۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبه

عیسوۍ سوله

 لیکوال: محمد ایاز ترنک
له شاه دوشمشیره زیارت سره د شنو کوترو په منځ کې په سپینو جامو پوښلي ځوانان ولاړ وو، او د سولې د کمپاین په نوم یې وړیا کتابونه ویشل. په یادو کتابونو کې صلح نام هم وه چې د ګوهرشاد د لوړو زده کړو د موسسې له خوا په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ (USIP) په مالي لګښت چاپ شوې ده . سره له دې چې دا کتاب د سولې ، بخښنې او مینې پیغام له ځان 


وړي، خو په ټول کتاب کې بسم الله، د الله جل جلاله نوم، د قران کریم ایت، حدیث شریف ، د صحابه کرامو اقوال او د مسلمانو عالمانو روایات وجود نه لري. دا کتاب چې بهرنیو لیکوالانو لیکلی او په پټو سترګو دري ته ژباړل شوی ، د سولې او بخښنې په برخه کې د انجیل روایتونه را نقلوي .

د کتاب په (۸۰ ) مخ کې راځي : بخښنه تر عذر غوښتلو مخکې ده ، د یهودو په عقیده خدای د پلار او په مسیحي عقیده کې خدای د مسیح په نقش کې بخښنه کوي .)) د یاد کتاب په ( ۸۵ ) مخکې لیکل شوي : (( داچې د خطا په وړاندې د انسان ځواب څه دی ؟ د انجیل کړنلاره په دې اړه داسې ده : موږ باید خپل ګاونډیان لکه خپل ځانونه داسې وګڼو ، موږ باید له هغوی څخه انتقام وانه خلو، زموږ په وړاندې ترسره شوې تېروتنې یې باید وبخښو. ))
د صلح نامې په( ۸۸ ) مخ کې د انجیل له قوله د حضرت یوسف علیه السلام کیسه را نقل شوې چې وروڼو یې ورسره ظلم وکړ او بیا هغه وبخښل.)) ددې کتاب په ( ۹۴ ) مخکې راځي: (( د انجیل په سنتو کې د مجازات مستحق کېدل وجود نه لري. که خدای خپل بندګان ونه بخښي هیڅ مخلوق به پاتې نه شي... مسیح د متقابل عمل د قانون په وړاندې سخت غبرګون ښيي او وايي: (( له خپلو دښمنانو سره مینه وکړه، څوک چې درڅخه نفرت لري ورسره نیکي وکړه ...)).
پوښتنه داده چې مسیحیت ته په دومره ښکاره او د سولې تر نوم لاندې کار کول په څه مانا؟ دلته د کلتور، حج او اوقافو او لوړو زده کړو وزارتونه او د عالمانو شورا څه مسئولیت لري؟ د افغاني ټولنې په څېر په یوه مسلمانه ټولنه کې د ګوهرشاد غوندې یوه علمي موسسه څنګه ددې جرئت لري چې د اسلامي لارښوونو پر ځای د منسوخ اسماني کتاب انجیل او نورو بې دینو لیکوالانو روایاتونه بیان کړي؟ آیا د بیان دا بې سرواښې ازادي به جګړه تېزه او سوله ټکنۍ نه کړي؟

هیچ نظری موجود نیست: