۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

ملایان او د کلېسا مرسته !


لیکوال: محمد ایاز ترنک
د ۱۳۸۹ کال د غبرګولي په میاشت کې نورین تلویزیون یو مستند فلم نشر کړ، چې عیسویت ته ورکې تبلیغ ښودل شوی و، د هغه مهال د داخلې او اقتصاد وزیرانو ولسې جرګې ته وویل، چې د NCA او د کليسا د نړۍ خدمتونو (WCF) په نومونو د دوو تورنو موسسو کارونه به وځنډوي، خو له هغه را وروسته دادی څه کم اوه کاله تېر شول، د NCA یا د ناروېژن د کلېسا د مرستې موسسې خپلو کړنو ته دوام ورکړی او په دایکنډي ولایت کې یې د کرنیزو خدمتونو ترڅنګ دیني عالمانو ته هم مخه کړې. دا موسسه په افغانستان کې د سولې لپاره د علماوو له شورا سره چې نوې جوړېدونکې ده او ۴۶۰ ملایان ورکې غړیتوب لري ،مرستې کوي. دوی د دیني عالمانو په واسطه سوله راولي، نو ځکه یې په دې نږدې وختونو کې ۱۲ تنه د مختلفو ولایتونو ملایان د اندونیزیا هېواد ته ولېږل .
د سفر یو ګډونوال مولوي راته د خپل سفر کیسه داسې وکړه : له افغانستان څخه تر تګ مخکې د ایین په نوم د برتانیې د سفارت یو کارکوونکی راسره مخ شو، چې له موږ سره به یې لمنځونه کول، ملایانو ورسره زښته مینه کوله، او په غېږو کې به یې نېوه، خو وروسته پوه شوو چې دا مسلمان نه دی، هسې موږ غولوي . کله چې اندونیزیا ته ورسېدو ، د کنفرانس په سبا یې لاسي بکسونه را کړل، چې پر سر یې لیکل شوي و: Norwegian Church Aid ( د ناروېژن کلیسا مرسته) خو پر دې لیکنه یې په توش قلم خط کش کړی و. ترڅو یې د کنفرانس ګډونوال ونه لولي. د بکسونو وېش لا ختم نه و چې یو کس بېرته په منډه ټول او په بدل کې یې د بازار عادي بکسونه ووېشل.)) مولوي دا هم راته وویل چې موږ د سولې په برخه کې د اندونیزیا د خلکو تجربې واورېدې، چې له نورو ادیانو سره څنګه جوړ جاړی کوي . موږ هلته له یو عیسوي پادري سره هم وکتل او د سولې په اړه مو ورسره خبرې وکړې .))
په دې سفر کې د سولې شورا د غړي عبدالحکیم مجاهد ترڅنګ د افغانستان د سولې لپاره د عالمانو د سرتاسري شورا مشر تاج الدین نوري هم ګډون درلود. پوښتنه داده چې زموږ ملایان ولې له یوې موسسې سره تر کار کولو مخکې د هغې په اړه مطالعه نه کوي؟ کله چې د عبدالحکم مجاهد غوندې یوه دیپلوماتیکه څېره داسې په پټو سترګو حرکت کوي، زما غوندې ملایانو به څه حال وي؟ ايا دا منلای شئ چې د کلېسا د مرستو موخه دې رښتیا هم د مسلمانانو ترمنځ د روانې جګړې ختمول وي؟.

۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبه

ځما او د عبیدالله بارکزی خاطري / له اشپزسره بانډار

لیکوال : امید فردا 

زه لا هغه وخت وړوکی وم د مکلفیت دوري ته نه وم رسیدلی یوه ورځ په کلي کښی اوزاه شوه چي صبا سیمي ته قوه را ځي شوریان هم ورسره دي سهار د چایو په مهال د زغره والو ټانکونو آوازونه له لري واوریدل شول یودم کلی له ځوانانو خالي شو یوازی په کلي کښي تور سري ماشومان او سپینږیري پاته شول د ورځي د نهو بجو په شاو خوا کښي ټانکونو زمونږ کلی محاصره کړه یوي اوبلی خواته یی درني ډزي کولي ځینو کورونو ته یی اور هم واچاو په کلي د وحشت فضا خپره شوه .
یوه ډله خلکیان د کلي له مشر خدای بښلي ملک کاکا سره په کور را ننیوتل د خلکیانو په ډله کښي یو لوړ تور ځوان  چي ببر بریتونه یی درلودل زما په خیال چي قوماندان به و ملک کاکا ته وویل : اکا سیاسري او ماشومان په یوه خونه کښي را ټول کړه شوریان را سره دي.

۱۳۹۵ بهمن ۲۴, یکشنبه

له بغاري تر سینګاره / له اشپز سره بانډار

 لیکوال : امید فردا

کرزی خو ښه و چی کله به امریکایانو د سنګین د جنایت په څیر یو جنایت وکړ نو ده به یوه د دروغو بغاره وکړه
د کرزی بغاره
دا اوسنی خو یو له سنګاره نه دی وزګار او دابل بیا له زړې نه دی فارغ .



د عبدالله سینګار
دا خبره همدا اوس کاکا غمخور په سنګین کښی د امریکا یی جنایت د غندلو په موقع وکړه.ګارد ورته ویل اوسنیو د بغارو لپاره یو تازه د می مجاهد په کرایه نیولی …..نه پوهیږم چی څوک به یی ور ښود . اشپز ورته ویل ځه ښه کار یی کړی ستاسو وال خو د بغارو په ځای غری وهی .ګارد چپ چپ ورته وکتل تیر ولاړ شو .

له دی سره جوخت یی په لوړ آواز وویل سنګینه ! ستا قاتلینو ته له خدایه ابابیل غواړم د واکمنو افغانانو غیرت خو هسی هم ستا د د ښمنانو د ډالرو په حصار کښی بند دی .د مرده باد او زنده باد ناری یی ډیری ووهلی ماویل پریږده یاره په نارو یی سر نه سره ور ځی هسی مو غږونه مه را خوره .

د ولنتیوس ورځ که د دیوس ورځ ؟ / اشپز سره بانډار

لیکوال : امید فردا 

کاکا غمخور ته مي ویل ماویل صبا له خیره د ولنتاین ورځ ده زړې ته دي ډالۍ مالۍ اخستي که نه ؟
ویل ولنتاین بیا څوک دی ؟
ماویل : یو مسیحي کشیش دی .
په تندي کښی یی کونځي پیدا شوي ویل مامور صاب ناموسي ټوکي مي نه خوښیږي .
منیجر ته مي سترګه کیښ کړه ماویل د کاکا غمخور سر ور خلاص کړه هسی بي وخته پري را درز نه وهي .
منیجر ورته ویل کاکا په کال کښي یوه ورځ ده چي دې ورځي ته د عاشقانو یا ولنتاین ورځ ویل کیږي څیړونکي او پلټونکي د دغي ورځي د مخینې په اړه کره معلومات نه لري خو ویل کیږي چي په لرغونی روم کښي یو پاچا وو د کلودیوس په نامه دغه پاچا عقیده درلوده چي مجرد ځوانان د متاهلو ځوانانو په نسبت زړور جګړه مار وي نو یی د خپلي امپراتوري په اردو کښي د عسکرو او سرتیرو لپاره ازدواج منع کړ په یوې کلیسا کښي یو عشقي کشیش پیدا شو د ولنتیاین (ولنتیوس) په نامه دغه کشیش به له پاچا پټ د سرتیرو او د دوي د معشوقو تر منځ نکاح تړله یا به یی د هغوي لپاره د ملاقات زمینه برابره وله نو په دي اساس اوس هر کال دعیسویانو له لوري همدا ورځ د فبروري د میاشتي په ۱۴تاریخ لمانځل کیږي ځوانان د خپلي خوښي پیغلو ته ډالۍ ور کوي او پیغلي بیا د خپلي خوښي ځوانانو ته ډالي ورکوي .
د کاکا غمخور د تندي کونځی که څه هم یو څه وغوړیدي خو بیا یی هم خپل زهر وپاشل ویل : پریږده منیجر صاب د عیسوي کشیش ولنتیوس لار به ، دیوس تعقیبه وي زه نه دیوس یم نه کلودیوس یم نه ولنتیوس یم او نه عیسوی شکر سپين مسلمان یم .

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

"منځلاری" مسلمان د امریکا له نظره


د رنډ څېړنیزې ادارې د ۲۰۰۷م کال راپور ته یوه کتنه
لیکوال: باسم خفاجي
ژباړن: ذاکر جلالي
لنډیز
د رنډ امریکايي ادارې (RAND Corporation) په دې وروستیو کې د «معتدلو اسلامي شبکو جوړولو» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی. دغه راپور د متحده ایالاتو حکومت ته د تگلارو او کړنلارو وړاندیز کوي او له امریکا غواړي چې د معاصرو اسلامپالو پر ضد مبارزه کې د سړې جگړې له تجربو گټه پورته کړي. زموږ تر بحث لاندې راپور د امریکا ادارې ته لارښوونه کوي، چې د اسلامپالو (چې په راپور کې «افراطي جریانونه» یادېږي) له افکارو او باورونو سره د مقابلې لپاره سیکولر، لېبرال او «روڼ‌اندې» ډلې رامنځ ته کړي، تقویه او مرسته یې وکړي. دغه راپور، اعتدال او منځلاري د لوېدیځ او امریکا له نظره تعریفوي او ورته خپلې خاصې ځانگړنې او شاخصونه په گوته کوي. د دې راپور په اوږدو کې د هغو منځلارو ډلو لپاره یوولس معیارونه او ځانگړنې په گوته شوي، چې تمه ده د امریکا په استازیتوب د اسلامپالو پرضد فکري جگړه پرمخ بوځي.

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

د کاکا غمخور بی ذایقي ذوقیات / له اشپز سره بانډار

 لیکوال : امید فردا
دا ذوقي بحث څو شیبي وړاندي د ګارد او او اشپز کاکا غمخور تر منځ روان و کاکا غمخور ویل : په کمونستانو کښی مي د نور محمد ترکي سرشاري د حفیظ الله آمین جهالت د کارمل غلامي او د نجیب وینا خوښیده .
په مجاهدینو کښي مي د مسعود اکټونه د حقاني غیرت د حکمتیار چل او فریب  د منصور علم او سیاسی درایت  د خالص بابا ادبي او تربیتي ټوکي د حضرت صیب کنځاوي د پیر صاب راحت طلبي او د مولوي محمد نبي محمدي تقوي خوښیده .

 ګارد ورته ویل : رهبر یادت نره .
کاکا غمخور غاړي تازه کړي په دیګ پسي یی د اسټوپ پلتې جګي کړي ویل د خلکیانو پاک نفسي او وطن پرستي مي خوښیږي .
د طالبانو قاطعیت او اسلام پرستي مي خوښیږي .
د مجاهدینو قرباني مي خوښیږي .
د اخوانیانو له قدرت سره لیونۍ مینه مي خوښيږي .
د جمعیتیانو او پرچمیانو تبعیض او تعصب مي خوښیږي .
د جنبشیانو په بي پولي جنایاتو اتفاق او یو والی مي خوښیږي .
له ولایت فقه سره مي د شیعه ګانو د عابد او معبود په څیر رابطه مي خوښیږي .
په دي وخت کښي د ګارد په تندي کښي د کونځو موړې را ښکاره شوې ویل : (دیگران خیر است در مورد رهبر قضاوتت منصفانه نیست )
اشپز خپل بریتونه تاو را تاو کړل ویل که د ایشچي موضوع پري ور اضافه کړم بیا به یی د انصاف تله بیخي درنه شي .
د دوي خبري د ادبیاتو تر سرو کرښو وا وښتي ور غږ مي کړ ماویل کا کا غرمي ته څه لرو ؟
ویل منیجر د لاندي غوښه را وړي هغه مي دیګ ته ور ټیل وهله .
ټولو له خوشحالي په کړس کړس وخندل .

۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبه

د اشپز وړاند وینه خو به رښتیا شوی نه وي ؟

لیکوال : امید فردا

ماویل له دوو ورځو پرلسي واوري او باران وروسته تیر مازدیګر یوه تیزه سړه سیلۍ را والوته نیمه شپه را ووتم دومره خاوري دوړیدلې  وي چي زما د واوري خیال پري راغی  کله چي مي د انګړ ګروپ روښانه کړ د تورو سمنټو مخ سپيرو دوړو پوښلی و سهار مي د موټر د ښیښي دوړي په جارو پاکي کړي .

۱۳۹۵ بهمن ۱۵, جمعه

زمونږ خطیب صاب په فیسبوک کښي لایکونه کوي / له اشپز سره بانډار

لیکوال : امید فردا  

اشپز کاکا غمخور وایی د جمعه په ورځ خطیب صیب کیسه کوله ویل چي کله مسجد ته داخلیږئ نو لمړی ښۍ پیښه داخله کړئ وروسته بیا چپه پښه او چي کله له مسجد څخه وزئ نو لمړی چپه پښه اوباسئ وروسته بیا ښۍ پښه .
همدا راز کله چي بیت الخلا ته ورځئ نو لمړي چپه پښه داخله کړئ وروسته بیا ښۍ پښه کله چي له بیت الخلا وزئ نو لمړۍ ښۍ پښه وباسۍ وروسته بیا چپه پښه .
ماویل : د دي کار د حکمت په اړه یی څه ونه ویل ؟
ویل : خطیب صیب ویل چي دا کار د ژوند له آدابو څخه دي او ډير ثواب لري .
ماویل : ثواب یعنی (چی) ؟

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

په دې وطن کښې د منطق ځای خوټو نیولی / له اشپز سره بانډار

 لیکوال : امید فردا

سهار راغی ویل مامور صاب د اشپز خانی کار راباندي زور دی یو تکړه معین را ته مقرر کړه ماویل سمه ده خو هسي نه چي صبا دي د معین غوښتنی لکه د مامور صاب اتا مامد نور داسي وي بیا به له هغه سره څه کوو .
ویل مامور اتامامد څه غوښتي ؟
ماویل هغه له ولسمشره غوښتي چي ۳۰ سفارتونه ۳۰ معینیتونه ۱۵ ولایتونه په نړۍ کښي د افغانستان نمایی سیاسي نماینده ګيانی او ۱۵د تنو لپاره په سنا کښي انتصابي چوکۍ به ټولي ماته را کوي .

ویل ولسمشر ورسره منلي ؟
ماویل له هغه خبر نه یم خو مامور صاب نور خوشحاله و چي زما غوښتنو ته ولسمشر د تایید سر خوځولی .

۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

د قیامت په ورځ به حوض کوثر ته د پیر په لمن پسي ځو / له اشپز سره بانډار

لیکوال: امید فردا 
سهار زه او منیجر  دواړه د اشپز لیدو ته ورغلو په چیله خاني کښي یی په زوره زوره بغاري وهلي ویل زما پیر خو څه عادي پير نه و دا  سي پير و چي په نړي کښي یی ساری نه لیدل کیدل  نه بله مور داسي پیر وزیږوي   او نه به دنیا ته راسي د قیامت په ورځ به حوض کوثر ته د ده په لمن پسي ځو  .
ماویل پریږده یاره د قیامت په ورځ  لمن ممن نشته هر څوک به د خپلو اعمالو  په ګرداب کښي را ګیروي .
بیا یی چیغي کړي خدایه ! د ده په روي مونږ هم وبښه.

 خدایه ! د ده په روي دا وطن د منحوسو کفارو له وجوده پاک کړه .
منیجر د سترګو له کنجو راته وکتل نرم یی په بریتو کښي وخندل .
اشپز سترګي  پاکي کړي پوزه یی پورته کش کړه ویل مامور صاب په تلویزیون کښي دي وکتل ؟....زما د پیرګل د جنازي مراسم په خیر او خیریت تیرشول ؟
ماویل هو ولي؟
ولي هسي پوښتنه را سره پیدا شوه ماویل چي بیا څوک سجدي مجدي ته نه وي  تللی .
ماویل ته دا پریږده څه وخت له چیلي را وزي ؟
ویل تر څو چي د ده مبارک د پتارۍ اوبه نه وي وچي شوي تر هغو له چیلي نه وزم .
ما ویل نو سمه ده د سولي شورای لپاره هم یو خوب ووینه .
ویل د سولي شورا حق د بي بی .... دی.
منیجر د تایید په ډول سر و ښورا و  ویل  هو هغه باید  د سولي شورا مشره شي تر څو د جندر موضوع هم رعایت شي . 

ای خدایه ! مونږ دي  ولي دومره ساده ګانوپیدا کړي  یو ؟
له اشپز سره بانډا

۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبه

عیسوۍ سوله

 لیکوال: محمد ایاز ترنک
له شاه دوشمشیره زیارت سره د شنو کوترو په منځ کې په سپینو جامو پوښلي ځوانان ولاړ وو، او د سولې د کمپاین په نوم یې وړیا کتابونه ویشل. په یادو کتابونو کې صلح نام هم وه چې د ګوهرشاد د لوړو زده کړو د موسسې له خوا په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ (USIP) په مالي لګښت چاپ شوې ده . سره له دې چې دا کتاب د سولې ، بخښنې او مینې پیغام له ځان 


وړي، خو په ټول کتاب کې بسم الله، د الله جل جلاله نوم، د قران کریم ایت، حدیث شریف ، د صحابه کرامو اقوال او د مسلمانو عالمانو روایات وجود نه لري. دا کتاب چې بهرنیو لیکوالانو لیکلی او په پټو سترګو دري ته ژباړل شوی ، د سولې او بخښنې په برخه کې د انجیل روایتونه را نقلوي .

۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبه

من «چارلی» نِه ام!


نوشتۀ: انجنیرمحمدنذیرتنویر،هالند
تذکر:
دوسال قبل، گرگان «بره پوش»، بر جاده های پاریس صف کشیدند تا همبستگی شان را با هفته نامه چارلی به نمایش کشانند. هفته نامه ی که به پیامبر دو میلیارد مسلمان، متواتر اهانت روا می داشت و مسلمان نما ها نیز از آن تعبیر آزادی بیان می داشتند.
این همبستگی که زیر عنوان «من چارلی هستم» شکل یافت و تمام گرگ صفتان در آن اشتراک نموده و اشک تمساح ریختند.
بنده نوشته ی ادبی را زیر عنوان «من چارلی نِه ام» تهیه داشتم تا برای طاغوتیان گوشزد نمایم که این صف آرایی شان ضمن آنکه روحیه ی مؤمنان را تضعیف نخواهد توانست، بلکه آنرا بالا نیز خواهد برد.

۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبه

عبد الحکیم مجاهد د حکومت د دیموکراسي بکارت وشکاوه


سیاسی شنونکی اولیکوال: عبدالرحیم (ثاقب) 

د پنجشنبې په ورځ د سولې د عالی شورا پخواني مرستیال او د دې شورا سلاکار ښاغلي عبد الحکیم (مجاهد) د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنوانسټیټوټ له لورې په جوړې کړای شوې غونډې کې د دې غونډې د نورو برخوالو ترڅنګ په تیرو څلویښتو کلونو کې د سولې د خبرو په ارزونې باندې یو لړ وضاحتونه لرل.
ښاغلی مجاهد د خپلو وضاحتونو په ترڅ کې وویل: ((په هرڅه کې افراط او له قضایاوو ناسم برداشت زمونږ د ټولو ستونزو اصلي لامل دی. طالبانو د روسانو او د هغوی د ملګرو (کمونسټانو) په مقابل کې جهاد وکړ، کله چې جهاد بریالیتوب ته ورسیده، طالبان له هرډول امتیاز اخیستلو پرته بیرته خپلو مدرسو ته ولاړل او واک یې مجاهدینو ته پريښود. ښاغلي صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین رباني ونه کړای شول ‏چې په هیواد کې امنیت راولي؛ ځکه چې ګډوډي خپله د همدوي د حکومت محصول وه،هماغه وو چې طالبانو د ګډوډي له منځه وړلو اوملي وحدت د تأمین لپاره راودانګل.‏

د بیان ازادی که نوحه خوانی؟


له بده مرغه دلته د هرحاکم بنسټیزه ستونزه داده چې پرمختګونه یواځې د خپلو حزبی تنظیمی او توکمیزو ګټو په محراق کې تر څېړنې لاندې نیسې او په ټینګار سره غواړی هغه پر نورو هم تحمیل کړی.
ښاغلئ کومندان عطا او ښاغلو ټلوالیانو!مونږ د هغه خوسا ذهنیت محصول نه یو چې د واک په سر د خپلو وروڼو وینه په ارګ کې د پاتې کیدلو او یا هم ارګ ته د ننوتلو له شیطانی غریزې څخه قربانی کړو .مونږ د افغانانو ترمینځ جګړه نه، بلکه له وروڼو سره سوله او هغه هم وړیانه بلکه د واک په بیه د ستونځو د حل لاره ګڼو ښه به داوی چه دتیروڅخه عبرت واخلو او ټول تیر شوی ناورینونو ته په خلاصو سترګو وګورو.
راځی،هغه ولس ته چې له تیرو نزدې څلورو لسیزو راپدیخوا د انسانی ژوند څخه بی بهری پاته او تپل شوو جګړو هرڅه ورڅخه تالا کړی د ژوند د ښه کیدو لپاره د عمل وړ بنسټیزی لاری پیدا او عملی ګامونه اوچت کړو ٠مونږ وینو چې په افغانستان کی د بیان د ازادی تر نوم لاندې خصوصی تلویزنونه عمداً مذهبی او سیاسی شخصیتونه او ځانګړی مشران توهینوی او یا هم مستقیما په یو قوم یا ژبی تعرض کوی او که ورته وویل شی چې;وروره،

۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه

عبدالحکیم مجاهد څه وویل (یاغي او د ګډوډیو عاملین)


نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټوټ له لوري په تیرو څلویښت کلونو کې د سولې د خبرو ارزونې تر نوم لاندي غونډه جوړه شوې وه، د جدې ۲۳مه ۱۳۹۵ کال د پنجشنبې ورځ ماسپښین دوه بجې او شل دقیقي غونډه پېل شوه، یاد مرکز د ۳۲ کسانو سره د سولې اړوند مرکې کړي وي، او دهمهغو مرکو او نورو څیړنو یوه مجموعه یې د کتاب په بڼه خپره کړي ده.
دریو ښاغلو ته پکې د خبرو وخت ورکول شوی وو، جنرال محمدظاهر عظیمي، د دفاع وزارت پخوانی ویاند، مولوي عبدالحکیم مجاهد د سولې شورا پخوانی مرستیال، د سولې شورا غړی او سلاکار او ډاکټر وفایې زاده، د هوانوردي پخوانی مرسیتال وزیر.
بحث د ډاکټر عنایت مدثر لخوا په مخ وړل کیدی. ښاغلی مدثر پخوا د یو ټلویزون د سیاسي بحثونو چلوونکی وو. همدلته هم هغه دا مهم د سولې بحث هغه ډول وړاندي  کاوو لکه چې د یک ټلویزون د سیاسي بحثونو په سډیو کې ناست وي، او غواړي میلمانه په جنک سره ولويږي.

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د اتمر صاحب ترڅیړنو پوري !

لیکوال: خالد هادي 

د ۲۰۰۹ کال د اګست پنځه ویشتمه ووه چي سهار وختي د سپوږمي صالون سره پولیسو خبریال داوخان مینه پال دپیښي په ځای کي څو ټیټي چکې ګرم کړی و ، په نور جهان هوټل کي خبریالانو د ولایت سره د پریکون اعلان کړی وو
اته بجې وي چي اتمر صاحب کندهار ته راورسیدی او د کندهار د سختي او ویرونکي تراژدۍ د څیړلو مشري ورتر غاړه وه .
د والي د ویاند شهید ډاکټر پرویز نجیب د مسلسل غوښتونو په اساس چي ویله د خدای لپاره راسه تر مرکزه شرم دي وزیر صاحب راغلی دی چي خبري کنفرانس ورکړي خبریالان نه راځي ، زړه نا زړه ولایت مقام ته ورغلم
تر روغبړ وروسته والي ویسا اتمر صاحب ته د چاودني کیسه د ملي تلویزون د راپور لمخي پیل کړل . اتمر صاحب ښه ښه ورته لرل په اخیر کي اتمر صاحب ویل چيراځي له نژدې ئې وګورو. د سپوږمۍ صالون تر څنډو ورغلو د پیښي ځای مو داسي ولیدی چي اتمر صاحب ګر سره زړه نه وو چي له موتړه راتا سي . چي راکښته سو هر ګام ئې دغسي اخسته تا چي ویل پر ماین پښې ایږدي .

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

د لویو لوبو واړه قربانیان کابل کې ګواښونه او ستونزې


لیکوال او شناند:
نظرمحمد مطمئن
  که  د سولې هڅې ستاسي د ګټو ضد وي، ښکاره راته ووایاست، ولي په ګواښونواو ستونزو جوړولو باندي مسئله کله هم نه شي حل کیدای.
که زموږ د سولې هڅې،  د جګړې  دریدو کوششونه تاسي د خپلو شخصي ګټو ضدګڼئ، په کابل کې مې له قلم سره نه شئ منلای، ښکاره راته ووایاست چې هیوادپريږده.  ولي ډاډه اوسئ، تر څو چې ژوندی یم، د سولې لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ ساتم، او هیواد به ستاسي د شخصي ګټو لپاره پري نه ږدم.

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

د منیجر خیالي نقشي / له اشپز سره بانډار

لیکوال: امید فردا 

د زاړه کامپیوتر ښيښي ته تور ځځغ او سیسن سړی ناست زه یم
چپ لاس ته پاک خریلی تک سپين هغه چي ویښتان یی په اروپايی سټایل جوړ کړي تنګ پتلون او د لنډو لستوڼو یخن قاق یی اغوستی په غاړه طلایی ځنځیر ځړیږي د چپ لاس خاچۍ ګوتي نوک یی دوه اینچه اوږد کړی او په سره رنګ یی رنګ ولی دا  زمونږ منیجر دی ظالم سم دم د رښتوني دیمکراسۍ ژوند سمبول دی .
مخامخ ولاړ سړی چي ملا یی کلکه تړلي غوړه  صافي یی په اوږه پرته ده پلن ببر بریتونه یی د خلک د دیموکراتیک گوند یاد تازه کوي دا  زمونږ اشپز دی زه یی نخبه بولم دا ځکه هغه قابلیتونه چي په ده کښي موجود دي  د ټولنی نور غړي ډیر کم تري برخمن دي .

۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبه

د امنیتی ځواکونو افسران له خپلو خيټو په تکلیف دي

لیکوال: حبیب الرحمن حکمتیار 

د ناټو له لوري د افغانستان له اشغال وروسته افغان امنيتي ځواكونه د ناټو افسرانو په لاس روزل شوي، خو ډېرى افسران ئې همغه دي چي د روسانو په لاس روزل شوي.
دولتي ځواكونه د لويو قطارونو په مټ او د زمكي او هوا له لاري د سترو بريدونو او له درنو وسلو، توپونو، ټانكونو او جهازونو په استفادې سره د سيمو د بېرته نيولو هڅه كوي خو نه هلته دائمي امنيت راوستلى شي او نه داسي ضروري امكانات او لازم تدابير لري چي د مخالفينو په لاس كي د سيمي د بيا پرېوتو مخه ونيسي. كله چي تر بريد لاندي راشي نو سيمه له معمولي مقاومت پرته بېرته پرېږدي او تښتي. هر بريد ئې د دې پر ځاى چي د مخالفينو د تضعيف او تجريد باعث شي بر عكس ولس له دولت لازيات متنفر كوي او د ځورېدلو وگړو خواخوږي له مخالفينو سره زياتوي.
د همدې جنگي اسلوب له كبله د روسانو د يرغل په دوران كي نږدې پنځه نيم مليونه افغانان له هېواده بهر هجرت ته اړ شول او په لكونو نور په داخل كي، اوس هم نږدې يو نيم مليون افغانان په داخل كي د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او په بهر كي هم شاوخوا درې مليونه افغانان مهاجر دي.

۱۳۹۵ دی ۱۴, سه‌شنبه

2016 از دوربین آخر زمان


 نویسنده : هدایت الله ذاهب
منبع: مبارزه
از تظاهرات ایالت اورِگان امریکا و اشغال تعمیر دولتی توسط این معترضان گرفته تا کودتای ترکیه و شهرت پاپولیست ها در غرب توأم با برد تعجب آور دونالدترمپ، سال 2016 یک سال غیرقابل‌پیش‌بینی بود. ضعف تمدن مدرن غربی درصحنۀ سیاسی و اقتصادی جهان کاملاً هویدا گردید و در مقابل قدرت های در حال ظهور باجرئت روزافزون در مقابل این تمدن به سرکردگی امریکا ایستادگی نشان دادند. تحلیل گران مسائل سیاسی و اقتصادی تحلیل های خویش را در مورد این سال پر مجرا بیان نموده اند، ولی برخلاف ما می‌خواهیم این سال را از دوربین های آخرزمان به بررسی بگیریم.
علمای اسلام نشانه های آخرزمان را به سه دسته تقسیم کرده‌اند؛ نخست نشانه های که اتفاق افتاده‌اند مانند شق القمر، رحلت آن-حضرت ﷺ و….، ثانیاً نشانه‌های که اتفاق افتاده‌اند و ادامه‌دارند و ثالثاً نشانه های که بعداً اتفاق خواهند افتاد که ما در قالب بعضی از نشانه ها می‌خواهیم عدۀ از وقایع سال 2016 را مرور کنیم.