۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

د منیجر خیالي نقشي / له اشپز سره بانډار

لیکوال: امید فردا 

د زاړه کامپیوتر ښيښي ته تور ځځغ او سیسن سړی ناست زه یم
چپ لاس ته پاک خریلی تک سپين هغه چي ویښتان یی په اروپايی سټایل جوړ کړي تنګ پتلون او د لنډو لستوڼو یخن قاق یی اغوستی په غاړه طلایی ځنځیر ځړیږي د چپ لاس خاچۍ ګوتي نوک یی دوه اینچه اوږد کړی او په سره رنګ یی رنګ ولی دا  زمونږ منیجر دی ظالم سم دم د رښتوني دیمکراسۍ ژوند سمبول دی .
مخامخ ولاړ سړی چي ملا یی کلکه تړلي غوړه  صافي یی په اوږه پرته ده پلن ببر بریتونه یی د خلک د دیموکراتیک گوند یاد تازه کوي دا  زمونږ اشپز دی زه یی نخبه بولم دا ځکه هغه قابلیتونه چي په ده کښي موجود دي  د ټولنی نور غړي ډیر کم تري برخمن دي .


په دروازه کښي ولاړ سړي هغه چي تنګي ستګري او دنګه ونه لري په خټه ازبک  دا زمونږ د دفتر  ګارد دي تل  منیجرته مخامخ کښینی او په مینه مینه ورته ګوري خو وضعیت تر کامل مدیریت لاندي دی هیڅ به پیښ نه شي . 
زمونږ منیجر د حقوقو او سیاسی علوم له پوهنځي فارغ شوی نن اشپز تري وپوښتل منیجر صاب ! ولي رسمی دنده نه اخلي ؟
منیجر په ناهلو سترګو ورته وکتل ویل : نه پیسی لرم چي چوکۍ پري واخلم نه وزیر پیژنم نه وکیل نه  د ولایتی شورای غړی پيژنم او نه په سنا مجلس کښي څوک لرم نو رسمی دنده به له کومه شي ؟ .
اشپز د منیجر خبري او ګیلي د سر په ښوره ولو سره تایید کړي ویل خداي دي یو عادل  حکومت را نصیب کړي منیجر د اشپز خبره غوڅه کړه ویل زه هره شپه په دي چرت ویده کیږم : ( چي زمونږ ځوانان له دولسمه فارغ شي کانکور ته امتحان ورکړي انتخاب شوي پوهنځۍ  ووایی له تحصیل وروسته دوه کاله د خپلي مور"وطن" خدمت "عسکری" وکړي له هغه وروسته یی دولت په هغه برخه کښي مقرر کړي په کومه برخه کښي چي ده تحصیل کړی کور ورته ورکړي د ژوند په هره برخه کښي یی بیمه کړي رشوت نه وي اختلاس نه وي د خلکو آزارول نه وي قانون په صغیر او کبیر په ولسمشر او ولس کشر یو شان تطبیق شي ).
ماویل څنګه واده درته ونه کړي ؟
ویل هغه هم باید په بیمه کښي شا مل وي .
په دي وخت کښي ترافیک دفترته  راغی ویل :لطف کنید هفتگی مرا بدهید .
منیجر پنځوسی ورته ونیو خو هغه سلګون غوښت د دوي دواړو  سره شور شو زه تري ولاړم بازار ته .
له اشپز سره بانډار .



هیچ نظری موجود نیست: