۱۳۹۵ دی ۱۴, سه‌شنبه

د اویا ملیونو انسانانو وژنه له کومه ځایه پیل شوه ؟

"د آدلف هيټلر له ترخو خاطرو څخه"
ژباړه: محمد انور اندړ


اته کلن ماشوم وم د المان په مونيخ ښار کې مې له مور، خور او ورور سره په يوه وړه کوټه کې ژوند کاوه، همدا کوټه زموږ کور و، زه تر ورور او خور مشر وم، مور مې د سينې له سرطانه کړېدله، يو سهار چې هوا ډېره سړه وه، نفس تنګي يې زياته شوه، په سترګو کې يې اوښکې راډنډې شوې نه پوهېدله چې له موږ سره څه وکړي، موږ درې تنه بې پلاره او بې کوره تر نهه کاله کم عمره ماشومان ورلغاړې وو، په غوږ کې يې ورو راته وويل: زويه، د خور او ورور خيال دې ساته، زه چې عمر مې ايله اته کاله و، له سترګو مې د اوښکو څاڅکې د مور پر بدن وڅڅېدل، په بيړه راولاړ شوم تر څو کوم ډاکټر راولم.
داسې ګرمې جامې مې هم نه درلودې چې د هغې ورځې یخ وزغمم خو بله چاره نه وه، زموږ کورته نږدې يو روغتيايي مرکز و چې یهودي ډاکټرانو کار پکې کاوه، ورغلم زارۍ مې ورته وکړې چې يو ډاکټر کورته راسره ولاړ شي او مور ته مې څه درمل ورکړي، خو دوی په لوړ آواز سره خندل او راته ويل يې لاړ شه پلار ته دې ووايه چې راشي او ډاکټر له ځان سره بوځي.


دومره ډېرې زارۍ مې ورته وکړې او دومره مې ورته وژړل چې ټول بدن مې تک سور اوښتی و، خو د هيچا زړه نه راباندې سوځېده، د درملو المارۍ ته مې ورحمله کړه څو ډوله دوا مې راوخيستله او ورنه منډه مې کړه، خو نه پوهېدم هغه درمل به د کومې ناروغۍ وو، زه مخکې او دوی له شا منډې راپسې وهلې، کله چې کورته ورسېدم ورور او خور مې ژړل، لاسونه مې په لړزه شول، وړوکي ورور مې په ژړا کې راته وويل: آدلفه! د مور سا مې درېدلې ده، هيڅ نفس نه کاږي.
لاسونه او پښې مې شل شول، هغه درمل مې له لاسونو ولوېدل، د مور جسد ته مې ورنږدې شوم، چې لاس مې يې پر بدن کېښود، بدن يې سوړ شوی و، کار له کاره تېر و.
یهودي ډاکټران چې په ما پسې يې منډې را وهلې کورته راننوتل، په وهلو وهلو يې د مور له جسده کش کړم، په کشولو کشولو يې د ماشومانو زندان ته بوتلم، دومره يې ووهلم چې له بدنه مې وينې روانې وې، څو ورځې وروسته چې له زندانه آزاد شوم او کورته راغلم ومې ليدل چې خور او ورور مې د همسايه په کور کې دي، همسايه مې مور دفن کړې وه، نور مې په ژوند کې داسې څه نه درلودل چې له لاسه يې ورکړم، د شپې او ورځې کار مې درس ويل او او خيرات غوښتل و.
اه! څه ژمی او څه پسرلی و....!
کله چې د المان رهبر شوم، لومړی ځای چې له خاورو سره مې يو کړ، هماغه د مونيخ روغتيايي مرکز و، هغه يهودي ډاکټران ډېر زاړه شوي وو، زه يې نه پېژندم، خو زه د المان رهبر وم، زارۍ يې کولې امر مې وکړ چې په ځمکه کې کنده جوړه کړئ او شپږ واړه ډاکټران لاس او پښې تړلې پکې واچوئ او بيا کنده له خاورو ډکه کړئ، ډاکټرانو ډېرې زارۍ وکړې ويل يې ښځې او بچيان لرو پر موږ رحم وکړه. تر هغو پر هغه کنده ولاړ وم ترڅو ښه ډاډه شوم چې نور يې نفس ووت. له همدې ځايه د ۷۰ مليونو انسانانو عام وژنه پيل شوه....
ادلف هټلر
د ((زما جګړه)) له کتاب څخه


هیچ نظری موجود نیست: