزو راپدیخوا نړیوال نظامی ایتلاف دسیمې داستخباراتو او افغان حکومت په ملاتړغوښتل چه د وسله والو طالبانو نظامی قوت مات او يواځي د یو سیاسي مخالف په توګه پاتې شي. د همدې هدف ترلاسه کولو له پاره يې د هر رنګه نظامي قوت، د زر او زور په استعمال او فشار وسله وال طالبان نه مات او نه ضعیف کړل. د دې وروسته يې د طالبان د وېش کوشش کاو، او د دوی ویش سره به د ارام ساه واخلي. دا هڅه یی هم موثره واقع نه شوه. د وخت په تیریدو سره کله چې دولت الاسلام فی العراق والشام (داعش) په عراق او سوریه کی رامنځته شو، دا چې څنګه رامنځته شو د بحث موضوع مو نه ده. نوموړي حرکت په ډیر لږ


وخت کې ډیري سیمې ونیولې او دسیمې هیوادونه یې اندیښمن کړل. ددې فرصت نه په استفاده پاک - افغان کډو استخباراتو داعش د خپلو اهدافو له پاره د پروژې په شکل رامنځته کړ. هدف یی دا و چې تر څو د وسله والو قوت مات او سره ويې ویشي، او له دي سره سره به د طالبانو د ضعف او بی اتفاقی لامل شي. همدارنګه سېمه کې ( پاکستان او افغانستان) داعش حرکت ته لیواله افراد او ډلې ور وپېژني چې اینده کې یې مهار یا استعمال کړي. همداسي وشول، پاک - افغان په کډه دا ډله د اورکزیوقبایلي سېمه کې ر امنځته کړه، ځکه یې هلته رامنځته کړه چې ظاهرا د پاکستان تر نفوذ لاندی سېمه نه ده، بل داچې د عراق او سوریې دولت ( داعش) خپل نماینده (حافظ سعید) د خراسان ولایت لپاره چې دواړه هیوادونه پکې شامل دي اورکزیو له سېمې څخه انتخاب کړ. پاک - افغان استخباراتو د داعش جنګیالیو ته داسی ښودله چې ګواکي طالبان د دوی د خلافت له پاره ستر خنډ دی او همدارنګه وسله وال طالبان یې د آی ایس آی سره تړلي معرفي کړل. د وخت په تیریدود پاک - افغان ګډو همکاریو بالخصوص د پاکستان د پوځ په ملاتړداعش جنګیالي د اورکزو له سیمې افغانستان لورته واوښتل او جکړه یی پېل کړه. په ډیره لږه موده کی په ډيرو سرحدي سیمو او ولسوالیو کی حاکم شول او ورسره اکثره هغه قومندانان هم ورکډ شول کوم چی د امارت له مشرتابه لخوا د خیانت او یا نورو جرمونو په واسطه په کور کینول شوی ول یا صلاحیت یی تری اخستل شوی وه. وسله وال طالبان چه همیش حالات ډیر په دقت څیړې او د قوي مدیریت او رهبرې څخه برخمن دي حالات یې دقیق وڅيړل . لومړی یې نرم دریځ خپل کړ تر څو په یوه وخت کی د مخامخ دښمن ( امریکا) او د شا دښمن ( داعش) سره جکړې ته پلان ترتیب کړي. دوهم قدم کې یې عراق او سوریې ته پېغامونه واستول، استازې یې ځکه وا نه ستول چې همېش داعش د اسلامي او بین المللي اصولو خلاف ورغلي استازې وژلي او خیانت یې کړی. د طالبانو د وروستي پېغام اړوند د داعش غبرګون ډیر سخت و. په دریمه مرحله کې طالبان مجبور شول چه عملآ جګړه ورسره پېل کړي، خو تر دریمی مرحملې پورې د داعش جنګیالیو د ننګرهار ډيری سیمې نیولي او حتی د لوګر تر سرحداتورسیدلی و، دومره د قوي امکاناتو څخه برخمن ول چې د عیني شاهدانو په وینا ورسره داسی توپونه ول چه دا فغانستان پوځ یې نه لري. پاکستان چه همېش یې په داسې پروژوباندي امتیاز اخیستی، داځل يې هم امتیاز دوی ته ورغی، برسیره پر دي پاکستان د تیر په څير د همدې پروژې کټونکی شو او کاملا خپل اهدافو ته ورسیدی هغه دا چې : په سېمه کې یې د داعش پلوه ډلې ، افراد، سېمی او قومونه په نښه کړل چې د سېمی هیوادو ته ستر ګواښ دی، اینده کې به یې یا مهاروي یا به یې لکه د اوس په څير استعمالوي او خپل هیواد یې د دې سترګواښ څخه په امن کړ، افغانستان یې د داعش دښمن معرفی کړ اوسني حالت ته په کتو چې روان دی، هغه دادی چې ولي د داعش ځينې خاص افراد بیرته د کډو استخباراتو او امریکا لخوا په نښه کیږی وژل کیږی. هغه دادی چې: هغه افراد او قومندانان چه د کډو استخباراتو له خوا رامنځته شول ځینو له همدوی نه دا درک کړه چې استعمالیږی او د نورو اهدافو له پاره قرباني کیږي، اوس چه د دوی ټول کوردینات او معلومات دکډو استخبارتو سره شته، په نښه کيږي، هغه افراد به حمایه کوي کوم چې د دوی پروژه پرمخ بیایې مطلب د ( پاک - افغان) اهداف پرمخ یوسي، بل دلیل دا هم کیدای شې چې افغان حکومت درګ کړه چې پاکستان به د هیواد سرحدی سېمو کې بله صوبه جوړوې نو ځکه خو افغان حکومت هم له همکاریو لاس په سر شول. نتیجه کې تر دې دمه د دې پروژې کټه پاکستان واخیسته او افغانستان بیا هم د تیر په څیر قرباني هم شو، نه یې د طالب قوت مات کړ، نه یې تجزیه کړل او نه یې داعش ته لیواله ډله په نښه کړه.

هیچ نظری موجود نیست: