۱۳۹۵ دی ۱۵, چهارشنبه

د امنیتی ځواکونو افسران له خپلو خيټو په تکلیف دي

لیکوال: حبیب الرحمن حکمتیار 

د ناټو له لوري د افغانستان له اشغال وروسته افغان امنيتي ځواكونه د ناټو افسرانو په لاس روزل شوي، خو ډېرى افسران ئې همغه دي چي د روسانو په لاس روزل شوي.
دولتي ځواكونه د لويو قطارونو په مټ او د زمكي او هوا له لاري د سترو بريدونو او له درنو وسلو، توپونو، ټانكونو او جهازونو په استفادې سره د سيمو د بېرته نيولو هڅه كوي خو نه هلته دائمي امنيت راوستلى شي او نه داسي ضروري امكانات او لازم تدابير لري چي د مخالفينو په لاس كي د سيمي د بيا پرېوتو مخه ونيسي. كله چي تر بريد لاندي راشي نو سيمه له معمولي مقاومت پرته بېرته پرېږدي او تښتي. هر بريد ئې د دې پر ځاى چي د مخالفينو د تضعيف او تجريد باعث شي بر عكس ولس له دولت لازيات متنفر كوي او د ځورېدلو وگړو خواخوږي له مخالفينو سره زياتوي.
د همدې جنگي اسلوب له كبله د روسانو د يرغل په دوران كي نږدې پنځه نيم مليونه افغانان له هېواده بهر هجرت ته اړ شول او په لكونو نور په داخل كي، اوس هم نږدې يو نيم مليون افغانان په داخل كي د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او په بهر كي هم شاوخوا درې مليونه افغانان مهاجر دي.

تاسو هره ورځ اورئ چي د امنيتي ځواكونو وياندان وايي: په تېرو څو مياشتو كي څو زره مخالفين او تروريستان وژل شوي!! مخالفين له خلكو ډال جوړوي او د دوى په كورونو كي سنگر نيسي، مقصد ئې دا دئ: كه كورونه ويجاړ شوي او عام وگړي وژل شوي نو وجه ئې همدا ده!! او مسئوليت د مخالفينو پر غاړە دئ!!
كه تاسو د امنيتي ځواكونو افسران له نږدې ووينئ نو ډېرى به ئې داسي ومومئ چي پرېړ پرېړ او تر حد زيات چاغ دي، داسي چي د خپلو خېټو له وړلو هم په تكليف دي، كه ئې سوانح ولولئ نو وبه گورئ چي د مخكنيو جگړو ناكام او د عوامو په اصطلاح بگېل افسران دي.
.
حقيقت دا دئ چي امنيتي ځواكونه نه د جنگ روحيه لري، نه ئې جنگي اسلوب داسي دئ چي بريا ئې په برخه كړي او د مخالفينو په ماتي منتج شي، په دې ځواكونو او دې جنگي اسلوب سره دولت هيڅكله نشي توانېدى امنیت تامین کړی او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی. باید افغانستان شمول حکومت رامنځته شی او د هیواد ټول وګړی خپل رنګ پکی وګوری او اجتماعی عدالت برقرار شی.

هیچ نظری موجود نیست: