۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبه

د اشپز وړاند وینه خو به رښتیا شوی نه وي ؟

لیکوال : امید فردا

ماویل له دوو ورځو پرلسي واوري او باران وروسته تیر مازدیګر یوه تیزه سړه سیلۍ را والوته نیمه شپه را ووتم دومره خاوري دوړیدلې  وي چي زما د واوري خیال پري راغی  کله چي مي د انګړ ګروپ روښانه کړ د تورو سمنټو مخ سپيرو دوړو پوښلی و سهار مي د موټر د ښیښي دوړي په جارو پاکي کړي .
پوښتنه مي وکړه ماویل له دوه ورځني  لنده بل وروسته دومره دوړي له کومه شوې ؟
منیجر سر و ښو را وو  ویل دا هر څه زمونږ خپل عملونه دي .
اشپز ویل مامور صاب یاد ساته په دي دوړو پسي یوه بلا را روانه ده .
ماویل ولي څنګه ؟ بزرګ شوي  که دي څه اوریدلي دي ؟
ویل : افغانستان کشوریست که هر لحظه گواه رویداد های ناگوار است.
اشپز ته مي ویل ته ورشه یو ګیلاس چای را وړه ما د خپل ټویټر پاڼه را خلاصه کړه لمړی ټویټ چي مي تر سترګو شو هغه دا وو : "ملګرو ملتونو ګلبدین حکمتیار له تور نوملړ څخه و ویست " د خبر د ثوقه والي په موخه مي  په فیسبوک کښي د حزب اسلامي رسمي پاڼي را وغوړه ولي هلته د حزب اسلامي مجاهدین یو بل ته د دغي مبیني فتحي داسي مبارکي ورکولي  ته وایی قسطنطیه يي فحته کړي .

یاربه مبینه فحته .
د دي خبر په لیدو سره ماته د جناب حکمتیار صیب هغه خبري را په یاد شوې چي ویلي و : (تور لست د سي آی ای له لوري جوړ شوی د واقعي آزادي غوښتونکو نومونه پکښی در ج شوي نه د جنایت کارانو نومونه جنایت کاران اوس په کابل کښي امریکایانو په خپله غیږ کښي نیولي او دکابل په امریکا حکومت کښي ورته لوړي لوړي کورسۍ ور کړلې شوې  که امریکا په افغانستان کښی د خپلو فوځونو د شتون په حالت کښي زما نوم له تورلسته وباسي دا به زما لپاره ډیره غمجنه شیبه وي زه په دي افتخار کوم چي نوم مي د کفر ظلم شر او فساد ستر شیطاني ځواک په تور لست کښي شامل دی). 

د  خبر په لیدو مي ښه په کړس کړس وخندل کاکا غمخور د پخلنځي له کړکۍ سر را بهر کړ ویل مامور صاب خدای زوی در کړکه کومه بله خوشحالي ده چي داسی په کړس کړس خاندي ؟ 

ماویل ماته خدای زوی نه دی را کړ حکمتیار صیب خدای ورکړه .
ولي څه ؟ لور یی پیدا شوي ؟ 
ماویل یا ملګرو ملتو له خپل تورلیسته وایست .
ویل څه څه ؟
ماویل څه چي مي درته وویل حقیقت دي .
یو دم یی غو ږو ته کوتي واچولي د قرانکریم دا ایات کریم یی په لوړ آواز تلاوت کړ :
ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى...
دکاکا غمخور له  سترګو  اوښکي و بهیدلي په دفتر کښي د غم فضا خپره شوه له یوي لحظي وروسته منیجر سکوت مات کړ ویل خدای مهربانه ده خدای به نور په افغانانو ورحمیږي د جنګړي د خپسي منګولي به نور زمونږ  له مرۍ لرې شي .
ماویل کاکا بهر خلک خوشحالۍ کوي اتڼونه کوي یو بل ته مبارکي ورکوي ته ژاړي دا نو بیا ولي؟ 
ویل پر دي نه ژاړم چي د حکمتیار نوم له تورلسته خارج شو پر دي هم نه یم خفه چي صبا بل صبا به له خپلو اکوڼو سره کابل ته راځی باید راشي کابل یی وطن دلته د اوسیدا حق لري ژاړم پردي چي د ده تر قیادت لاندي ډیر ځوانان شهیدان شول ډیري ناویانې کونډې شوي او ډیري  مندې بوري شوې ډيرې خویندې ورا ري شوې کاشکي دا نه واي پیښه شوي . 
منیجر د کاکاغمخور خبره غوڅه کړه ویل هغه وخت چي د طالبانو مشر  د ملامحمد عمر مجاهد  وفات شو بیا نو   حکمتیار ورته وړاندیز کړی و چي دی د خپل مشر په توګه وټاکي خو طالبانو ظالمانو د ده مشوره قبوله نه کړه که هغوي  دا کار کړی وای  اوس به دهغو هم  مزي وي  بیچاره ګان په سپيرو دښتو کښي سپيري شونډي ګرزي .
اشپز ورته ویل  پریږده یاره بخت له بختورو نه ځي د حزب اسلامي د مجاهدینو دي د مور شیدي شي   د ۱۶ کلني پیغلي دیموکراسۍ بکارت به ووهئ دا نعمت خو د هر سپيره په قسمت کښي نه وي .
یاربه قسمت

هیچ نظری موجود نیست: