۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

په دې وطن کښې د منطق ځای خوټو نیولی / له اشپز سره بانډار

 لیکوال : امید فردا

سهار راغی ویل مامور صاب د اشپز خانی کار راباندي زور دی یو تکړه معین را ته مقرر کړه ماویل سمه ده خو هسي نه چي صبا دي د معین غوښتنی لکه د مامور صاب اتا مامد نور داسي وي بیا به له هغه سره څه کوو .
ویل مامور اتامامد څه غوښتي ؟
ماویل هغه له ولسمشره غوښتي چي ۳۰ سفارتونه ۳۰ معینیتونه ۱۵ ولایتونه په نړۍ کښي د افغانستان نمایی سیاسي نماینده ګيانی او ۱۵د تنو لپاره په سنا کښي انتصابي چوکۍ به ټولي ماته را کوي .

ویل ولسمشر ورسره منلي ؟
ماویل له هغه خبر نه یم خو مامور صاب نور خوشحاله و چي زما غوښتنو ته ولسمشر د تایید سر خوځولی .

سوړ اسویلی یی و کیښ ویل خدای دي دا سي بي خوټو ولسمشر نه د چا په کور کړي نه په ګور ته او خدای مامور اتا د۳۰ خرو وربشي ویشلی شي چي دی تر نمایی زیات افغانستان واک وعدي ورکوي .
ماویل ته دا پریږده ورشه منیجر ته د خپل معین وړاندیز ولیکه زه به دي سپارښتنه وکړم خو هو په دي شرط چي معین به دي د لمړۍ میاشتي معاش را سره نیمه وي .
ویل ښه ځه خیر (الناس علي دین ملوکهم)
ماویل دا توري دي چیرته زده کړي ؟
ویل دجمعی په ورځ له ملاصیب څخه
نن سهار  چي بیا راغلم اشپز په پخلنځي کښي د پسرلي د تالاندي په څیر غوړمبیدل له ځان سره یې ویل "دا نو اوس عدالت دی ؟ دا انصاف دی؟ دا وطن به جوړ شي ؟ ځم غره ته خيژم ځم په طالبانو ننیوزم ولا چي فدایی حمله پري ونه کړم که یی پریږدم ".
ماویل بیا څه ټکه را لویدلي چي له خپله ژونده ستړی شوي یی ؟
ویل پرون مي منیجر صاب ته د معینیت وړانديز وړاندي کړ ایسته یې کاغذ را وغور زاو ویل دا خو څه د مالي وحدت پخلنځي نه دی چي د اشپز لپاره به هم معین مقرریږي.
ماویل پریږده یاره خدای به هر څه آسانه کړي ته راځه چي یو ځای ته ولاړو شو تر لاس مي ونیو لاندي رستورانت ته مي ښکته کړ ماویل څه خوري ؟... یودم یی د تندی ګونځي داسي هواري شوي لکه په کوت کوت ټوکر چي اوتو تیر شي ویل مامور صاب د پسه خوټي مي ډیري خوښي دي .
په دي وخت کښي د رستورانت شاګرد راغی ویل "چی میل دارید؟"
ماویل یو ډبل خوراک د پسه د خوټو کباب .
شاګرد چیغي کړي : یک خوراک دبل کلپوره .
ښه تر بسو می د پسه د خوټو په کباب و پړسا و اوس مخامخ په پخلنځي کښي راته ناست دی تریخ شین چای ورته پورت دی له ځان سره دغه صوفیانه کلام زمزمه کوي .

منیجر مخ را وا ړاو ویل ده ولي ۱۸۰ درجي تغیر وکړ ؟
ماویل د خوټو کباب یی وهلی .
منیجر سر وښوراو ویل په دې وطن کښې د منطق ځای خوټو نیولی .
ملا صیب چي میلمه راغلی  و وویل :   دپسه د خوټو خوراکمكروه تحريمي دی خوراك يي صحي نه دی.
اشپز پري را غږ کړ ویل ملا صاب تا یی تر اوسه خوند نه دی لیدلی . 
له اشپز سره بانډار .

هیچ نظری موجود نیست: