۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

د قیامت په ورځ به حوض کوثر ته د پیر په لمن پسي ځو / له اشپز سره بانډار

لیکوال: امید فردا 
سهار زه او منیجر  دواړه د اشپز لیدو ته ورغلو په چیله خاني کښي یی په زوره زوره بغاري وهلي ویل زما پیر خو څه عادي پير نه و دا  سي پير و چي په نړي کښي یی ساری نه لیدل کیدل  نه بله مور داسي پیر وزیږوي   او نه به دنیا ته راسي د قیامت په ورځ به حوض کوثر ته د ده په لمن پسي ځو  .
ماویل پریږده یاره د قیامت په ورځ  لمن ممن نشته هر څوک به د خپلو اعمالو  په ګرداب کښي را ګیروي .
بیا یی چیغي کړي خدایه ! د ده په روي مونږ هم وبښه.

 خدایه ! د ده په روي دا وطن د منحوسو کفارو له وجوده پاک کړه .
منیجر د سترګو له کنجو راته وکتل نرم یی په بریتو کښي وخندل .
اشپز سترګي  پاکي کړي پوزه یی پورته کش کړه ویل مامور صاب په تلویزیون کښي دي وکتل ؟....زما د پیرګل د جنازي مراسم په خیر او خیریت تیرشول ؟
ماویل هو ولي؟
ولي هسي پوښتنه را سره پیدا شوه ماویل چي بیا څوک سجدي مجدي ته نه وي  تللی .
ماویل ته دا پریږده څه وخت له چیلي را وزي ؟
ویل تر څو چي د ده مبارک د پتارۍ اوبه نه وي وچي شوي تر هغو له چیلي نه وزم .
ما ویل نو سمه ده د سولي شورای لپاره هم یو خوب ووینه .
ویل د سولي شورا حق د بي بی .... دی.
منیجر د تایید په ډول سر و ښورا و  ویل  هو هغه باید  د سولي شورا مشره شي تر څو د جندر موضوع هم رعایت شي . 

ای خدایه ! مونږ دي  ولي دومره ساده ګانوپیدا کړي  یو ؟
له اشپز سره بانډا

هیچ نظری موجود نیست: