۱۳۹۵ بهمن ۱۵, جمعه

زمونږ خطیب صاب په فیسبوک کښي لایکونه کوي / له اشپز سره بانډار

لیکوال : امید فردا  

اشپز کاکا غمخور وایی د جمعه په ورځ خطیب صیب کیسه کوله ویل چي کله مسجد ته داخلیږئ نو لمړی ښۍ پیښه داخله کړئ وروسته بیا چپه پښه او چي کله له مسجد څخه وزئ نو لمړی چپه پښه اوباسئ وروسته بیا ښۍ پښه .
همدا راز کله چي بیت الخلا ته ورځئ نو لمړي چپه پښه داخله کړئ وروسته بیا ښۍ پښه کله چي له بیت الخلا وزئ نو لمړۍ ښۍ پښه وباسۍ وروسته بیا چپه پښه .
ماویل : د دي کار د حکمت په اړه یی څه ونه ویل ؟
ویل : خطیب صیب ویل چي دا کار د ژوند له آدابو څخه دي او ډير ثواب لري .
ماویل : ثواب یعنی (چی) ؟


ویل : ثواب دا معنی چي د دي کار په کولو سره سړی بی سواله بی ځوابه جنت ته داخلیږي .
منیجر وخندل ویل کاکا غمخور ښه موضوع را وسپړله مسجد او بیت الخلا ته د تلو او وتلو په اړه مي زمونږ د مسجد له خطیب صاحب څخه پوښتنه وکړه هغه راته د قناعت وړ ځواب را کړ زمونږ خطیب صیب ډیر پراخ معلومات لري .
اشپز کاکا غمخور د منیجر په خبره حسادت وکړ پري را وغورزید ویل پریږده منیجر صاب ستاسی خطیب خو لا تر اوسه چړی دی ته راسه زمونږ خطیب صاب ته تمامه ورځ په فیسبوک کښی لا یکونه کوي .
( کاکا غمخور خیال کوي چي د فیسبوک لایکونه کوم علمي څیړنیز کار دی)
ماویل کاکا ته ورشه یو ګیلاس چای را وړه هغه مي په چای پسي ولیږل منیجر ته مي ویل ته خپلو خبرو ادامه ورکړه .
منیجر ویل زمونږ خطیب صیب ویل مسجد ته د ښۍ پښې د داخیلولو حکومت دادی چي که په دغه وخت په سړی مرګ راسي نو پړ مخي به په مسجد کښي ولویږي همدا راز له مسجد څخه د چپي پښي ایستلو حکمت دا دي که په دغه وخت کښي په سړی مرګ را شي نو د شا په تیر په مسجد کښي ولويږي په دواړو حالاتو کښي به انسان په مسجد کښي خدای ته ځای تسلیم کړي .
همدا راز بیت الخلا ته د چپي پښی داخیلولو حکمت دا دی که په دغه وخت کښي که په سړي مرګ را شي نو د شاپه تیر به له بیت الخلا بهر ولویږي اوله بیت الخلا څخه د ښۍ پښي ایستلو حکمت دا دی که په سړي مرګ را شي نو پړمخي به له بیت الخلا بهر ولویږي .
ماویل ته صبر له ماسره هم په فیسبوک کښي تکړه تکړه علما شته چي هغوي په دي اړه څه وایی ؟ .
له اشپز سره بانډار


هیچ نظری موجود نیست: