۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه

عبدالحکیم مجاهد څه وویل (یاغي او د ګډوډیو عاملین)


نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټوټ له لوري په تیرو څلویښت کلونو کې د سولې د خبرو ارزونې تر نوم لاندي غونډه جوړه شوې وه، د جدې ۲۳مه ۱۳۹۵ کال د پنجشنبې ورځ ماسپښین دوه بجې او شل دقیقي غونډه پېل شوه، یاد مرکز د ۳۲ کسانو سره د سولې اړوند مرکې کړي وي، او دهمهغو مرکو او نورو څیړنو یوه مجموعه یې د کتاب په بڼه خپره کړي ده.
دریو ښاغلو ته پکې د خبرو وخت ورکول شوی وو، جنرال محمدظاهر عظیمي، د دفاع وزارت پخوانی ویاند، مولوي عبدالحکیم مجاهد د سولې شورا پخوانی مرستیال، د سولې شورا غړی او سلاکار او ډاکټر وفایې زاده، د هوانوردي پخوانی مرسیتال وزیر.
بحث د ډاکټر عنایت مدثر لخوا په مخ وړل کیدی. ښاغلی مدثر پخوا د یو ټلویزون د سیاسي بحثونو چلوونکی وو. همدلته هم هغه دا مهم د سولې بحث هغه ډول وړاندي  کاوو لکه چې د یک ټلویزون د سیاسي بحثونو په سډیو کې ناست وي، او غواړي میلمانه په جنک سره ولويږي.


له لنډې مقدمې وروسته پرته له دي چې د سولې بحث باندي پېل وشي، ښاغلي مدثر مجاهد صاحب ته وویل چې پېل له تاسي کوو، اصولاً باید پېل له وفايې زاده شوی وای، ځکه هغه د یاد مرکز غړي او څیړونکی هم دي.
ښاغلي مجاهد صاحب! ولي طالبانو ډاکټر نجیب الله په دار وځړاوو، هغه خو سوله غوښته؟
مجاهد صاحب هم خپل حواس کنټرول نه شوای کړای، او رښتیا هم دلته چې تر ۲۰ د زیاتو رسنیو خبریالان راغلي وو، ځینو ټلویزونو همدا پروګرام په ژوندۍ بڼه خپراوو، داسي سوال چې مجاهد صاحب به يې توقع نه درلودله، په هغه ښه تمام نه شو.
مجاهد صاحب پرته له مقدمې  مخامخ وویل: ډیر غیر معقول سوال مو مطرح کړ، داسي لکه چې له یو شي څخه سر او لکۍ پرې کړي، او یا داچې د مسئلې پېل او اخر نه وي، له منځ څخه یې راشروع کړئ.
زه وایم چې د کمونسټانو نظام کې چې د نورمحمد تره کي، حفیظ الله آمین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو پرمهال په میلیونو افغانان شهیدان شول، معیوب او مهاجر شول، هغوی روسان راوبلل، او افغان مجاهد ملت ورسره مقابله پېل کړه، همدوی ( افغان کمونسټانو) ډیر ستر جنایتونه کړي دي، او ډیر دغه جنایتونه هغه وخت شوې چې ډاکټر نجیب الله د خاد (استخباراتو) رئیس وو.  ددغسې لوی خاین په اړه پوښتنه کیږي چې ولي په دار وځړول شو؟ د هغه ملایانو پوښتنه ولي نه کیږي چې له مسجد څخه روسانو او کمونسټانو راوایستل او تر نن ورځې ورک دي.  د پولیګون د شهیدانو اړوند ولي پوښتنه نه کیږي چې کمونسټانو په ژوندون باندی مجاهدین تر خاورو لاندي کړل.
طالبانو د روسانو او دهغوی د ملګرو (کمونسټانو) په مقابل کې مقدس جهاد وکړ،  کله چې جهاد بریالیتوب ته ورسید، طالبان په خپلو کورونو کې کیناستل، بیرته مدرسو او مسجدونو ته ولاړل، واک  یې مجاهدینو ته پريښودی، ښاغلي صبغت الله مجددي او استاد برهان الدین رباني ونه شوای کولای چې په هیواد کې امنیت راولي، له همدې امله چې ګډوډي وه، او ګډوډې هم د استاد رباني د حکومت له امله وه، طالبانو د ملي وحدت لپاره راودانګل.
د استاد رباني په خوله، طالبان مقدسې فرښتې وي، استاد رباني ورسره مرسته کوله، همدې طالبانو یوځل د جهاد په وخت کې قرباني ورکړه، او جهاد کامیاب شو، بیا يې د مجاهدینو د ګډوډې مخنیوي وکړ، او هیواد یې له تجزیې څخه وژغوری، او طالبانو د ډاکټر نجیب الله د وژلو پړه هم په  غاړه نه ده اخیستي.
زه لیکوال وایم چې د ډاکټر نجیب الله د وژلو عوامل څیړل په کار دي، چا دا زمینه مساعده کړه چې ډاکټر نجیب الله باید په دار وځړول شي، ولي ډاکټر نجیب الله د استاد برهان الدین رباني په ۴ کلنه دوره کې د کابل څخه د وتلو اجازه ترلاسه نه کړه.
ښاغلي عظیمي وویل چې زه د طالبانو له مشرانو سره یوځای کابل ته راغلم، دلته یې له استاد برهان الدین رباني سره ولیدل، د کابل په انټر کانټیننټل هوټل کې اوسیدل، چې کله بیرته تلل، د استاد رباني لخوا څخه پیسې هم ورکول شوې.
د طالبانو یوه جګپوړي غړي ما لیکوال ته ویلي وو چې کله هم طالبان نه وو راښکاره شوې، د استاد برهان الدین رباني لخوا کندهار ته یو لوړ رتبه هیئت تللی وو، هلته یې د مجاهدینو ځینې مهم مشران او قومندانان سره راټول کړي وو، چې تر څو اتحاد او اتفاق وکړي، او د ګډوډیو د مخنیوي لپاره په عملاً لاس په کار شي. د مجاهدینو همدې مهمو مشرانو او قومندانانو خپل مشر د کندهار د سمې قومندان معلیم فداء محمد ( غالباً د مولوي خالص بابا د ګوند غړی وو) خپل مشر وټاکی.
وروسته له دې چې مجاهد قومندانان اتفاق او اتحاد د معلیم فداء محمد په مشرې وکړه، له کابل څخه د استاد رباني لخوا هیئت ورڅخه غوښتنه وکړه چې د حزب اسلامي د مجاهدینو په مقابل کې جګړه پېل کړي، ولي د کندهار د مجاهدینو ټینګار پر دي وو چې جګړه د شمال لور کې د عبدالرشید دوستم په مقابل کې کوي. خو د استاد رباني لخوا ورغلي هیئت ورسره ونه منله،  له همدې امله د کندهار مجاهدینو د استاد رباني لخوا رسیدلی پېغام او دهغه د هیئت غوښتنه چې د حزب اسلامي په مقابل کې جګړه وکړي، دا وړاندیز یې رد کړ.
دوېم ځل بیا هم ښاغلي عبدالحکیم مجاهد ته نوبت ورسیدی، داځل هم په حیرت کې ناست وو، تندی یې ګونځې وو، د قهر فضاء پري حاکمه وه، بیا یې له سره اعوذ بالله او بسم الله وویله، د قران کریم آیت یې تلاوت کړ، د یاد مرکز ددغسي څیړنې مننه یې وکړه، البته اول ځل یې د مدثر جواب مخامخ پېل کړی وو.
مجاهدصاحب وویل چې اصلاً رنځ په هیواد کې افراط دی، اعتماد نشته، د سولې لپاره اعتماد جوړونې ته اړتیا ده، ببرک کارمل به ویل چې د هیواد خاوره مې په کار ده خلک (اشرارا – مجاهدین) مې نه دي په کار.
طالبانو ته لویدیځو رسنیو او استاد برهان الدین رباني فرښتې (ملایکې) ویل،  کله چې طالبانو حکومت ونیو، اصل کې ستونزه له همدې ځایه پېل شوه.
د مجاهدینو په نوم امتیازات تر ننه پوري خلک اخلي، حال داچې اصلي مجاهدین د جهاد تر بریالیتوب وروسته مدرسو ، مسجدونو او کورونو ته ولاړل.
طالبان د ډاکټر نجیب الله، ملګرو ملتونو او استاد رباني د سولې او واک د ویش په طرحو کې مطرح نه وو (البته عظيمي صاحب ورته وویل چې طالبان د حرکت انقلاب اسلامي  محمدي، منصور صاحب او مولوي خالص بابا د ګوندونو غړي وو، او داکسان په یادو طرحوکې مطرح ګوندونه وو).
مجاهد صاحب زیاته کړه، کله چې طالبان په ۱۹۹۴ ز. کال کې راپیدا شوو، تر ۱۹۹۶ ز. کال پوري طالبان یو مقدس حرکت وو،  په همدغه دوره کې تاسي رسنۍ او ټول باید طالبان یو مقدس حرکت یاد کړئ.  او بیا وروسته چې واک ته ورسیدل، افراط له دوی څخه هم وشو. واک یې انحصار کړ.
افراط کمونسټانو وکړ، افراط مجاهدینو وکړ، افراط طالبانو وکړ او افراط اوسني نظام په تیرو ۱۵ کلونو کې کړی دی، افراط اصلي رنځ ده چې سوله نه راځي.
د فرانسې په چانټیلي ښار کې د سولې اړوند کانفرانس وو، احمدضیاء مسعود په ډیره ساده ګې پوښتنه وکړه، چې مجاهد صاحب! طالبانو ته کومې مرجع او ملا د خلکو د وژلو او انتحار فتوی ورکړي ده؟
حافظې کمزورې دي، تیر وختونه ژر له یاده ایستل کیږي، احمدضیاء مسعود به زما خبرې اوري، هغه ته مې وویل چې: د سردار داوود خان حکومت یو مشروع او قانوني حکومت وو، د هغه په ضد چې د پنجشیر څخه کوم حرکت پېل شو، ستا ورور احمدشاه مسعود ته چا فتوی ورکړي وه چې د داوود خان د نظام په مقابل کې یې بغاوت پېل کړ؟
دوېمه خبره داده چې طالبانو جهاد وکړ، د جهاد تر بریالیتوب وروسته خپلو مدرسو، مساجدو او کورونو ته ولاړل، حکومت یې تاسي ته در پريښود،  ستاسي( جمعیت اسلامي + شورای نظار) او د نورو مجاهدینو ډلو د خپلمنځي جګړو په ترڅ کې چې دا ۶۵۰۰۰ افغانان په کابل کې ووژل شول، ددې وژنو فتوی او جواز چا درکړی وو؟ زموږ حافظې کمزورې شوی، مجاهدینو افراط وکړ، د واک انحصار یې غوښت، حکمتیار صاحب یې پري نښود چې په حکومت کې ونډه ورسره ولري.
طالبانو هم افراط وکړ، کاش چې مستقل حکومت یې په یواځي ځان نه وای اعلان کړی، ولس ته یې د حکومت کولو بلنه ورکړي وای، له ملا پرته یې بل څوک نه پېژاندی. افراط د طالب د ماتې سبب وګرځیدی، ۹۵٪ ځمکه يې تر واک لاندي وه، ولي بیا یې هم حکومت ونه شو کولای. که طالب انعطاف کړی وای، له سیاسي ډلو او نړیوالو سره یې اړیکې سمې کړي وای، دابه ښه وای.
امریکا سره موږ خبرې وکړي، هغوی ویل چې موږ طالبان په رسمیت پېژنو، ولي افراط او په ځان بسیا انحصار د حکومت هغه پروسه هم ناکامه کړه.
دلته په ډیموکراسي کې هم افراط کيږی، موږ ډیموکراسي په چوکاټ کې غواړو، خو افغان رسنۍ  له چوکاټه وتلي ډیموکراسي غواړي، آیا اوسنی قانون او نظام تاسي ته د منلو وړ دی؟
د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور د عبدالحکیم مجاهد د یادو څرګندونو له امله د هغه زنداني کیدل غوښتي دي، چې ولي یې احمدشاه مسعود د سردارداوود خان د حکومت په مقابل کې یاغی نومولي او د استاد رباني حکومت یې د ګډوډیو اصلي لامل او د طالبانو د ظهور سبب ګڼلی دی. عطاء نور ویلي چې د احمدشاه مسعود روح ته د درناوي له امله دي عبدالحکیم مجاهد زنداني شي.
دیاد کانفرانس بشپړه جریان به راتلونکې کې که وخت او ژوند وفاء وکړه، له تاسي وروڼو سره شریک کړم.

هیچ نظری موجود نیست: